د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۷

خلیل‌زاد: امریکا غواړي د سولې خبرې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ وي


په کابل کې د متحده ایالاتو پخواني سفیر، زلمي خلیل‌زاد ازادي راډیو ته وویل چې د امریکا دریځ لا هم دا دی چې د افغانستان د مسایلو په اړه فیصله باید د افغانستان د حکومت او د طالبانو په ګډون د نورو اړخونو ترمنځ وي.

په وروستیو کې د قطر پلازمېنې، دوحې ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالې الېس ولز د تګ او هلته د طالبانو له یو شمېر استازو سره د هغې د کتنې یا خبرو په اړه متعدد راپورونه خپاره شول.

زلمي خلیل‌زاد په عمومي ډول، د امریکا او طالبانو د خبرو د امکان یا څرنګوالي په اړه وویل، امریکا یوازې هڅه کوي چې د افغانستان د مشروع حکومت استازي او د طالبانو په ګډون نور اړخونه د مخامخ کېناستلو او خبرو تر مرحلې سره ورسېږي.

زلمي خلیل‌زاد: د سولې د حرکت پړی به د افغانانو په لاس کې وي.

خلیل‌زاد پرون چهارشنبه له ازادي راډیو سره په مرکه کې د افغانستان د وضعیت د ښه کېدو په اړه خوشبیني څرګنده کړه او ویې‌ویل:

"یوه مسئله د پخوا په پرتله له سولې سره د طالبانو زیاته علاقه ده، بله د اختر په ورځو کې د اوربند ټینګېډل او د بندیانو خوشې کېدلو مسئله ده چې په دې ورځو کې ډېرې خبرې ورباندې کېږي، نو د ځیني پرمختګونو لپاره اميد شته، خو دا اوږده لار ده."

زلمي خلیل‌زاد پر دې ټینګار وکړ چې د سولې د حرکت پړی به د افغانانو په لاس کې وي.

زلمي خلیل‌زاد پر دې ټینګار وکړ چې د سولې د حرکت پړی به د افغانانو په لاس کې وي.
زلمي خلیل‌زاد پر دې ټینګار وکړ چې د سولې د حرکت پړی به د افغانانو په لاس کې وي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د سیاسي چارو مرستیال میروسلاف ینچا د افغانستان د حکومت د سولې هڅې او د نوي اوربند پلان ستایلی دی.

هغه په افغانستان کې د جنګ د پای ته رسېدو لپاره د سیاسي هڅو او ډیالوګ پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د غوښتنې په صورت کې ملګري ملتونه مرستې ته تیار دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال: په افغانستان کې د جنګ د پای ته رسېدو لپاره، د غوښتنې په صورت کې ملګري ملتونه مرستې ته تیار دي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو له سیاسي دفتره په خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوه، ویل شوي چې میروسلاف ینچا په کابل کې د افغانستان د حکومت له استازو او خپلواکو «غیر دولتي» سیاسي مشرانو سره د حکومت او طالبانو د سولې پر مختلفو اړخونو خبرې کړې دي.

د خلکو د سولې ولسي حرکت به نن د کابل په غازي سټډیوم کې غونډه وکړي.
د خلکو د سولې ولسي حرکت به نن د کابل په غازي سټډیوم کې غونډه وکړي.

د افغانستان د حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکرو له پیل سره د مرستې لپاره د هڅو په لړ کې به نن د خلکو د سولې ولسي حرکت، د کابل په غازي سټډیوم کې غونډه وکړي.

د سولې د ولسي حرکت ویاند بسم‌الله وطندوست پرون ازادي راډیو ته وویل چې په غونډه کې به پر دې چې ولسونه څرنګه کولای شي چې د سولې لپاره د حکومت او طالبانو ترمنځ منځګړیتوب وکړي، خبرې وشي.

XS
SM
MD
LG