د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۱

جمیل وقار: په غزني کې په درېیو مواردو کې خبریالان ګواښل شوي


په غزني ولایت کې د روان کال په تېرو شپږو میاست کې د وسله‎والو طالبانو، امنیتي سرتېرو او ولسي خلکو له لوري یو شمېر خبریالان وهل شوي، تهدید شوي او ان په مرګ هم ګواښل شوي دي.

د چهارشنبې په ورځ د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې له لوري د غزني په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې له یوې جوړې شوې غونډې څخه وروسته په مرکزي زون کې د یادې کمېټې مشر جمیل وقار ازادي راډیو ته وویل، د جون میاشتې تر اخري نېټې پورې په درېیو مواردو کې خبرلان ګواښل شوي.

دی وايي:

"غزني کې درې موارده لرو:

  • یو مورد یې د ملکي خلکو له لوري ده چې د شېراباد د پېښې په خاطر په اعتراض راوتلي وو، لاریون یې کړی وو او دلته یو خبریال په‎کې وهل شوی و
  • د دې ترڅنګ له زونه ځینې امنیتي مسوولین راغلي وو، په‎دې حال کې یې یو خبریال له صحنې ایستلی و، هلته یې توهین او تحقیر کړی وو
  • د دې ترڅنګ کله چې وسله‎والو طالبانو له محلي رسنیو څخه مالیه غوښته، دوه تنه خبریالان چې په یوه قضیه کې وو، په‎دغه قضیه باندې تهدید شوي وو، له دوی یې د مالیې غوښتنه کوله چې له دوی سره د مالیې صلاحیت نه وو."

که یوې خوا ته په غزني کې نارینه خبریالان د دولت ضد وسله‎والو، امنیتي سرتېرو او ولسي خلکو له لوري ګواښل کېږي، خو په‎دغه ځای کې د ښځینه خبریالانو د اتحادیې مشره خدیجه روحاني بیا وايي، له ښځینه خبریالانو سره توپیري چلند کېږي.

نوموړې وايي:

"په غزني کې د ښځینه خبریالانو په وړاندې خنډونه دا دي:

  • د دوی امنیت سم نه‎دی.
  • دوهم دا چې دوی ته معاشونه پر وخت نه ورکول کېږي، یوه خبریاله په غزني کې نهه یا لس میاشتې کار کوي، خو معاش نه ورکول کېږي."

که په افغانستان کې ډېری وخت له خبریالانو سره د تاوتریخوالي زیاتې پېښې په دولت، زورواکو او امنیتي سرتیرو پورې تړاو لري.

بل‎خوا د غزني ولایت ویاند محمد عارف نوري بیا وايي، په دا وروستیو کې څو ځله په غونډو کې امنیتي سرتېرو او دولتي کارکوونکو ته له خبریالانو سره د چلند په اړه معلومات ورکړل شوي دي، خو د دې ترڅنګ غېرې مسلکي خبریالان هم له ناسم چلنده کار اخلي، ځکه له ځینو مشکلاتو سره مخ کېږي.

د غزني ولایت ویاند محمد عارف نوري
د غزني ولایت ویاند محمد عارف نوري

ښاغلی نوري وايي:

"ټول امنیتي ځواکونه او دولتي کار کوونکو ته په درېیو او څلورو غونډو کې معلوماتو ورکړل شوي چې له خبریالانو سره باید څنګه چلند وکړي او ترڅنګ یې معلوماتو ته د لاسرسي د قانون په اړه هم معلومات ورکړل شوي دي، متاسفانه چې یوه ستونزه همیشه موجوده ده، کله چې دولتي مامورین له خبریالانو سره په لانجه اوړي، دوی همیشه دا فکر کوي چې مقابل لوری ملامت دی، حال دا چې ډېری غیرمسلکي کسان په رسنیو کې جذب شوي دي."

روان عیسوي کال په افغانسان کې د خبریالانو له‎پاره تر ټولو خونړۍ کال بلل کېږي چې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په وینا په دغه کال کې تر اوسه پورې نهه اتیا قضیې ثبت شوي دي چې ۱۱ تنه يې وژل چې درې تنه یې د ازادي راډیو خبریالان وو.

راپور: حبیب الرحمن تأثیر- غزني

XS
SM
MD
LG