د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۲

د کورنیو چارو وزارت د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي زر قضیې ارزولي


د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت چارواکي وايي، د افغان ژورنالېستانو او د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوسيې په دوو پړاونو کې تر څېړنو لاندې نیول شوې دي.

د دغه وزارت د جرایمو پر وړاندې د مبارزې عمومي رئیس فرید افضلي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۱۶» په کابل کې د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې د اجرااتو د نتایجو د بیانولو په هدف په یوې ناسته کې وویل، له ۱۳۸۱ لمریز کال نه‌یې ۱۳۹۴ کال پورې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۰۰۰ قضیې ارزولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته‌یې لېږلې دي.

ښاغلي افضلي زیاته کړه:

"کابو ۱۰۷۵ قضیې وې چې د شکایتونو پر اساس له ډېرو کلونو راهیسې ثبت شوې وې. پر دغو قضیو مو ګډ کار وکړ. په‎دې جمله کې مو ۷۰ قضیې ځانګړې کړي. له دې جملې مو ۳۳ قضیې بشپړې کړي. په‎دې تړاو مو ۶۹ کسان ونیول او اړوند څارنوالیو ته مو وسپارل."

ښاغلي افضلي وویل، سربېره پر دغو قضیو له ۱۳۹۴ لمریز کال وروسته چې د حکومت او رسنیو ترمنځ د ژورنالېستانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو د ارزولو په هدف ګډه کمېټه جوړه شوه، ۶۳ قضیې لرو چې په تړاو یې څه باندې ۲۰ کسان نیول شوي دي.

دا په‎داسې حال کې ده چې د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړه اداره وايي، ۱۳۹۶ لمریز کال د افغان ژورنالېستانو لپاره تر ټولو ناوړه کال و.

سربېره پر دې د ۱۳۹۷ لمریز کال په لومړیو کې په کابل کې په یوه ځان وژونکي برید کې د ازادي راډیو د ۳ خبریالانو په شمول ۱۱ تنه ووژل شول.

د افغانستان لویه څارنوالۍ چې د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې غړې ده، وايي چې دوی ته سپارل شوې دوسيې له قانون سره سمې څېړل شوې دي.

د لويې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي
د لويې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي

د لويې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وویل:

"دغو قضیو ته په جدیت او غوڅه توګه رسېده‎ګې شوې. محاکمو یې پر وړاندې حکم صادر کړی چې د خبریالانو پر وړاندې په‎کې د تاوتریخوالي عاملینو ته اشد مجازات، تر ۱۶ او ۲۰ کلونو پورې بند او نغدي جریمې شاملې دي. موږ د دې شاهدان یو او دغه حکمونه پلي شوي هم دي."

له دې سره سره افغان خبريال مبین احمد مؤحد ازادي راډیو ته وویل، اوس هم د دوی پر وړاندې، د ځینو دولتي چارواکو، د دولت د وسله‎والو مخالفینو او زورواکو له‎خوا تاوتریخوالی جاري دی.

د خبریالانو او د رسنیو د کار کوونکو د قضیو د څېړلو لپاره په ۱۳۹۴ لمریز کال کې د ولسمشر محمد اشرف غني په حکم د حکومت او خبریالانو ګډه کمېټه جوړه شوه.

په‎دغه ګډه کمېټه کې د افغان خبریالانو استازی حجت‌الله مجددي وايي، د یادې کمېټې فعالیتونه د قناعت وړ دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG