د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۴

وال ستریټ ژورنال: امریکا د طالبانو له استازو سره وکتل 


د امریکا وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه د سرچینو په حواله وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیاله، الیس وېلز د یوه لوړ رتبه پلاوي په مشرۍ د قطر پلازمېنې دوحې ته تللې او هلته یې د طالبانو له استازو سره کتلي دي.

د ورځپاڼې په حواله، داکتنه په روانه اوونۍ کې شوې او هدف یې د افغانستان دننه د سولې د حرکتونو پياوړي کول دي.

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې لیکلي چې په افغانستان کې د درې ورځني اوربند ټينګېدلو، افغانانو ته زمینه برابره کړه چې د سولې خوند واخلي.

الیس ویلز د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله ده.

دوحې ته د مېرمن وېلز د دې سفر د جزئیاتو په اړه د وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې ایمیل ته ځواب نه دی ورکړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د وسله والو طالبانو سرچینو هم د مسئلې د جزئیاتو له څرګندولو ډډه کړې ده.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي، د خپل هویت د پټ پاتې کېدو په شرې، ورځپاڼې ته ویلي چې امریکا تیاره ده چې د افغانستان له حکومت سره په هماهنګۍ، هره لار چې دا هېواد د سولې د ټینګښت پر لور بیایي، و ازمويي او خپله کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دې سرچینې ویلي چې الېس وېلز د سې شنبې په ورځ له دوحې کابل ته ورسېده.

د وال سټريټ ژورنال په وینا، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې له طالبانو سره مذاکرې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ وي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد، نصرالله ستانکزي نن له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل:

نصرالله ستانکزی
نصرالله ستانکزی

"زما په باور که داسې ملاقات شوی وي او دقیقاً، د طالبانو د تحریک په استازيتوب داسې کتنه شوې وي، د افغانستان د سولې پروسې او په دې هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره یو اغېزمن ګام دی."

امریکايي چارواکو ویلي چې په وروستیو کې د وسله والو طالبانو له لوري له سولې سره جدي تمایل لیدل کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو د جون په میاشت کې وویل چې غواړي د افغانستان له حکومت او وسله والو طالبانو سره کار وکړي او د سولې یو تړون رامنځته کړي.

پومپیو ویلي و چې حتا په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور په اړه خبرو ته تیار دی.

د افغانستان دفاع وزیر طارق شاه بهرامي پرون چهارشنبه په پکتیا کې امنیتي ځواکونو ته وویل چې حکومت ښايي په نېږدې وخت کې بیا اوربند اعلان کړي.

طارق شاه پر سیمه ییزه اداره او امنیتي ځواکونو غږ وکړ چې د حکومت د سولې د پروګرام د عملي کولو لپاره تیاري ولري.

ښاغلي بهرامي ونه ویل چې اوربند دقیقاً، بیا څه وخت اعلانېږي.

د کوچني اختر اوربند
د کوچني اختر اوربند

خو امریکايي چارواکي په خبرو کې، د لوی اختر په ورځو کې د دوهم اوربند د ټینګېدو امکان ته اشاره کوي او وايي چې حتا د دومره کوچني ګام پورته کېدل به هم د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG