د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۴

د کروشیا د فوټبال لوبډلې ۴ ګولونه ووهل ،روسیې ته یې ماته ورکړه


د فوټبال د نړیوال جام سیالۍ په روسیه کې ادامه لري.په دې لړ کې پرون «شنبه-د جولای ۷مه» په زړه پورې مسابقې وشوې.

د روسیې او کروشیا ترمنځ سیالي ۲ په ۲ پای ته ورسېده، خو په پنالټي کې د کروشیا لوبډلې، څلور ګولونه ووهل روسیې ته یې ماته ورکړه.

تر دې وړاندې د انګلستان لوبډلې سویډن ته ۲ د صفر په مقابل کې ماته ورکړه او نیمه فاینل سیالیو ته یې ځان ویوست.

دا په وروستیو ۲۸ کلونو کې اول وار دی چې د انګلستان د فوټبال لوبډله، د نړیوال جام د سیالیو نیمه پایلوبې ته لار پېدا کړه.

د سې شنبې په ورځ به فرانسه او بلجیم او د چهارشنبې په ورځ به کروشیا او انګلستان په نیمه پایلوبه کې سره مخامخ کېږي.

د فوټبال د نړیوال جام لپاره وروستۍ سیالي د جولای په ۱۵مه نېټه ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG