د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

واشنګټن پوسټ: د امريکا او طالبانو تر منځ خبرې افغان جګړه کې پرمختګ دی


  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امريکا او طالبانو تر منځ خبرو ته پام کړی او لیکلې يې دي: دا اقدام د افغانستان په جګړه کې يو پرمختګ دی.

د ورځپاڼې په وينا، د کوچني اختر پر مهال موقتي اوربند او اوس د يوه لوړ پوړي امریکایي ډیپلوماټ او په قطر کې د طالب وسله والو تر منځ کتنه یو مهم پرمختګ دی.

واشنګټن پوسټ ليکلي:

د سولې لپاره د لېوالتيا په برخه کې امريکا او طالبانو توافق کړی چې خبرو ته به دوام ورکوي.

يوه طالب چارواکي: دوه اړخيزه ليدنه په دوحه کې په يوه هوټل کې شوې چې ډېرې مثبتې نښانې يې لرلې

ورځپاڼې د يوه طالب چارواکي له قوله ليکلي چې دوه اړخېزه ليدنه په دوحه کې په يوه هوټل کې شوې چې ډېرې مثبتې نښانې يې لرلې.

د افغان حکومت استازي چې په علني توګه د افغانانو په مشرتابه د سولې د ابتکار په اړه خبرې کوي، د طالبانو په وينا په قطر کې يې په ياده غونډه کې ګډون نه درلود.

د کوچني اختر پر مهال موقتي اوربند او اوس د يوه لوړپوړي امریکایي ډیپلوماټ او په قطر کې د طالب وسله والو تر منځ کتنه یو مهم پرمختګ دی.
د کوچني اختر پر مهال موقتي اوربند او اوس د يوه لوړپوړي امریکایي ډیپلوماټ او په قطر کې د طالب وسله والو تر منځ کتنه یو مهم پرمختګ دی.

د واشنګټن پوسټ په وينا، د دې دليل چې طالبانو څه ډول په دوحه کې په مذاکراتو کې ګډون وکړ ډېر روښانه هم نه دی خو یو شمېر کارپوهان وايي:

سخت دريځې د جګړې په ډګر کې برلاسي دي او د سولې د خبرو لپاره هېڅ ډول انګېزه نه ويني، نو ښايي مشران يې حيران شوي وي چې د جون مياشتې اوربند ورته فرصت برابر کړ چې د خپلو غوښتنو لپاره امریکا تر فشار لاندي راولي.

  • ګارډين ورځپاڼه

بریتانوي ورځپاڼې ګارډين لیکلي:

د داعش ډلې په حملو کې زياتوالي ته په کتو، افغانستان او امریکا ښايي په دې جګړه کې له طالبانو د مرستې غوښتنه کړې وي.

د ورځپاڼې په وينا، د داعش وروستۍ حملې ښايي د ننګرهار ولايت په لسو ولسوالیو کې د افغان او امريکايي ځانګړو ځواکونو عملیاتو په عکس العمل کې وي.

ګارډين دا هم ويلي چې د طالبانو او داعش ډلې تر منځ د مځکې پر سر او سیاسي مخالفتونه له ۲۰۱۴میلادي کال راهيسې دوام لري.

یو شمېر څېړونکو ورځپاڼې ته ويلي چې په افغانستان کې د داعش په اړه د امریکا اندېښنه د ايران او امریکا هم ده او دا په داسې حال کې ده چې روسیه او ايران دواړه له طالبانو سره د وسلو په برخه کې او نظامي مرستې کوي.

د داعش وروستۍ حملې ښايي د ننګرهار ولايت په لسو ولسوالیو کې د افغان او امريکايي ځانګړو ځواکونو عملیاتو په عکس العمل کې وي.
د داعش وروستۍ حملې ښايي د ننګرهار ولايت په لسو ولسوالیو کې د افغان او امريکايي ځانګړو ځواکونو عملیاتو په عکس العمل کې وي.

د ګارډين په ويناوو ويل کېږي د داعش ډلې خراسان څانګه د طالبانو له تښتېدلو غړيو، له عراق او سوريې څخه تښتېدلو سخت دريځو او د سوډان، چيچينیا، ازبکستان او تاجکستان له سخت دريځو جوړه ده.

په داسې حال کې چې داعش ډله د افغانستان په ختيځ او شمال کې په تهديد بدله شوې ده، شاوخوا دوه نيم سوه سخت دريځې يې په جوزجان ولايت کې د سې شنبې په ماښام افغان ځواکونو ته تسلیم شول.

د جوزجان د چارواکو په وینا، داعش سخت دريځې په درزاب ولسوالۍ کې د طالبانو د جګړې تر فشار لاندې راغلي وو او له دولت سره یو ځای شول.

  • ټايمز ورځپاڼه

ټايمز ورځپاڼې د افغانستان د ولسمشريزو انتخاباتو د نېټې په اړه ليکلي دي.

د ورځپاڼې په وينا، د راتلونکي کال د حمل مياشتې انتخابات چې تر هغه مخکې د سږ کال په ميزان مياشت کې د ملي شورا انتخابات له ځينو ستونزو سره مخامخ دي.

ټايمز: امنيت یوه ډېره مهمه مسئله ده، ښايي انتخابات له ستونزو سره مخامخ شي

لومړی د ټايمز په وينا، امنيت یوه ډېره مهمه مسئله ده.

وروسته ښايي انتخابات له ستونزو سره مخامخ شي او د لاس وهنو او درغليو تورونه پورې شي.

د انتخاباتو د کمېسیون د پريکړې پر اساس، د ولسمشرۍ انتخاباتو ته نوماندان به تر نوومبر مياشت مخکې نومونه ثبت کړي.

امنيت یوه ډېره مهمه مسئله ده، ښايي انتخابات له ستونزو سره مخامخ شي.
امنيت یوه ډېره مهمه مسئله ده، ښايي انتخابات له ستونزو سره مخامخ شي.

تايمز دا هم ليکلي چې ويل کېږي، ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا د پنځه کلنې دورې لپاره ځان کانديد کړي او دا په داسې حال کې چې د ورځپاڼې په وينا د ۲۰۱۴میلادي کال په انتخاباتو کې د درغليو تورونه وو چې د اعتراضونو په نتيجه کې د عبدالله عبدالله له ټيم سره د ملي وحدت حکومت جوړ شو.

XS
SM
MD
LG