د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۴

طالبانو ته د امن سیمو په نوم د څو ولایتونو سپارل او د ولسي جرګې غبرګون!


وروسته له هغې چې وسله‌والو طالبانو ته د امن په نوم د یو شمېر سیمو د سپارلو د بحث په اړه راپورونه خپاره شول، د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت کمیسیون وايي چې دغه ډول اقدام په افغانستان کې د سولې د تأمین لامل نه‌شي کېدای.

دې کمېسیون وسله‎والو طالبانو ته د امن سیمو په نوم د څو ولایتونو د سپارلو په اړه غبرګون ښودلی دی.

د دې کمېسیون مرستیال عبدالحی اخندزاده د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۰۹» ازادي راډيو ته وویل چې که دغه ډول مسایل رښتیا وي، نو په وینا یې دا داسې معامله ده چې افغانستان په هېڅ ډول سولې ته نه‎شي رسولای.

نوموړی وايي:

"طالبانو سره باید سوله وشي، خو په سوله کې باید تر هر څه دمخه نور مهم مسایل لکه، د اساسي قانون مسئله، راتلونکي انتخابات او یو شمېر نورو موضوعات دي چې خبرې پرې وشي، په ولایتونو دې له هغوی سره معامله نه‌کېږي، زه فکر کوم چې دا مسایل باید له ټولو افغانانو سره شریک وي، ځکه که امریکایان په یوازې ځان مسقیماً له دوی «طالبانو» سره کومه معامله کوي، نو دا به د افغانانو لپاره هېڅ د منلو وړ نه‎وي او نورې ستونزې به پیدا کړي."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې تازه یو شمېر پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې وسله‎والو طالبانو له امریکا سره په لومړیو خبرو اترو کې د ۱۳ ولایتونو د واک غوښتنه کړې ده.

د امت په نوم پاکستانۍ ورځپاڼې د قطر په دفتر کې د وسله‎والو طالبانو د ویاند سهیل شاهین له قوله لیکلي چې امریکايي چارواکي نه یوازې دا چې له وسله‎والو طالبانو سره مخامخ خبرو ته تیار دي، بلکې د طالبانو په غوښتنو هم غور کوي.

د قطر په دفتر کې د وسله‌‎والو طالبانو ویاند سهیل شاهین
د قطر په دفتر کې د وسله‌‎والو طالبانو ویاند سهیل شاهین

په راپور کې دا هم راغلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ پرېکړه شوې چې د خبرو اترو په مسئله کې باید درېیم اړخ شامل نه‎شي، خو که امریکا وغواړي له افغان حکومت سره په‎دې اړه مشوره کولای شي.

له دې وړاندې د روېټرز خبري اژانس هم د وسله‎والو طالبانو د سرچینو په حواله خبر ورکړی چې د دغې ډلې استازو او د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الېس ولز په قطر کې کتلي او مخامخ‌يې سره خبرې کړې دي.

د طالبانو یوه چارواکي چې په‎دې خبرو کې د طالبانو د څلور کسیز پلاوي غړی و او نوم‌یې نه‎دی په ډاګه شوی، روېټرز ته ویلي، د دوحې غونډه چې په یوه دوستانه فضا کې ترسره شوه، ډېر مثبت پیغامونه درلودل.

طالبانو له امریکا سره په لومړیو خبرو اترو کې د ۱۳ ولایتونو د واک غوښتنه کړې.

که څه هم د دې ناستې ډېر جزئیات نه‎دي په ډاګه شوي، خو روېټرز د دغه طالب چارواکي له قوله ویلي چې د دواړو لورو ترمنځ پرېکړه شوې چې راتلونکې میاشت به په ترکیه، قطر او یا هم سعودي عربستان کې مخامخ خبرې ولري.

په ورته وخت کې د افغانستان جمهوري ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي له ازادي راډيو سره په خبرو کې دغه ډول راپورونه رد کړل او دا يې له حقیقته لیرې وبلل.

په همدې حال کې د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ ویلي و چې د افغانانو سرنوشت د دوی په خپل لاس کې دی.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

نوموړی وايي:

"د افغانستان د سرنوشت مسئله په افغانانو پورې تړلې ده او هېڅ‌چا دا دعوه نه‎ده کړې چې د افغانستان د سرنوشت پر سر له طالبانو سره خبرې اترې کوي، بلکې د افغان دولت او وسله‎والو طالبانو ترمنځ د خبرو اترو د پیل په هدف تماسونه وو، تماسونه شته او تماسونه به دوام پیدا کړي."

له دې وړاندې افغان ولسمشر او د افغانستان د سولې عالي شورا هم په وار وار ټینګار کړی چې د سولې خبرې اترې به یوازې د افغانانو په مالکیت او مشرۍ ترسره کېږي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG