خبرونه
د ناټو امریکايي جنرال وايي: په افغانستان کې ولسونه سوله غواړي
د ناټو د اروپايي ځواکونو لوي قوماندان، جنرال کورتیس سکاپاراتي ویلي، دا چې په اوربند مراعت شو او ډېرو طالبانو د جګړې ډګر نه ولاړل څرګندوي چې ولسونه واقعي سوله غواړي.
دناټودې امریکايي جنرال پرون پنجشنبه په بروکسل کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې د افغانستان امنیتي ځواکونوريښتینی پرمختګ کړی او ناټو یې پر روزنه کار ته ادامه ورکوي څو دا هېواد یووار بیا د تروریستانو په ځاله بدل نه شي.
کورتیس سکاپاراتي: "دناټو د نهه ویشت غړو او زموږ شریکانو یو وار بیا له ولسمشر اشرف غني سره تعهد اعلان کړ، ورته ویې ویل چې تر 2024 میلادي کاله به مالي مرستې کوي. زموږ پیغام دا دی چې موږ تر هغو چې په افغانستان کې داسې شرایط چې موږ یې غواړو برابرېږي، هلته پاتې کېږو. "
هغه یو وار بیا ټینګار وکړ چې
وسله وال طالبان د جګړې ډګر نه شي ګټلائ او باید د سیاسي حل موندلو لپاره له حکومت سره خبرو ته کښېني
.
د ناټو د غړو هېوادونو د مشرانو غونډه پرون پاي ته ورسېده. په دې غونډه کې د افغانستان دملي وحدت حکومت مشرانو هم ګډون درلود او پر خپلو ستونزو یې خبرې وکړې.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اروپايي ټولنه د اوکراین د بیارغونې لپاره ۳۹ میلیارد ډالره پور ورکوي
اروپايي ټولنه د اوکراین د بیارغونې لپاره د ۳۹ میلیارد ډالره پور خبر ورکوي.
د اروپايي کمېسیون مشرې ارزولا وان دیرلین دا اعلان پرون کییف ته د سفر پرمهال وکړ او دا اقدام یې د اوکراین له بیارغونې سره یوه بله لویه ژمنه وبلله.
مېرمن وان دیرلین وویل، د روسیې د بېرحمانه یرغل معنا دا ده چې اوکراین د اروپايي ټولنې دوامداره ملاتړ ته اړتیا لري.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي له مېرمن وان دیرلین سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې د روسیې د یرغل پر وړاندې د ده د هېواد د بریا پلان په روان کال کې د اوکراین د متحدانو په چټکو پرېکړو متکي دی.
زیلینسکي زیاته کړه چې اوکراین په پام کې لري د اروپايي ټولنې د پور پیسې د هوايي مدافعې پر تجهیزاتو، انرژۍ او د کورنیو وسلو په پېرلو ولګوي.
اسراییلو د حزبالله یو بل جګپوړی قوماندان وواژه
اسراییلو پرون د حزبالله یوبل جګپوړی قوماندان د پلازمېنې بیروت په جنوبي لمنو کې په یوه هوايي حمله کې وواژه.
د اسراییلو پوځ په یوه بیان کې وویل چې عقیل د ایران پلوې حزبالله ډلې د پوځي څانګې مهم مشر و او په عین حال کې یې د رضوان په نوم د دې ډلې د ځانګړي ځواک سرپرستي هم کوله.
د بیان له مخې عقیل د حزبالله له ۱۰ نورو جګپوړو پوځي قوماندانانو سره یوځای وژل شوی دی.
د اسراییل پرونی برید، وروسته له دې چې د حزبالله د مخابرې په وسایلو کې چاودنو ۳۷ کسان ووژل او زرګونه نور یې ټپیان کړل، دې ډلې ته یوه بله لویه ضربه بلل کېږي.
باور دا دی چې دا حمله به هم اسراییلو کړې وي، خو اسراییلو دا احتمال نه رد کړی او نه تایید کړی دی.
په اسلامآباد کې د تاجکستان سفیر د پاکستان له دفاع وزیر سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي
په اسلامآباد کې د تاجکستان سفیر د پاکستان له دفاع وزیر سره په کتنه کې د افغانستان او نورو سیمهییزو مسایلو په اړه خبرې کړي.
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په یو بیان کې وویل چې د دې هېواد سفیر یوسف شریفزاده د پاکستان د دفاع له وزیر خواجه محمد آصف سره په اسلامآباد کې وکتل.
د بیان له مخې، دواړو لورو په افغانستان کې د روان امنیتي، سیاسي او ټولنیز وضعیت په اړه چې د دوی په وینا د سېمې پر امنیت مستقیم اغېز لري خبرې وکړې.
د طالبانو حکومت د منځنۍ آسیا له ډېری هېوادونو سره نسبتاً ښه اړیکي پالي، خو له تاجکستان سره یې اړیکي ساړه دي.
له پاکستان سره هم د افغانستان اړیکي نه یوازې د طالبانو په واکمنۍ کې بلکې په تېرو څه باندې څلورو لسیزو کې ترینګلي دي.
د خوست په غلام خان بندر کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو جګړه د شپې ترناوخته روانه وه
د خوست ولایت په غلام خان بندر کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو جګړه پرون له یوې وقفې وروسته د شپې ترناوخته پورې روانه وه.
عیني شاهدانو بېګا ناوخته د جګړې له سیمې ازادي راډیو ته وویل چې تراوسه هم د دواړو خواوو ترمنځ د توغندیو خال خال ډزې روانې دي.
د عیني شاهدانو په وینا جګړې ته له نږدې سیمو څخه ځینې خلک له خپلو کورونو وتلي دي.
د غلام خان بندر کمیسار بلال جان وردګ پرون د جګړې له پیلېدو وروسته ازادي راډیو ته وویل چې د ډیورنډ کرښې له بلې خوا د هاوان د مرمیو د لګېدو له کبله یو طالب وژل شوی دی.
دې طالب چارواکي ادعا وکړه چې په جګړه کې درې تنه پاکستاني سرتېري هم وژل شوي دي، خو پاکستاني لوري تراوسه د پرونۍ جګړې او د هغې د مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
د روانې سپټمبر میاشتې په پیل کې هم د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه شوې وه.
کرکټ؛ افغانستان په لومړي ځل له سویلي افریقا لوبلړۍ وګټله
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د سویلي افریقا لوبډلې ته د درې یو ورځنیو سیالیو په لومړنیو دوه لوبو کې ماتې ورکړه.
دوهمه سیالي چې نن جمعه د سپټمبر په ۲۰مه نېټه پیل شوې وه، افغان لوبډلې د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه.
افغانستان د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۱۱ منډې وکړې.
په افغان توپوهونکو کې رحمنالله ګربز ۱۰۵، عظمتالله عمرزي ۸۶ او رحمت شاه ۵۰ منډې وکړې.
سویلي افریقا د هدف په تعقیب یوازې ۱۳۴ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.
د یادې لوبډلې مخکښ منډه جوړونکی لوبډلمشر ټیمبا بووما وو چې ۳۸ منډې یې کړې وې.
افغان لوبډلې ته په توپ اچونه کې راشدخان ۵، ننګیالي خروټي ۴ او عظمتالله عمرزي یوه وېکټ واخیسته.
د دې سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه راشدخان وګټله.
د ویلو ده چې دواړه لوبډلې به د لوبلړۍ وروستۍ سیالۍ د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۲مه نېټه د یکشنبې په ورځ ترسره کوي.
کرکټ؛ افغانستان په دوهمه یو ورځنۍ لوبه کې سویلي افریقا ته د ۳۱۲ منډو هدف ورکړ
د افغانستان او سویلي افریقا ترمنځ دوهمه یو ورځنۍ سیالي نن جمعه د سپټمبر په ۲۰مه نېټه د کابل پر وخت مازدیګر ۴:۳۰ نیمې بجې پیل شوې چې د افغان لوبډلې د توپوهنې پاڼۍ بشپړه شوه.
د دې سیالۍ پچه افغانستان وګټله او توپوهنه یې غوره کړه.
افغان لوبډلې د ۴ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۳۱۱ منډې وکړې.
په افغان توپوهونکو کې رحمن الله ګربز ۱۰۵ منډې وکړې چې د لومړي افغان په توګه یې د سویلي افریقا پر وړاندې خپله سلیزه ثبت کړه.
دغه راز نوموړي د افغان کرکټ په تاریخ کې د یو ورځنیو سیالیو په فارمټ کې د ډېرو ۷ سلیزو ریکارډ هم جوړ کړ.
دغه راز په دې سیالۍ کې عظمت الله عمرزی په ۸۶ منډو ناسوځېدلی پاتې شو او رحمت شاه بیا په ۵۰ منډو وسوځېد.
سویلي افریقا به په څو شېبو کې خپله توپوهنه پیل کړي.
د دې لوبلړۍ لومړۍ سیالي افغانستان ګټلې ده.
دیرلاین: اروپايي کمېسیون به اوکراین ته تر ۳۹ میلیارد ډالرو پورې نوی پور ورکړي
د اروپایي کمېسیون مشرې اور زلا فون دیرلاین نن جمعه له کییف څخه د کتنې په ترڅ کې اعلان وکړ چې دا کمېسیون به اوکراین ته تر ۳۹ میلیارد ډالرو پورې نوی پور ورکړي.
نوموړې دا د اوکراین له رغونې سره د اروپایي ټولنې بله لویه مرسته وبلله.
مېرمن فون دیرلاین نن جمعه په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې په یوه بیان کې ولیکل چې د روسیې د بې رحمانه بریدونو له کبله اوکراین دغې مرستې ته اړتیا لري.
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي له نوموړې سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې هېواد یې د روسیې پر وړاندې جګړه کې د بري پلان لري او دا روان کال د دې هېواد د متحدینو په چټکو پرېکړو پورې تړلی دی.
زیلینسکي وویل، اوکراین به له دغو پیسو د هوایي مدافعې، انرژۍ او په داخل کې د تولید شویو وسلو د پېرلو په چارو کې کار واخلي.
کرکټ؛ افغانستان د سویلي افریقا پر وړاندې توپوهنه کوي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د سویلي افریقا پر وړاندې توپوهنه کوي.
افغان لوبډلمشر حشمتالله شهیدي پچه ګټلې او په دوهمه یو ورځنۍ لوبه کې یې توپوهنه غوره کړې ده.
د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه افغانستان ګټلې ده.
د افغان لوبډلې په ننني ترکیب کې د ګلبدین نایب پر ځای اکرام عليخېل غوره شوی دی.
د افغانستان او سویلي افریقا ترمنځ وروستۍ او درېیمه لوبه د سپټمبر په ۲۲مه د راتلونکې یکشنبې په ورځ ده.
ډیورنډ کرښې ته نږدې بریدونه؛ چارواکي: لږترلږه اته پاکستاني سرتېري او اووه وسلهوال وژل شوي
پاکستاني چارواکو نن جمعه وویل چې افغانستان پولې ته نږدې په څو بریدونو کې لږترلږه اته پاکستاني سرتېري او اووه سخت دریځي وسلهوال وژل شوي دي.
د جرمني خبري آژانس د راپور له مخې، د پاکستان د استخباراتو سرچینو دې آژانس ته وویل چې تېره شپه د پاکستاني طالبانو یوې ډلې چې په درنو وسلو سمبال وو، په جنوبي وزیرستان کې پر یوې پوځي پوستې برید وکړ چې په نتیجه کې یې شپږ سرتېري ووژل شول او لس نور ټپیان شول.
د دغو سرچینو په خبره، پر پوځي پوستې له برید وروسته نښتو څو ساعته دوام وکړ.
چارواکو ویلي چې دوه نور سرتېري په سیمه کې د پاکستاني سرحدي ځواکونو او افغان طالبانو ترمنځ د نښتو په جلا پېښه کې ووژل شول.
پاکستاني چارواکو همدارنګه ادعا کړې چې تېره شپه د وسلهوالو طالبانو د یوې اووه کسیزې ډلې غړي هغه مهال د پاکستاني سرتېرو په ډزو ووژل شول چې د افغانستان له خاورې یې پر پوله د اوښتو هڅه کوله.
دې ته ورته ادعاوې له دې مخکې پاکستاني چارواکو په کراتو کراتو کړې، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت هغه تل رد کړي او ویلي یې دي چې هیچا ته به اجازه ورنهکړي چې د افغانستان له خاورې پرنورو د بریدونو لپاره کار واخلي.
د مصنوعي ذهانت لپاره د یوې نړیوالې اجراییوي ادارې د جوړېدو غوښتنه وشوه
د ملګرو ملتونو یوې لوړپوړې مشورتې ډلې پرون پنجشنبې وویل، اړتیا ده چې د مصنوعي ذهانت یا اېآی AI لپاره یوه نړیواله اجراییوي اداره رامنځته شي او له ملګرو ملتونو یې وغوښتل چې د دغې ټکنالوجۍ لپاره چې ګړندۍ د ودې په حال کې ده، د تنظیم لپاره لومړی نړیوال بنسټ کیږدي.
دې ډلې وویل:"اېآی زموږ نړۍ بدلوي، د ساینس په نویو برخو کې د پام وړ ښه امکانات رامنځته کوي، د عامه روغتیا او کرنې د ښه کېدو لپاره اقتصاد ته وده ورکوي او هم د انرژۍ شبکې اصلاح کوي."
خو د دوی په خبره، که مصنوعي ذهانت تنظیم نهشي، له ګټو به یې یوازې محدود هېوادونه، شرکتونه او افراد ګټه پورته کړي او آن پیاوړي سیستمونه به چې پر اوسنیو هغو به ډېر باندې وي، کولای شي په نړۍ کې کار داسې کچې ته لوړ کړي چې په نتیجه کې یې داسې وسلې رامنځته شي چې په خپل سربه کار کوي او د نړۍ سوله او امنیت به له خطرونو سره مخ کړي.