د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۱

دې ګلوب پوسټ، د افغان حکومت د سولې پلان څېړلی


  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه تحلیلي مطلب کې د افغانستان په شمال کې افغان حکومت ته د اسلامي دولت ډلې یا داعش د لسګونه وسله‎والو د تسلیمېدو موضوع څېړلې ده.

د افغانستان په شمال کې د داعش د خراسان څانګې قوماندان مولوي حبیب‌الرحمان له خپلو نږدې ۲۵۰ جنګیالیو سره یوځای له وسله‎والو طالبانو څخه وتښتېد او افغان حکومت ته تسلیم شو، څو طالبان‌یې ونه‌نیسي.

نیویارک ټایمز د افغان چارواکو له قوله لیکي چې وايي، د نورو ډلو له وسله‎والو سره چې له بشري حقونو سرغړونې یې نه‎وي کړي د حکومت د رسمي بهیر له لارې سوله کېږي، خو د داعش په برخه کې مسئله داسې نه‎ده.

ورځپاڼه وړاندې لیکي چې د داعش ډلې په تسلیم شویو جنګیالیو کې تقریباً ۱۰۰ کسان له ۱۸ کلونو کم عمر لري او کله‌یې چې د لومړي ځل لپاره بې‌ږیرې ژورنالېستان او دولتي مأمورین ولیدل، نو هک حیران پاتې وو او ویل یې چې دوی کافران دي.

موږ له داعش ډلې سره سوله نه‌غواړو ځکه دا یوه نړیواله ترورېستي ډله ده.

نیویارک ټایمز لیکي چې د جوزجان د پولیسو ځیني چارواکي په غصه وو او ویل‌یې چې ولې حکومت دې داعشیانو ته د مېلمنو په شان قدر او عزت ورکوي، په‎داسې حال کې چې باید پرېښي یې وی چې طالبانو وژلي وی.

خو ورځپاڼه د ملي امنیت د یوه چارواکي له قوله لیکي چې وايي، له دې داعشیانو سره به هغه مهال ګورو چې دوی په مرکز کې د دې ادارې توقیف ځایونو ته ننباسو.

دې چارواکي د خپل نوم نه‌ښودلو په شرط نیویارک ټایمز ته ویلي دي چې موږ له داعش ډلې سره سوله نه‌غواړو ځکه دا یوه نړیواله ترورېستي ډله ده.

  • دې ګلوب پوسټ

دې ګلوب پوسټ «The Globe Post» خپرونې په یوه تحلیلي مطلب کې د افغان حکومت د سولې پلان څېړلی دی.

په مطلب کې دا موضوعات څېړل شوي چې د سولې د بهیر مشري څوک کوي، دا بهیر کومې ځانګړتیاوې لري او څه کول په‎کار دي.

خپرونه لیکي چې وسله‎والو طالبانو د مجاهدینو د واکمنۍ پر ضد هم جګړه کوله او اوس‌یې له نږدې ۲۰ کلونو راهیسې یو ځل بیا د افغان حکومت پر ضد خونړۍ جګړه پیل کړې ده.

ګلوب پوست د مطلب په دوام زیاتوي، په روانو حالاتو کې چې د حکومت او ولس ترمنځ فاصله په زیاتېدو ده د افغان ولسمشر انحصاري کارپوهان او همداراز د خلکو د اړتیاوو په اړه د هغوی اټکلونه ښايي د دوامداره سولې د ټینګښت په مقصد د ګټورې پالېسۍ لپاره ښه انتخاب نه‎وي.

خپرونه لیکي، که ولسمشر غني غواړي چې افغانان د سولې د بهیر ملاتړ وکړي، نو باید په‎دې برخه کې بېلابېل نظریات او دلایل حتی هغه چې تر اوسه‌یې نتیجه نه‎ده ورکړې، په پام کې ونیسي.

XS
SM
MD
LG