د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۳

د فوټبال نړیوال جام نیمه پای‌لوبه کې فرانسه له بلجیم سره مخ کېږي


په روسیه کې د فوټبال د نړیوال جام د نیمه پای لوبې په لومړۍ لوبه کې نن د فرانسې او بلجیم ټیمونه سره مخامخ کېږي.

ټاکل شوې ده دا جالبه لوبه د سن پټرزبورګ په سټډیوم کې ترسره شي.

فرانسه له ۱۹۹۸ میلادي کال راهیسې هڅه کوي چې د فوټبال د نړیوال جام وروستي پړاو او اتلولۍ ته ورسېږي.

بلجیم د ۱۴ ګولونو په وهلو سره د ۲۰۱۸ میلادي کال د نړیوال جام وتلی ټیم دی په داسې حال کې چې فرانسې دې نړیوالو لوبو کې تر اوسه ۹ ګولونه وهلي دي.

بریتانیا به سبا د مسکو ښار د لوژنیکي په سټډیوم کې له کروشیا سره لوبه وکړي.

په نیمه پای لوبه کې ګټونکي ټیمونه به د جولای په ۱۵مه د مسکو د لوژنیکي په سټډیوم کې سره لوبه وکړي، په داسې حال کې چې دوه بایلونکي ټیمونه د جولای په ۱۴مه په پټرزبورګ کې سره مخامخ کېږي.

XS
SM
MD
LG