د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۱ زمری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۱۸

افغانستان

ننګرهار والي: امنیتي ځواکونه د خلکو خونديتوب لپاره چمتووالى لري

د ننګرهار والي ډاډ ورکوي چې امنیتي ځواکونه له بل هر وخت د خلکو د خونديتوب لپاره چمتووالى لري.

حیات الله حیات په جلال اباد ښار کې د قابله ګانو پر روزنیز مرکز د وسله والو مخالفینو له پروني بريد وروسته دا خبره وکړه.

هغه بريد د جلال اباد ښاریان او د ولایتي شورا غړي اندیښمن کړي دي.

ښاغلي حیات د یکشنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل، د دولت د وسلوالو مخالفینو ګواښونه دومره جدي نه دي.

د ده په خبره په تېره یوه میاشت کې د داعش ډلې ۲۱۷ جنګيالي له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي او په همدغه موده کې په جلال اباد ښار کې ۱۱۷ نور مشکوک وسلوال نیول شوي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر اسلام اباد ته ځي

امیرخان متقي
امیرخان متقي

تمه ده چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ روانه اونۍ پاکستان ته سفر وکړي.

امیرخان متقي به د دوشنبې په ورځ اسلام اباد ته ولاړ شي او د پاکستان له یوشمیر سیاسي او نظامي چارواکو سره به پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.

دا سفر په داسې وخت کې کیږي چې د پاکستان حکومت له هغو افغان کډوالو چې د ( پي او ار) کارتونه لري غوښتې دي چې له پاکستانه ووځي.

پاکستان د جولای په یو دیرشمه نیټه په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي دي چې د ( پي او ار) کارتونه رسمي موده د جون په دیرشمه پای ته رسیدلې ده نو اوس د دې کارتونو درلودونکي اړ دي چې له پاکستانه ولاړ شي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله متحد عربي اماراتو ته ځي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د پاکستان او متحده عربي اماراتو په وړاندې په درې اړخیزو لوبو کې برخه واخلي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي دي چې د شل اورونو دا لوبې به د اګست له نهه ویشتمې پيل شي، هره لوبډله به له یوه بل سره دوه ځله مسابقه وکړي او دوه غوره لوبډلې به د سپتمبر په اوومه په پایلوبه کې برخه واخلي.

دا سیالۍ د اسیا جام د چمتوالي لپاره دي. د اسیا د کرکټ د اتلانو جام د سپتمبر په نهمه په متحد عربي اماراتو کې پيلیږي.

صداقت ایف سي فوتسال لوبډلې اتلولي خپله کړه

د افغانستان د فوتسال د ملي لوبډلې غړي
د افغانستان د فوتسال د ملي لوبډلې غړي

د افغانستان صداقت ایف سي فوتسال لوبډلې د غوره لیګ د څلورم پړاو اتلولي خپله کړه.

دې لوبډلې په پایلوبه کې نورزاد ایف سي لوبډلې ته پرون په کابل کې درې د یوه په وړاندې ماتې ورکړه.

د افغانستان د فوتسال د غوره لیګ په دې سیالیو کې چې د جون په شپاړسمه د لسو لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، نوي مسابقې پکې د تګ او راتګ په ډول ترسره شوې.

امریکا پر افغاني وارداتو تعرفه لوړه کړه

ولسمشر ټرمپ
ولسمشر ټرمپ

د امریکا متحد ایالتونو له افغانستان څخه په وارداتو تعرفه پنځلس فیصده ته لوړه کړه.

د امریکا ولسمشر ډانالډ ټرمپ پنجشنبه یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ چې له مخې به یې په راتلونکو اوو ورځو کې د افغانستان په شمول له لسګونو هیوادونو څخه په وارداتو نوې تعرفې ولګول شي.

شاوخوا څلور میاشتې وړاندې، امریکا له افغانستان څخه په وارداتو ۱۰ سلنه تعرفه اعلان کړې وه چې اوس دا پنځلس فیصدو ته زیاته شوه.

دافغانستان دفوټبال پخوانی روزونکی د هالند د فوټبال د ۱۸ کلنو ښکته لوبغاړو روزونکی وټاکل شو

انوش دستګیر ، وسط
انوش دستګیر ، وسط

انوش دستګیر دافغانستان دفوټبال پخوانی روزونکی د هالند د فوټبال د ۱۸ کلنو ښکته لوبغاړو روزونکی وټاکل شو.

دستګیر پرون پنجشنبې په خپله فیسبوک پانه کی ولیکل چې د هالند د ۱۸ کلنو ښکته لوبغاړو د روزونکی قرارداد یی لاس لیک کړی دی .

انوش دستګیر له ۲۰۱۸ کال نه تر ۲۰۲۲ کال پورې دافغانستان د فوټبال د ملی ټیم روزونکی وو.

په کابل کې څلور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له زندانه ازاد شول

دافغانستان د خبریالانو مرکز د پنجشبنې په ورځ رپوټ ورکړ چې په کابل کې څلور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له زندانه ازاد شول.

د ځوانانو راډیو مرستيال اسلام‌گل توتاخېل او د بیګم راډیو خبریال احمدضیاء امان‌یار، چې شپږ میاشتې مخکې بنديان شوي وو او همداراز په کابل کې د رسنیزې محتوا تولیدوونکي شرکت «پیکسل» کارکوونکي احمد نويد اصغري او مشتاق احمد حليمي، له دوو اونیو بند وروسته له زندانه ازاد شول.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د یادو خبریالانو او رسنيزو فعالانو د ازادېدو هرکلی کړی خو وایي چې د دوی ازادي باید له پیله نه وای سلب شوې.

د طالبانو د څلور کلنې واکمني په جریان کې په خبریالانو فشار او محدودیتونه زیات شوي او ګڼ شمیر اړ شوي چې هیواد پریږدي.

د م.م. متخصصان وايي، داعش د انترنیټ له لارې افراطیت ته خلک وربولي

د ملګرو ملتونو متخصصان وايي، د داعش خراسان څانګه، چې مرکز یې په افغانستان کې دی، د پیغام رسونې د خوندي اپلېکېشنونو او ټولنیزو رسنیو له لارې خلک افراطي کوي او دا مهال امریکا او اروپا ته تر ټولو ستر ګواښ بلل کېږي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو دغه راپور پرون چهارشنبې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړ.

په راپور کې همداراز ویل شوي چې د بهرنیو ترهګرو د بیرته ستنېدو په اړه اندېښنه مخ پر زیاتېدو ده، ځکه چې دوی ښایي منځنۍ آسیا او افغانستان ته د بېرته راتګ له لارې د سیمې امنیت ګډوډ کړي.

کارپوهانو په راپور کې دا هم څرګنده کړې، چې په القاعده پورې اړوندې ډلې، په ځانګړې توګه الشباب په افریقا کې د خپل فعالیت ساحې پراخې کړې دي.

۱۵ لوېدیځو هیوادونو د فلسطیني دولت د رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه

د فرانسې د باندنیو چارو وزیر
د فرانسې د باندنیو چارو وزیر

د ۱۵ لویدیځو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو، د ملګرو ملتونو د درې ورځني کنفرانس له پای ته رسېدو وروسته، په یوه ګډه اعلامیه کې له نورو هېوادونو وغوښتل چې د فلسطین د دولت د رسمیت پېژندلو لور ته ګامونه واخلي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر، ژان نویل بارو، د پرون (چهارشنبې) په یوه اعلامیه کې، چې په ایکسپاڼه کې یې خپره کړه، ویلي:

«په نیویارک کې، فرانسه له ۱۴ نورو هېوادونو سره یو ګډ غږ پورته کوي: موږ د فلسطین د دولت د رسمیت پېژندنې غوښتنه کوو او له هغو هېوادونو غواړو چې لا یې دا کار نه ‌دی کړی، چې له موږ سره یوځای شي.»

دا درې ورځنی کنفرانس د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د «دوو دولتونو حل» تر عنوان لاندې د فرانسې او سعودي عربستان په کوربتوب ترسره شو او د سې‌شنبې په شپه پای ته ورسېد.

په کنفرانس کې ۱۵ هېوادونو، چې هسپانیا، ناروې او فنلنډ هم پکې شامل وو، د دوه دولتونو د حل په اړه پر خپله بې‌ساري ژمنتیا ټینګار وکړ.

اندورا، اسټرالیا، کاناډا، ایسلنډ، ایرلنډ، لوګزامبورګ، مالټا، نیوزیلنډ، پرتګال، سان مارینو، او سلوانیا د دې اعلامیې نور لاسلیک کوونکي هېوادونه دي.

ټرمپ وايي، له افغان متحدانو سره د پناه په برخه کې مرسته کوي

د متحدوایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمنه وکړه چې د امریکا چارواکي به هغو افغان متحدانو ته د پناه غوښتنې په برخه کې د مرستې لارې پیدا کړي، چې غواړي په امریکا کې پناه واخلي.

ټرمپ پرون (چهارشنبې) په سپینه ماڼۍ کې د افغان کډوالو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې، وویل، ښایي د هغو کسانو په ډله کې چې په دې مهاجرتي پروګرامونو کې شامل دي، ځینې نور هدفونه هم ولري.

ټرمپ د کډوالو لپاره د نوو مرستو په جزئیات ور نه کړل، خو دا یې اټکل وکړ چې د ده اداره به د دایمي استوګنې غوښتونکو شاوخوا ۹۰ سلنه کسانو سره مرسته وکړي.

نوموړي یو ځل بیا د جو بایډن د ادارې له خوا د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر ایستلو انتقاد وکړ، او هغه یې «د هېواد په تاریخ کې یوه ډېره شرموونکو پېښه» وبلله.

نن د شپږیزې لیګ وروستۍ لوبه د امو نهنګانو او مس عینک لوبډلو ترمنځ ده

د کرکټ د شپږیزې د لسم پړاو وروستۍ لوبه نن سهار لس بجې د امو نهنګانو او مسن عینک لوبډلو ترمنځ پیلږي.

په مس عینک لوبډلې کې وتلی ستوری رحمن الله ګربز او په امو نهنګانو لوبډله کې وتلی ستوری عظمت الله عمرزی نن د یو بل پر وړاندې لوبیږي.

افغان کرکټ بورډ پر خپلې رسمي فیسبوک پاڼې لیکي، د لوبې د نندارې د ټکټونو د پلورل پیل له سهار اوو بجو پیلیږي او تر لسو بجو به روان وي.

دا لوبه د سږکال د شپږیزې وروستۍ لوبه ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG