د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۵

م.م: د نشه‌يي موادو بازارونه پراخېږي او نړيوالو بازارونو کې يې غوښتنه هم ډېرېږي


ملګري ملتونه خبر ورکوي چې د نشه‎يي موادو بازارونه په چټکۍ سره پراخېږي او په نړيوالو بازارونو کې يې غوښتنه هم ډېرېږي.

د ملګرو ملتونو له جرمونو او نشه‎يي موادو سره د مبارزې ادارې په تازه راپور کې راغلي چې د کوکنارو کښت، تریاکو تولید او نړۍ کې د نشه‎يي موادو مارکېټونه پراخ شوي او د دې موادو غوښتنه هم په بې ساري ډول ډېره شوې ده.

د ملګرو ملتونو له نشه‎يي موادو سره د مبارزې ادارې رئیس یوري فدوتوف «Yury Fedotov» د سې شنبې په ورځ په نیویارک کې د کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل چې په روان میلادي کال کې په نړۍ کې د کوکنارو کښت په بې سارې توګه ډېر شوی دی.

ښاغلي فدوتوف په افغانستان کې د کوکنارو د کښت ستونزې ته په اشارې سره وويل چې دوی به د نشه‎يي او کېمياويي موادو د قاچاقو د مخنيوي لپاره له افغانستان او ګاونډيو هېوادونو سره په ګډه مبارزه کوي.

د ملګرو ملتونو له نشه‎يي موادو سره د مبارزې ادارې رئیس یوري فدوتوف
د ملګرو ملتونو له نشه‎يي موادو سره د مبارزې ادارې رئیس یوري فدوتوف

نوموړي زیاته کړه:

"ما له افغانستان او ګاونډيو هېوادونو سره تر ګډ کار وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته راپور ورکړ. د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ میلادي کلونوتر منځ په نړۍ کې د تریاکو تولید په سلو کې ۶۵ ډېر شوی دی. تېر کال په نړۍ کې لس نيم زره ټنه تریاک تولید شوي چې دا د «UNODC» ادارې د کار له پیله بيا تر اوسه پورې د تریاکو د تولید تر ټولو لوړه اندازه ښيي. له دې تارياکو څخه ۹۰۰۰ ټنه یې یوازې په افغانستان کې تولید شوي او په‎دې هېواد کې د کوکنارو کښت اوس هم د پراختیا په حال کې دی."

له نشه‎يي موادو سره د مبارزې ادارې یا «UNODC» رئیس وايي، دوی هڅې پیل کړي چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په مرسته د قانون د تطبیق لپاره لاره هواره او د مافیايي ډلو د فعالیت مخه ونیسي.

تردې وړاندې د افغانستان له نشه‎يي موادو سره د مبارزې وزارت ویلي وو چې له نشه‎يي موادو سره د موثرې مبارزې لپاره دې د سیمې هېوادونه هم را ګډ کړل شي، تر څو افغانستان د مالي او سياسي ملاتړ له پلوه پياوړی شي.

​د افغانستان له نشه‎يي موادو سره د مبارزې وزیره سلامت عظیمي انتقاد کوي چې د سیمې هېوادونه له نشه‎یي موادو سره د مبارزې په برخه کې له دوی سره صادقانه همکاري نه‎کوي.

دا زياتوي چې د افغانستان ځیني ګاونډي هېوادونه د نشه‎یي موادو له ستونزې سره سیاسي چلند کوي.

نوموړې وايي:

سلامت عظیمی
سلامت عظیمی

"سره له‎دې چې ملګري ملتونه او نور امنیتي او اقتصادي سازمانونه له نشه‎يي موادو سره پر مبارزه ټینګار کوي، خو بیا هم د ګاونډيو هېوادونو همکاري کمه شوې او له دې سره په افغانستان کې د نشه‎يي موادوتولید او نړۍ کې خرڅلاو ډېر شوی دی. د افغانستان ډېری ګاونډي هېوادونه نشه‎يي موادو او قاچاقو ته يې ته په سیاسي سترګه ګوري چې دې کار له نشه‎يي موادو سره مبارزه باندې منفي اغېز کړی دی."​

د افغانستان د ولسي جرګې غړی شهزاده شاهد په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د مافیايي ډلو ازاد فعالیت د نشه‎يي موادو د زیاتوالي ستر عامل بولي.

ښاغلی شاهد وايي، ترڅو چې په نړیوالو مارکېټونو کې د نشه‎يي موادو غوښتنه راکمه نه شي، افغانستان یوازې له دې ستونزې سره مبارزه نه‎شي کولای.

شهزاده شاهد
شهزاده شاهد

دی وايي:

"نړیواله ټولنه او د سیمې هېوادنه د لویو قاچاق کوونکو او مافیايي ډلو د نیولو اقدام نه‎کوي. کله چې غوښتنه موجوده وي، عرضه هم په هغه اندازه وي. کله چې نشه‎يي مواد له هېواده د باندې قاچاق کېږي او بیه یې لوړه وي، بزګران خپله د کوکنارو کښت ته هڅول کېږي."

د افغانستان له نشه‎يي موادو سره د مبارزې وزارت افغانستان ته د ګاونډویو هېوادونو له لارې د کېمیاوي موادو قاچاق او د دې هېوادونو له لارې نړۍ ته د نشه‎يي موادو ټرانزیټ په نړۍ کې امنیت او ثبات ته ستر ګواښ بولي او په‎دې برخه کې د یوې سیمه‎ییزې ستراتيژۍ پر جوړېدلو ټینګار کوي.

راپور: مرسلین ارسلا

غږیزه بڼه یې دلته اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:35 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG