د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۶

د غزني چارواکو د۶۰ تنو کمانډویانو نادرکه کېدل بې‌اساسه وبلل


د غزني سیمه‌ییز چارواکي هغه ادعا چې ګوندې د غزني په جګړه کې ۶۰ تنه افغان کمانډویان نادرکه شوي، بې‌بنسټه بولي.

د درېیو اوونیو په تېرېدو لا هم د هغه ۶۰ تنو کمانډویانو درک نه‌دی لګېدلی چې د غزني په جګړه کې تري تم شوي دي.

یوې معتبرې حکومتي سرچینې د یو شمېر رسنیو سره په ناسته کې د دې مطلب په څرګندولو سره منلې چې تر دې دمه د دغه افغان سرتېرو په موندلو نه‌دي توانېدلي.

خو د غزني د والي ویاند عارف نوري د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۱۸» له ازادي راډيو سره په خبرو کې دغه ادعا رد کړه او ویې ویل هغه سرتېري چې د غزني د جګړې پر مهال اجرستان ولسوالۍ ته استول شوي وو او شمېر يې ۵۰ تنو ته رسېده ځینو ته‌يې مرګ ژوبله رسېدلې او ۲۴ تنه‌يې چې اړیکې ورسره قطع شوې وې ژوندي دایکنډي ولایت ته رسېدلي دي.

محمد عارف نوري
محمد عارف نوري

نوموړي زیاته کړه:

"د ۵۰ تنو په شااوخوا کې کمانډویان استول شوي وو چې له ډلې يې له بده مرغه یو شمېر شهیدان شوي او نږدې ۲۴ تنه نور يې چې اړیکې ورسره پرې شوې وې له دوه ورځو وروسته هغوی دایکنډي ولایت ته رسېدلي وو، او اوس‌مهال هملته دي او هغه ادعا چې ګوندې دوی تر دې دمه نادرکه دي په بشپړ ډول بې‌اساسه ده."

نږدې درې اوونۍ وړاندې وسله‌والو طالبانو پر غزني حمله وکړه او د دې ښار یو شمېر برخې يې تر خپلې ولکې لاندې راوستې.

دغې جګړې چې پنځه ورځې يې دوام وکړ د افغانستان د دفاع وزارت په وینا ۱۰۰ تنه امنیتي ځواکونه او د غزني ۳۰ تنه اوسېدونکي په‌کې ووژل شول.

هغه مهال د دې ولایت په اجرستان ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو له لوري د ۵۰ تنو افغان کمانډويي ځواکونو محاصره کېدو په اړه هم راپورونه خپاره شول، خو د دفاع وزارت رد کړل.

په ورته وخت کې په ولسي جرګه کې د غزني یو استازی چمن شاه اعتمادي وايي تېره اوونۍ هم د ۳۸ تنو کمانډویي ځواکونو جسدونه د دې ولایت مالستان ولسوالۍ ته انتقال شول او شاید دا هماغه کسان وو چې د وسله‌والو طالبانو په لاس اسیر شوي وو.

ښاغلی اعتمادي زیاتوي:

"په وروستیو درې څلورو ورځو کې هم د یو شمېر کمانډويي ځواکونو جسدونه مالستان ته انتقال شول او د پاتې نورو سرنوشت لا هم نه‌دی معلوم او حکومت هم د دوی پر ځای نور کسان نه‌دي ګومارلي، که حکومت په خپلې امنیتي ستراتېژۍ بیا کتنه ونه‌کړي، نو د غزني وضعه به نوره هم خرابه شي."

د غزني د ولایتي شورا یوه غړي حمیدالله نوروز هم ازادي راډيو ته وویل چې دغه کمانډويي سرتېري لا هم د وسله‌والو طالبانو په اسارت کې دي.

دی وايي، اوس‌مهال هم د غزني د ښار د څنډو په ګډون د دوی ولایت مالستان، جغتو، خواجه عمري، قره‌باغ او جاغوري ولسوالۍ د وسله‌والو طالبانو په کنټرول کې دي او که دې حالت ته پاملرنه ونه‌شي نو غزني به یو وار بیا د یوې سترې جګړې شاهد وي.

خو د غزني امنیه قوماندان محمد فرید مشعل ازادي راډيو ته وویل چې وسله‌وال طالبان په دې ولایت کې ټکول شوي دي او د غزني د دوباره سقوط کولو توان نه‌لري.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG