د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶

فرانسه د فوټبال نړیوال جام سیالیو پایلوبې ته ووته


په روسیه کې د فوټبال نړیوال جام سیالیو په لړ کې فرانسې، بلجیم ته په ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو پای‌لوبې ته ووته.

په دغه لوبه کې فرانسې د «Samuel Umtiti» په ګول سره بلجیم ته يو د صفر په وړاندې ماتې ورکړه او ۱۲ کاله وروسته وتوانېد چې د فوټبال نړیوال جام سیالیو پای‌لوبې ته ووځي.

په کوارټر فاینل پړاو کې فرانسې، اروګوئه ته ۲ د صفر په وړاندې ماتې ورکړې وه.

د دغو سیالیو په بله نیمه پای‌لوبه کې بیا نن شپه کرویشیا د انګلستان په وړاندې د لوبې ډګر ته ځي چې ګټونکې لوبډله به‌یې د فرانسې په وړاندې پای‌لوبه کوي او بایلونکې لوبډله به‌یې د بلجیم سره د درېیم مقام ګټلو لپاره د لوبې ډګر ته ځي.

تمه ده د ۲۰۱۸ میلادي کال فوټبال نړیوال جام سیالیو پای‌لوبه يا فاینل د جولای میاشتې په ۱۵مه نېټه د مسکو په لوژنیکي «Luzhniki» لوبغالي کې وشي.

XS
SM
MD
LG