د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۱ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۳

ولسمشر غني ازادي رادیو ته وویل: د پاکستان له‌خوا شوې ژمنې د کاغذ په مخ پاتې دي


د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني وايي، د پاکستان له‌خوا شوې ژمنې د کاغذ په مخ پاتې دي او دی د عملي اقداماتو په تمه دی.

ولسمشر غني دا خبره له ازادي راډيو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وکړه.

هغه وویل چې له پاکستانه نه مأیوسه دی او نه‌یې په اړه ډېره خوشبیني لري.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د عمل پلان په نوم په یو لړ مسایلو توافق شوی چې په‌کې د سولې او ثبات د ټینګښت هڅې یې په سر کې ځای لري.

ولسمشر اشرف غني له ازادي راډیو سره په دې مرکه کې دا هم وویل چې پاکستان او د سیمې هېوادونو ته‌یې په ډاګه ویلي چې انتخاب ستاسو دي، غواړئ افغانستان له یو بل سره د وصل د سیمې په توګه وکاروئ، یا یې د ترورېستانو او ګډوډۍ په مرکز واړوئ؟

پاکستاني چارواکو او د سیمې هېوادونو په وار وار ټینګار کړی چې د افغانستان ثبات د دوی په ګټه دی او که افغانستان امن نه‌وي، دوی هم په کرار نه‌پاتې کېږي.

جمهور رئیس اشرف غني د طالبانو په اړه له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې طالبان خپلواک دي او په خپله باید پرېکړه وکړي.

نوموړي وویل:

"د سولې پلان او اوربند وښوده چې موږ بې عزته سوله نه غواړو، با عزته او تلپاتې سوله غواړو، دلته زموږ دریځ دا دی چې طالبان مستقل دي او باید خپل مستقل تصمیم ونیسي، خو لازمي ده چې پاکستان په سم مسیر باندې مرسته وکړي."

له ولسمشر اشرف غني سره د ازادي راډيو دا ځانګړې مرکه چې په‌کې په سولې سربېره، له داعش سره مبارزه، انتخاباتي مسایل او د وسله‌والو قوماندانانو پر ضد د حکومت وروستي اقدامات تر بحث لاندې نیول شوي، ژر له ازادي راډيو خپرېږي.

دغه‌راز دغه ځانګړې مرکه د ازادي راډیو په وېب‌پاڼه هم لیدلی شئ.

XS
SM
MD
LG