د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۷

خبرونه

دفاع وزیر: حکومت ښايي په نږدې وخت کې بیا اوربند اعلان کړي

د افغانستان دفاع وزیر وايي حکومت ښايي په نږدې وخت کې بیا اوربند اعلان کړي.

طارق‌شاه بهرامي پرون چهارشنبه په پکتیا کې دا خبره وکړه او د دې ولایت پر سیمه‌ییزه اداره او امنیتي ځواکونو یې غږ وکړ چې د حکومت د سولې د پروګرام د عملي کولو لپاره تیاري ولري.

ښاغلي بهرامي ونه‌ویل چې اوربند دقیقاً بیا څه وخت اعلانېږي.

د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزیران او د ملي امنیت د عمومي ریاست مشر پرون په افغانستان کې د ناټو او د امریکايي ځواکونو له قوماندان جنرال جان نېکلسن سره یوځاي پکتیا ته تللي ول.

جنرال جان نېکلسن پرون په پکتیا کې وویل چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د سولې لپاره له روانو هڅو ملاتړ کوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د پاکستان یوې محکمې د عمران خان یو شمېر پلویان په بند محکوم کړل

د اسلام اباد لوړه محکمه
د اسلام اباد لوړه محکمه

په پاکستان کې یوې محکمې نن د حکومت یو مخالف مشر او د پخواني صدراعظم عمران خان شاوخوا ۲۰۰ پلویان په لس کاله بند محکوم کړل.

دوی د ۲۰۲۱ کال په حکومت ضد مظاهرو کې د رول درلودو په تور مجرم وپېژندل شول.

عمر ایوب، چې د پاکستان د حکومت له مخالفو مشرانو څخه دی، هم د هغو کسانو په ډله کې دی چې د پنجاب ایالت د فیصل‌اباد ښار یوې محکمې مجرم وباله.

لږترلږه په شپږو نورو محکوم شویو کسانو کې ځینې د ملي جرګې (اسمبلۍ) غړي او یو تن د سنا جرګې غړی دي.

د پاکستان د حکومت مخالفانو دا پرېکړه سیاسي بللې او پر محکوم شویو لګول شوي تورونه یې بې‌اساسه ګڼلي دي.

د م.م. متخصصان وايي، داعش د انترنیټ له لارې افراطیت ته خلک وربولي

د ملګرو ملتونو متخصصان وايي، د داعش خراسان څانګه، چې مرکز یې په افغانستان کې دی، د پیغام رسونې د خوندي اپلېکېشنونو او ټولنیزو رسنیو له لارې خلک افراطي کوي او دا مهال امریکا او اروپا ته تر ټولو ستر ګواښ بلل کېږي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو دغه راپور پرون چهارشنبې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړ.

په راپور کې همداراز ویل شوي چې د بهرنیو ترهګرو د بیرته ستنېدو په اړه اندېښنه مخ پر زیاتېدو ده، ځکه چې دوی ښایي منځنۍ آسیا او افغانستان ته د بېرته راتګ له لارې د سیمې امنیت ګډوډ کړي.

کارپوهانو په راپور کې دا هم څرګنده کړې، چې په القاعده پورې اړوندې ډلې، په ځانګړې توګه الشباب په افریقا کې د خپل فعالیت ساحې پراخې کړې دي.

د لبنان ولسمشر له حزب الله وغوښتل چې خپلې وسلې پر مځکه کښېږدي

د لبنان ولسمشر
د لبنان ولسمشر

یوه ورځ وروسته له هغه چې د لبنان حزب‌الله عمومي منشي ټینګار وکړ چې دا ډله به خپلې وسلې پر مځکه کښېنږدي، د لبنان ولسمشر اعلان وکړ چې هېواد یې پریکړه کړې څو حزب‌الله او نور سیاسي او ملېشه ډلې بې‌وسلې کړي.

د لبنان د رسنیو د راپور له مخې، جوزف عون نن (د پنجشنبې) په بیروت کې وویل چې وسلې باید یوازې د لبنان د دولت په واک کې وي، څو وکولای شي خپل حاکمیت په ټوله خاوره کې پلی کړي.

جنرال عون، چې تر یوې مودې مخکې د لبنان د پوځ قوماندان و، زیاته کړه چې ټولې هغه وسلې چې له دولته دباندې د حزب الله په شان د وسله‌والو ډلو په لاس کې دي، باید راټولې شي.

ده له حزب‌الله، او له نورو ډلو وغوښتل چې د «وسلې د انحصار د اصل، چې یوازې د پوځ په واک کې وي» ملاتړ وکړي، او دې غوښتنې ته په پوره مسوولیت ځواب ووايي، ځکه چې: «دا یوه برخلیک ټاکونکې مرحله ده، چې په کې نور تحرکات نه شي زغمل کېدای.»

د عون په وینا، ټول سیاسي ځواکونه او ډلې باید له دې فرصت څخه استفاده وکړي، څو د پوځ د وسلو انحصار ملاتړ وکړي.

امو نهنګانو د شپږیزې اتلولي وګټله

امو نهنګانو د شپږیزې کرکټ لیګ د لسم پړاو اتلولي خپله کړه.

د شپږیزې پایلوبه نن د مس عینک اتلان او امو نهنګانو ترمنځ ترسره شوه.

مس عینګ اتلانو سیالې لوبدلې ته د ۱۲۲ منډو هدف ټاکلی و.

د اتلانو لپاره رحمان الله ګوربز ۴۸ منډې جوړې کړې خو د امو نهنګانو لپاره عظمت الله عمرزي تر ټولو ښه توپ اچونه وکړه. ده ۴ لوبغاړي وسوځول.

د نوموړي ترڅنګ عبدالله احمدزي هم غوره توپ اچونه وکړه او د ۲۱ منډو په بدل کې یې ۳ ویکټونه ترلاسه کړل.

امو لوبډلې په اسانۍ هدف پوره او د ۸ ویکټو په توپیر یې مس عینک ته ماتې ورکړه.

حسن عیسی خیل په ۳۴ توپونو نېمه سلیزه بشپړه کړه.

دا پرله پسې دوهم ځل دی چې امو د دې سیالیو اتلولي خپلوي.

د امریکا ولسمشر پر هنديمحصولاتو ۲۵٪ تعرفه ولګوله

د امریکا ولسمشر د چهارشنبې په ورځ، )د زمري په ۸مه( اعلان وکړ چې له هند څخه پر واردېدونکو توکو به ۲۵ سلنه ګمرکي تعرفه ولګوي، او پر دغه هېواد به یوه بله نامعلومه جریمه هم تطبیق کړي، چې علت‌ یې له روسیې د وسلو او تېلو پېرل دي.

دغه اقدامات به د اګست له لومړۍ نېټې (د زمري له ۱۰مې) عملي شي.

ډونالډ ټرمپ همداراز یو اجرايي فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې یې پر ټولو نیمه‌پروسس شویو مسي محصولاتو او د مسو پر مشتقونو ۵۰ سلنه تعرفه وضع شوه، چې له نننۍ پنجشنبې څخه به پلې شي.

د ټرمپ دا پرېکړه ښایي د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو څو میاشتنیو خبرو د ځنډېدو سبب شي، او له دې سره به واشنګټن خپل ستراتیژیک شریک او د چین پر وړاندې مهم انډول رامنځته کوونکی ځواک له لاسه ورکړي.

د امریکا ولسمشر په خپله ټولنیزه شبکه ټروت سوشیال کې لیکلي:

«که څه هم هند زموږ دوست دی، خو موږ له هغوی سره له کلونو راهیسې نسبتاً محدود تجارت درلود، ځکه د دوی تعرفې ډېرې لوړې دي – تر ټولو لوړې تعرفې په نړۍ کې – او تر ټولو سخت او له توهینه ډک غیرمالي سوداګریز خنډونه لري.»

ښاغلي ټرمپ زیاته کړې:

«هغوی تل د خپلو پوځي تجهیزاتو ډېره برخه له روسیې اخیستې، او د چین ترڅنګ، د روسیې د انرژۍ تر ټولو ستر پېرودونکي دي، هغه هم په داسې وخت کې چې ټول غواړي روسیه دې له اوکراین سره جګړه ودروي؛ دا ښه خبره نه ده!»

د هند حکومت په غبرګون کې ویلي، چې د ټرمپ د پرېکړې پایلې ارزوي، او همداراز له امریکا سره د یوه عادلانه سوداګریز توافق لپاره ژمن دی.

د هند په رسمي اعلامیه کې راغلي:

«هند او متحده ایالاتو په تېرو میاشتو کې د یوه منصفانه، متوازنه او د دواړو لورو لپاره ګټور دوه‌اړخیز سوداګریز تړون په اړه خبرې کړې دي. موږ لا هم دې هدف ته ژمن یو.»

۱۵ لوېدیځو هیوادونو د فلسطیني دولت د رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه

د فرانسې د باندنیو چارو وزیر
د فرانسې د باندنیو چارو وزیر

د ۱۵ لویدیځو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو، د ملګرو ملتونو د درې ورځني کنفرانس له پای ته رسېدو وروسته، په یوه ګډه اعلامیه کې له نورو هېوادونو وغوښتل چې د فلسطین د دولت د رسمیت پېژندلو لور ته ګامونه واخلي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر، ژان نویل بارو، د پرون (چهارشنبې) په یوه اعلامیه کې، چې په ایکسپاڼه کې یې خپره کړه، ویلي:

«په نیویارک کې، فرانسه له ۱۴ نورو هېوادونو سره یو ګډ غږ پورته کوي: موږ د فلسطین د دولت د رسمیت پېژندنې غوښتنه کوو او له هغو هېوادونو غواړو چې لا یې دا کار نه ‌دی کړی، چې له موږ سره یوځای شي.»

دا درې ورځنی کنفرانس د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د «دوو دولتونو حل» تر عنوان لاندې د فرانسې او سعودي عربستان په کوربتوب ترسره شو او د سې‌شنبې په شپه پای ته ورسېد.

په کنفرانس کې ۱۵ هېوادونو، چې هسپانیا، ناروې او فنلنډ هم پکې شامل وو، د دوه دولتونو د حل په اړه پر خپله بې‌ساري ژمنتیا ټینګار وکړ.

اندورا، اسټرالیا، کاناډا، ایسلنډ، ایرلنډ، لوګزامبورګ، مالټا، نیوزیلنډ، پرتګال، سان مارینو، او سلوانیا د دې اعلامیې نور لاسلیک کوونکي هېوادونه دي.

په ترکیه کې دوه افغان کارګر د میتان ګاز له کبله مړه شول

دوه افغان کډوال هغه مهال انقرې ښار ته نژدې په یوه کرنيزه فارم کې د خوشایو ډېران د پاکولو پر مهال د مېتان ګاز له کبله مړه شول.

ترک چارواکو وویل، پرون (چهارشنبې) یې انقرې ته څېرمه د څارویو په فارم کې د دوو افغان کډوالو مړي وموندل شول.

د ترکيې رسنیو راپور ورکړی، چې دغو کارګرانو هڅه کوله کنده پاکه کړي، خو د مېتان ګاز له امله بې‌سده او مړه شوي دي.

پلټنو ښودلې چې دوی د سې‌شنبې له ماښام (د جولای ۲۹) راهیسې هلته بند پاتې وو، او مړي‌ یې د چهارشنبې په سهار راویستل شول.

قربانیان ۲۳ کلن محمد رحیم او بل احمد نومېدل. د ځایي رسنیو د راپورونو له مخې دواړه د افغانستان اتباع وو.

د ترکيې پولیسو د دوی د مړینې د علت او شرایطو د معلومولو لپاره څېړنې پیل کړي دي.

ټرمپ وايي، له افغان متحدانو سره د پناه په برخه کې مرسته کوي

د متحدوایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمنه وکړه چې د امریکا چارواکي به هغو افغان متحدانو ته د پناه غوښتنې په برخه کې د مرستې لارې پیدا کړي، چې غواړي په امریکا کې پناه واخلي.

ټرمپ پرون (چهارشنبې) په سپینه ماڼۍ کې د افغان کډوالو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې، وویل، ښایي د هغو کسانو په ډله کې چې په دې مهاجرتي پروګرامونو کې شامل دي، ځینې نور هدفونه هم ولري.

ټرمپ د کډوالو لپاره د نوو مرستو په جزئیات ور نه کړل، خو دا یې اټکل وکړ چې د ده اداره به د دایمي استوګنې غوښتونکو شاوخوا ۹۰ سلنه کسانو سره مرسته وکړي.

نوموړي یو ځل بیا د جو بایډن د ادارې له خوا د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر ایستلو انتقاد وکړ، او هغه یې «د هېواد په تاریخ کې یوه ډېره شرموونکو پېښه» وبلله.

نن د شپږیزې لیګ وروستۍ لوبه د امو نهنګانو او مس عینک لوبډلو ترمنځ ده

د کرکټ د شپږیزې د لسم پړاو وروستۍ لوبه نن سهار لس بجې د امو نهنګانو او مسن عینک لوبډلو ترمنځ پیلږي.

په مس عینک لوبډلې کې وتلی ستوری رحمن الله ګربز او په امو نهنګانو لوبډله کې وتلی ستوری عظمت الله عمرزی نن د یو بل پر وړاندې لوبیږي.

افغان کرکټ بورډ پر خپلې رسمي فیسبوک پاڼې لیکي، د لوبې د نندارې د ټکټونو د پلورل پیل له سهار اوو بجو پیلیږي او تر لسو بجو به روان وي.

دا لوبه د سږکال د شپږیزې وروستۍ لوبه ده.

د پاکستان د پوځ په عملیاتو کې په باجوړ کې درې ملکیان وژل شوي

د خیبرپښتونخوا په باجوړ کې د پاکستان د پوځ له خوا په پیل شویو عملیاتو کې درې ملکیان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د پولیسو یوه چارواکو د ازادي راډیو مشال برخې ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، "پوځ په باجوړ کې په شدیده توګه عملیات روان کړي او پر سړکونو يې هرځای تالاشۍ پیل کړي دي".

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډا پور او د عوامي نیشنل ګوند دا عملیات غندلي او د دریدو غوښتنه يې کړې ده.

دا عملیات چې د وړمه ورځ د پاکستان د پوځ له خوا په سیمه د دوی په ټکو "د ترهګرو د له منځه وړو" په موخه پیل شوي د خلکو پراخ غبرګونونه يې راپارولي دي.

د دې عملیاتو پرضد وروسته له هغې د باجوړ په مومندو کې پراخ لاریونونه پیل شول چې د پوځ په ډزو کې د اووم ټولګي زده کوونکی ووژل شو.

د پاکستان د پوځ د عملیاتو له کبله په سیمه په زرهاوو کورنۍ د خپلو مېنو پریښودو ته اړ شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG