خبرونه
د جلالاباد ښار امنیت د ملي اردو ځواکونو ته وسپارل شو
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، سر له نن ورځې «چهارشنبه» د جلالاباد ښار امنیت د نورو ځواکونو تر څنګ د ملي اردو ځواکونو ته وسپارل شو.
د ننګرهار والي حیاتالله حیات پرون ناوخته په یوې اعلامیه کې د کډوالو د چارو پر ریاست وروستي برید ته په اشارې، وویل:
"د ننګرهار د والي او د دې ولایت د اوسېدونکي په توګه ورته نور د دې ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې روان امنیتي وضعیت د قناعت او منلو وړ نهدی."
نوموړي زیاته کړې چې د قول اردو د قوماندانۍ په همکارۍ یې د جلالاباد ښار لپاره بېړني او ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي دي.
په عین حال کې د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش پرون سې شنبه ماښام ازادي راډیو ته وویل، داعش او نور وسلهوال غواړي پر ولسي اهدافو د بریدونو په کولو سره پر حکومت د ننګرهار د خلکو بېباوري رامنځته کړي.
ښاغلي رادمنش وویل، جلالاباد ښار کې به امنیتي او دفاعي ځواکونه، نویو ګواښونو ته په پام خپل تدابیر او په ښار کې دننه عملیات پراخ کړي.
د یادونې وړ ده چې د ننګرهار مرکز جلالاباد په وروستیو میاشتو کې پرلهپسې د خونړیو بریدونو او چاودنو شاهد دی چې په لسګونه کسان پهکې مړه او ټپیان شوي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
لبنان کې د اسراییلو هوايي برید؛ د حزبالله د یوه جګپوړي قومندان په ګډون ۱۴ کسان وژل شوي
اسراییل پرون جمعه د لبنان د پلازمېنې بیروت په یوه ګڼ مېشته سیمه کې په یوه نادره برید کې د حزبالله یو جګپوړی قومندان وواژه.
دا په لسیزو کې په بیروت کې تر ټولو خونړی برید وچې د لبناني چارواکو په وینا، لږترلږه ۱۴ کسان پهکې ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
د اسراییل د پوځ ویاند ډانیل هګاري وویل، د بیروت په جنوب کې په دغه برید کې د حزبالله د ځانګړي رضوان ځواک مشر ابراهیم عقیل او د دې ډلې لس نورغړي ووژل شول.
حزبالله پرون د ورځې ناوخته په یوه بیان کې د عقیل وژل کېدل تایید کړل او هغه یې د دې ډلې یو له لوړپوړو مشرانو وباله.
د حزبالله ملاتړي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني دا یوه ناوړه حمله او له بشري حقونو سرغړونه وبلله او ویې ویل چې باید نړیواله ټولنه هغه په کلکه وغندي.
په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالي روزمیري ډیکارلو له ټولو هغو هېوادونو چې پر اسراییل او حزبالله نفوذ لري وغوښتل چې د شخړو د پراختیا د مخنیوي لپاره هڅې وکړي.
په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي له امریکایي وګړو وغوښتل چې په اوس وخت کې لبنان ته له سفر کولو ډډه وکړي او هغوی چې هلته دې، فوراً دې له دې هېواده ووځي.
د افغانستان دوه ملي لوبډلې سیالۍ لري
ټاکل شوې چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن په نړیوال جام کې د ګروپي پړاو وروستۍ سیالي له اکراین سره ترسره کړي.
ازبکستان د دغوسیالیو کوربه دی.
د نننۍ لوبې په ګټلو سره افغان لوبډله بل پړاو ته د رسېدو چانس لري.
دغه راز ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا یکشنبې له جنوبي افریقا سره د درې یو ورځنیو لوبو وروستۍ لوبه ترسره کړي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون جمعه د جنوبي افریقا لوبډلې ته په دوهمه لوبه کې هم په لوی توپیر ماتې ورکړه.
افغان لوبډلې د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه چې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۳۱۱ منډې وکړې.
جنوبي افریقا یوازې ۱۳۴ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.
د جرمني صدراعظم په نیویارک کې د نړۍ له یو شمېر مشرانو سره لیده کاته کوي
د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ به راتلونکې اوونۍ په نیویارک کې د نړۍ له یو شمېر مشرانو سره وګوري.
ټاکل شوې ده چې شولڅ د سپټمبر په ۲۱مه د ملګرو ملتونو د راتلونکي په سرمشریزه کې د ګډون لپاره متحده ایالاتو ته ولاړ شي، چېرې چې هغه به د ملګرو ملتونو د اصلاحاتو پلان وړاندې کړي.
د جرمني حکومت ویلي چې صدراعظم به د سپټمبر په ۲۳مه د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره خبرې وکړي.
دوی دواړو وروستی ځل دوه اوونۍ مخکې په فرانکفورت کې سره کتلي وو.
زیلینسکي به په متحده ایالاتو کې ته په سفر کې د متحده ایالاتو له ولسمشر جو بایډن او د دې هېواد له نورو مشرانو سره په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خپل د بریا د پلان په اړه بحث وکړي.
شولڅ به د سپټمبر په ۲۳مه د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان او د برازیل له ولسمشر لويس ايناسيو لولا دا سيلوا سره هم خبرې وکړي.
اروپايي ټولنه د اوکراین د بیارغونې لپاره ۳۹ میلیارد ډالره پور ورکوي
اروپايي ټولنه د اوکراین د بیارغونې لپاره د ۳۹ میلیارد ډالره پور خبر ورکوي.
د اروپايي کمېسیون مشرې ارزولا وان دیرلین دا اعلان پرون کییف ته د سفر پرمهال وکړ او دا اقدام یې د اوکراین له بیارغونې سره یوه بله لویه ژمنه وبلله.
مېرمن وان دیرلین وویل، د روسیې د بېرحمانه یرغل معنا دا ده چې اوکراین د اروپايي ټولنې دوامداره ملاتړ ته اړتیا لري.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي له مېرمن وان دیرلین سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې د روسیې د یرغل پر وړاندې د ده د هېواد د بریا پلان په روان کال کې د اوکراین د متحدانو په چټکو پرېکړو متکي دی.
زیلینسکي زیاته کړه چې اوکراین په پام کې لري د اروپايي ټولنې د پور پیسې د هوايي مدافعې پر تجهیزاتو، انرژۍ او د کورنیو وسلو په پېرلو ولګوي.
اسراییلو د حزبالله یو بل جګپوړی قوماندان وواژه
اسراییلو پرون د حزبالله یوبل جګپوړی قوماندان د پلازمېنې بیروت په جنوبي لمنو کې په یوه هوايي حمله کې وواژه.
د اسراییلو پوځ په یوه بیان کې وویل چې عقیل د ایران پلوې حزبالله ډلې د پوځي څانګې مهم مشر و او په عین حال کې یې د رضوان په نوم د دې ډلې د ځانګړي ځواک سرپرستي هم کوله.
د بیان له مخې عقیل د حزبالله له ۱۰ نورو جګپوړو پوځي قوماندانانو سره یوځای وژل شوی دی.
د اسراییل پرونی برید، وروسته له دې چې د حزبالله د مخابرې په وسایلو کې چاودنو ۳۷ کسان ووژل او زرګونه نور یې ټپیان کړل، دې ډلې ته یوه بله لویه ضربه بلل کېږي.
باور دا دی چې دا حمله به هم اسراییلو کړې وي، خو اسراییلو دا احتمال نه رد کړی او نه تایید کړی دی.
په اسلامآباد کې د تاجکستان سفیر د پاکستان له دفاع وزیر سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي
په اسلامآباد کې د تاجکستان سفیر د پاکستان له دفاع وزیر سره په کتنه کې د افغانستان او نورو سیمهییزو مسایلو په اړه خبرې کړي.
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په یو بیان کې وویل چې د دې هېواد سفیر یوسف شریفزاده د پاکستان د دفاع له وزیر خواجه محمد آصف سره په اسلامآباد کې وکتل.
د بیان له مخې، دواړو لورو په افغانستان کې د روان امنیتي، سیاسي او ټولنیز وضعیت په اړه چې د دوی په وینا د سېمې پر امنیت مستقیم اغېز لري خبرې وکړې.
د طالبانو حکومت د منځنۍ آسیا له ډېری هېوادونو سره نسبتاً ښه اړیکي پالي، خو له تاجکستان سره یې اړیکي ساړه دي.
له پاکستان سره هم د افغانستان اړیکي نه یوازې د طالبانو په واکمنۍ کې بلکې په تېرو څه باندې څلورو لسیزو کې ترینګلي دي.
د خوست په غلام خان بندر کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو جګړه د شپې ترناوخته روانه وه
د خوست ولایت په غلام خان بندر کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو جګړه پرون له یوې وقفې وروسته د شپې ترناوخته پورې روانه وه.
عیني شاهدانو بېګا ناوخته د جګړې له سیمې ازادي راډیو ته وویل چې تراوسه هم د دواړو خواوو ترمنځ د توغندیو خال خال ډزې روانې دي.
د عیني شاهدانو په وینا جګړې ته له نږدې سیمو څخه ځینې خلک له خپلو کورونو وتلي دي.
د غلام خان بندر کمیسار بلال جان وردګ پرون د جګړې له پیلېدو وروسته ازادي راډیو ته وویل چې د ډیورنډ کرښې له بلې خوا د هاوان د مرمیو د لګېدو له کبله یو طالب وژل شوی دی.
دې طالب چارواکي ادعا وکړه چې په جګړه کې درې تنه پاکستاني سرتېري هم وژل شوي دي، خو پاکستاني لوري تراوسه د پرونۍ جګړې او د هغې د مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
د روانې سپټمبر میاشتې په پیل کې هم د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه شوې وه.
کرکټ؛ افغانستان په لومړي ځل له سویلي افریقا لوبلړۍ وګټله
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د سویلي افریقا لوبډلې ته د درې یو ورځنیو سیالیو په لومړنیو دوه لوبو کې ماتې ورکړه.
دوهمه سیالي چې نن جمعه د سپټمبر په ۲۰مه نېټه پیل شوې وه، افغان لوبډلې د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه.
افغانستان د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۱۱ منډې وکړې.
په افغان توپوهونکو کې رحمنالله ګربز ۱۰۵، عظمتالله عمرزي ۸۶ او رحمت شاه ۵۰ منډې وکړې.
سویلي افریقا د هدف په تعقیب یوازې ۱۳۴ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.
د یادې لوبډلې مخکښ منډه جوړونکی لوبډلمشر ټیمبا بووما وو چې ۳۸ منډې یې کړې وې.
افغان لوبډلې ته په توپ اچونه کې راشدخان ۵، ننګیالي خروټي ۴ او عظمتالله عمرزي یوه وېکټ واخیسته.
د دې سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه راشدخان وګټله.
د ویلو ده چې دواړه لوبډلې به د لوبلړۍ وروستۍ سیالۍ د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۲مه نېټه د یکشنبې په ورځ ترسره کوي.
کرکټ؛ افغانستان په دوهمه یو ورځنۍ لوبه کې سویلي افریقا ته د ۳۱۲ منډو هدف ورکړ
د افغانستان او سویلي افریقا ترمنځ دوهمه یو ورځنۍ سیالي نن جمعه د سپټمبر په ۲۰مه نېټه د کابل پر وخت مازدیګر ۴:۳۰ نیمې بجې پیل شوې چې د افغان لوبډلې د توپوهنې پاڼۍ بشپړه شوه.
د دې سیالۍ پچه افغانستان وګټله او توپوهنه یې غوره کړه.
افغان لوبډلې د ۴ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۳۱۱ منډې وکړې.
په افغان توپوهونکو کې رحمن الله ګربز ۱۰۵ منډې وکړې چې د لومړي افغان په توګه یې د سویلي افریقا پر وړاندې خپله سلیزه ثبت کړه.
دغه راز نوموړي د افغان کرکټ په تاریخ کې د یو ورځنیو سیالیو په فارمټ کې د ډېرو ۷ سلیزو ریکارډ هم جوړ کړ.
دغه راز په دې سیالۍ کې عظمت الله عمرزی په ۸۶ منډو ناسوځېدلی پاتې شو او رحمت شاه بیا په ۵۰ منډو وسوځېد.
سویلي افریقا به په څو شېبو کې خپله توپوهنه پیل کړي.
د دې لوبلړۍ لومړۍ سیالي افغانستان ګټلې ده.
دیرلاین: اروپايي کمېسیون به اوکراین ته تر ۳۹ میلیارد ډالرو پورې نوی پور ورکړي
د اروپایي کمېسیون مشرې اور زلا فون دیرلاین نن جمعه له کییف څخه د کتنې په ترڅ کې اعلان وکړ چې دا کمېسیون به اوکراین ته تر ۳۹ میلیارد ډالرو پورې نوی پور ورکړي.
نوموړې دا د اوکراین له رغونې سره د اروپایي ټولنې بله لویه مرسته وبلله.
مېرمن فون دیرلاین نن جمعه په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې په یوه بیان کې ولیکل چې د روسیې د بې رحمانه بریدونو له کبله اوکراین دغې مرستې ته اړتیا لري.
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي له نوموړې سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې هېواد یې د روسیې پر وړاندې جګړه کې د بري پلان لري او دا روان کال د دې هېواد د متحدینو په چټکو پرېکړو پورې تړلی دی.
زیلینسکي وویل، اوکراین به له دغو پیسو د هوایي مدافعې، انرژۍ او په داخل کې د تولید شویو وسلو د پېرلو په چارو کې کار واخلي.