د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

فوټبال: فرانسه او کرویشیا د اتلولۍ ګټلو لپاره خپلو کې لوبېږي


د فوټبال په روانو نړیوالو سیالیو کې بلجیم پرون د روسیې په سن پټرزبورګ کې انګلستان ته د صفر په وړاندې په دوو ګولونو له ماتې ورکولو سره د دې لوبو درېیم مقام خپل کړ.

دا د بلجیم په تاریخ کې د دې هېواد لپاره تر ټولو لوړ مقام دی چې د فوټبال په سیالیو کې یې ګټي.

بلجمي ټیم د جولای په لسمه نېټه فرانسې ته په سیمې فاینل کې لوبه بایللې وه.

انګلستان بیا د جولای په ۱۱مه نېټه د کرویشیا په وړاندې لوبه بایللې وه.ټاکل شوې ده چې نن یکشنبې به د فرانسې او کرویشیا ټیمونه د مسکو په لوژنیکي لوبغالي کې د ۲۰۱۸ میلادي کال د فوټبال د نړیوالې اتلوالۍ د ګټلو لپاره خپلو کې سیالي کوي.

XS
SM
MD
LG