د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۴

د کوکنارو له کښت سره د مبارزې لپاره د افغان حکومت نوې طرحه!


د افغانستان حکومت د کوکنارو له کښت سره د مبارزې لپاره نوې طرحه چمتو کړې او په پام کې لري چې د نشه يي موادو په برخه کې يې بهرنيو مرستندويه ادارو ته وړاندې کړي.

د افغان حکومت له خوا د کوکنارو له کښت سره د مبارزې طرحه به د روان مېلادي کال د سپټمبر په میاشت کې په امریکا کې د نشه يي موادو په برخه کې مرستندويه ادارو ته وړاندې شي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت د سروې رئیس نجیب الله احمدي ازادي راډیو ته وویل چې دا طرحه یو ملي پروګرام دی چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت پر اړولو باندې تمرکز کوي، په دې برخه کې تر ډېره بريده د نړیوالې ټولنې، په تېره بيا د امریکا متحده ایالتونو مالي او تخنیکي مرستو ته ډېره اړتیا ده.

ښاغلی احمدي زياتوي چې د دې طرحې پر اساس به د ملي پوځ او پولیسو ترڅنګ د کوکنارو د کښت اړولو لپاره یو ځانګړی نظامي ځواک هم جوړ شي.

احمدي: موږ باید په امن سیمو کې دکوکنارو کښت واړو
احمدي: موږ باید په امن سیمو کې دکوکنارو کښت واړو

نوموړي زیاته کړه:

"دا طرحه چې موږ کار ورباندې کوو، لومړۍ برخه يې دا ده چې موږ باید په هغو سیمو کې د کوکنارو کښت واړوو چې هلته امن دی، دغه ډول کوم وخت چې قول اردوګان په ناامنو ولایتونو کې عملیات کوي، باید د کوکنارو د کښت اړول یې هم د عملیاتو د پلان یوه برخه وي، کله چې هلته امنیت راغی، بیا به د کوکنارو د کښت اړولو لپاره يو ځانګړی ځواک په پام کې ونيول شي، هر ځای چې کوکنار کرل کېږي، همدا خاص نظامي ځواک به د ځمکې او هوا له لاري ځي او د کوکنارو کښت به اړوي، په دې ډول به موږ وکولای شو چې د پام وړ لاسته راوړنې ولرو."

د ښاغلي احمدي په وینا د دې طرحې تر وړاندې کولو مخکې په پام کې ده چې د روان مېلادي کال په راتلونکې میاشت کې له نشه يي موادو سره د مبارزې سیمه ییزه ستراتېژي يو ځل بیا په جينيوا کې د مرستندویه ادارو استازو ته د هغوی د تائيد لپاره وړاندې شي.

دا په داسې حال کې ده چې له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت د لومړنۍ سروې له مخې په ۲۰۱۸ کال په ۳۲۸ هکټاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي چې له دې ځمکو څخه یوازې له پنځو څخه تر شپږو سوو هکټاره پورې ځمکې د کوکنارو له کښت څخه پاکې شوي دي.

تر دې وړاندې له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت ویلي و چې له ۲۰۱۴ مېلادي کال راهیسي یې د ناامنۍ له کبله و نه شوای کولای چې د کوکنارو د کښت اړولو کلنی پلان په بشپړه توګه عملي کړي.

د ولسي جرګې يو غړی عبده هم د کوکنارو له کښت سره پر مبارزه ټينګار کوي او وايي، تر څو چې د نشه يي موادو په برخه کې جدي او عملي کارونه و نه شي، د بديل کښت پروګرام د پام وړ نتيجه نه ورکوي.

ښاغلی عبده زیاتوي:

"بدیل کښت هغه مهال ګټور دی چې د حکومت له خوا د قانون له سرغړوونکو او کوکنارو له کروندګرو سره جدي چلند وشي، هغه کسان چې کوکنار کري باید د افغانستان د نافذه قوانینو له مخې مجازات شي، دغه ډول حکومت باید د ناامنیو مخه ونیسي، سیمه ییز ځواکونه باید له قاچاق کوونکو سره جدي چلند وکړي، په دې صورت کې بدیل کښت یو ښه انتخاب او ګټور بدیل کېدای شي."

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت وايي چې د کوکنارو د کښت پر خلاف کمپاین د افغان ځواکونو له لومړیتوبونو څخه نه دی، خو افغان امينتي ځواکونه دا دليل راوړي چې دوی په جګړه بوخت دي، ځکه نو د کوکنارو د کښت اړولو لپاره نور ځواکونه نه لري.

ښاغلی عبده وړاندیز کوي چې له ترورېزم او طالبانو سره د مبارزې ترڅنګ دې د کوکنارو د کښت اړولو ته هم لومړیتوب ورکړل شي، تر څو د دې ډلو مالي سرچینې وچې شي.

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG