د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۳

کورنیو چارو وزارت: دشت برچي کې انتحاري حملو ۲۶ تنه وژلي او ۹۱ نور ټپيان دي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل په پرونۍ حمله کې ۲۶ تنه وژل شوي او ۹۱ نور ټپيان دي.

د دغه وزارت له مرستیال ویاند نصرت رحیمي سره د ازادي راډیو خبریال اکرام‌الله اکرام مرکه کړې او په سر کې یې ترې د قربانیانو د وروستیو ارقامو د شمېر پوښتنه کړې ده.

له نوموړي سره دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:09 0:00
مستقیم لېنک

  • ​پخواني معلومات

د کابل امنیتي چارواکي د کابل د دشت برچي په سیمه کې د تېرې ورځې د دوو انتحاري حملو د قربانیانو د شمېر د زیاتوالي خبر ورکوي.

د کابل ګارنېزیون قوماندان جنرال مراد علي مراد ازادي راډيو ته وویل چې په دغو دوو حملو کې ۲۵ تنه وژل شوي او ۹۵ نور ټپیان شوي دي.

دی وايي:

"ټول ۹۵ تنه ټپیان شوي او ۲۵ شهیدان شوي، ټول ملکي وګړي دي او په وژل شويو کې پوځیان نه‌شته ځکه هغوی هلته نه‌وو."

له دې مخکې افغان چارواکو د وژل شويو کسانو شمېر ۲۱ او د ټپیانو ۸۷ ښودلی وو.

د قلعه ناظر په سیمه کې لومړۍ حمله په یوه ورزشي کلب کې دننه او دوهمه هم تقریباً ۴۰ دقیقې وروسته د همدې کلب مخې ته د موټر بم په وسیله وشوه.

په وژل شویو کې د طلوع نیوز دوه خبریالان هم شامل دي.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش د دې چاودنو مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

افغان ولسمشر اشرف غني په یوه بیان کې پر ملکیانو او د رسنیو پر کارکوونکو دا بریدونه د بیان د ازادۍ خلاف او د بشریت ضد جنایت بللي دي.

  • پخواني معلومات

د کابل امنیتي چارواکي وايي چې د کابل د دشت برچي د تېرې ورځې د دوه انتحاري حملو له امله ۲۵ تنه وژل شوي او ۹۵ نور ټپيان دي."

د کابل د ګارنېزیون قوماندان مراد علي مراد ازادي راډيو ته وویل چې لومړی حمله د قلعه ناظر په سیمه کې په یوه ورزشي کلب کې او دوهمه انتحاري حمله چې د موټر بم په وسیله وشوه د وژل شویو او ټپيانو د انتقال پر مهال رامنځته شوه چې دغومره مرګ ژوبله‌يې اړولې ده.

په کابل کې د طلوع نیوز په نوم د یوې خپلواکې رسنۍ مسؤلینو ویلي چې په دې حمله کې د دوی دوه تنه "یو خبریال او یو تصویر اخیستونکی" وژل شوي دي.

په همدې حال کې په افغانستان کې له ازادو رسنیو نه د ملاتړ اداره یا «نی» هم ویلي چې په‎دې پېښه کې د طلوع ټلوېزیون د خبریالانو سربېره درې خبریالان، د خورشید ټلوېزیون او یو د یک ټلوېزیون خبریالان ټپیان شوي دي.

داعش ډلې د دې چاودنو مسؤلیت ومانه.

د کابل د ګارنېزیون قوماندان وايي، د دې پېښې په اړه‌يې څېړنې پیل کړې دي.

د یادونې وړ ده چې د روان لمریز کال د ثور میاشتې په ۱۰مه نېټه د کابل په شش درک سیمه کې هم یو شمېر خبریالانو ته په ورته یوې حمله کې مرګ ژوبله واوښته.

په یادې پېښه کې د ازادي راډیو د درېیو تنو خبریالانو په ګډون ۲۶ تنه ووژل شول او ۴۹ نور تپیان شول.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه بیان کې پر ملکیانو او د رسنیو پر کارکوونکو دا بریدونه د بیان د ازادۍ خلاف او د بشریت ضد جنایت بللي دي.

  • پخواني معلومات

د کابل په لوېدیځ کې د دوو خبریالانو په ګډون ۲۰ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۷۰ تنه نور ټپیان دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ځيني سرچینې وايي چې د یو شمېر ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ دی او ښايي د تلفات شمېر ډېر شي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وايي چې په‎دې پېښه کې لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي او ۷۰ تنه نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل:

"انتحاري حمله کوونکی ورزشي کلب ته دننه شوی او په ځان پورې چاودېدونکي توکي چاودلي وو، له کلبه بهر یوه موټر بمب هم چاودلی چې د دوو خبریالانو په ګډون یو شمېر هېوادوالو ته مو په‎کې مرګ ژوبله واوښته."

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش

بل‎خوا په کابل کې د طلوع ټلوېزیون مسؤلینو تأیید کړه چې یو خبریال او یو فلم اخیستونکی یې په دوهمې چاودنه کې وژل شوي دي.

دوی د دې دوو خبریالانو نومونه صمیم فرامرز او رامز احمدي یاد کړي.

په همدې حال کې په افغانستان کې له ازادو رسنیو نه د ملاتړ اداره یا «نی» هم ویلي چې په‎دې پېښه کې د طلوع ټلوېزیون د خبریالانو سربېره درې خبریالان، د خورشید ټلوېزیون او یو د یک ټلوېزیون خبریالان ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې دا حمله د دشت برچي په سیمه کې د میوند په نوم د پهلوانۍ کلب دننه شوې.

دا حمله په‎داسې حال کې وشوه چې د دې کلب د غړو ترمنځ سیالي وه او لسګونه نندارچیان هم ورته راټول شوي وو.

دوهمه چاودنه هغه وخت رامنځته شوه چې خبریالان د لومړۍ چاودنې خبري پوښښ ته ورغلي وو.

د یادونې وړ ده چې د روان لمریز کال د ثور د میاشتې په ۱۰مه نېټه د کابل په شش درک سیمه کې هم یو شمېر خبریالانو ته په ورته یوې حمله کې مرګ ژوبله واوښته.

په یاده پېښه کې د ازادي راډیو د درېیو تنو خبریالانو په ګډون ۲۶ تنه ووژل شول او ۴۹ نور تپیان شول.

د کابل په لوېدیځ کې پر ورزشي کلپ د حملې مسؤلیت داعش ډلې پر ځان منلی دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه بیان کې پر ملکیانو او د رسنیو پر کارکوونکو دا بریدونه د بیان د ازادۍ خلاف او د بشریت ضد جنایت بللي دي.

راپور: محمد امین کمالپوري

XS
SM
MD
LG