د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۴

ایتوا: د انتخاباتي کمېشنرانو د کمښت په اړه «د ایتوا» اندېښنه


د افغانستان د جمهوري ریاست له لورې د ولایتونو لپاره د کاندیدو کمېشنرانو د لېست د ډېری برخې ردېدو پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه اندېښمن کړي دي.

د انتخاباتو او شفافیت مؤسسه «ایتوا» وايي، د قانون له مخې پر هر نوماند باید د خلکو شکایتونو ته په سمه توګه رسیدنه وشي خو اوس دغه چاره دومره ممکنه نه بریښي.

د یادې موسسې د پروګرامونو د برخې مشرحبیب الله شینواري د پنجنشنې په ورځ په دې اړه په کابل کې جوړې شوې خبرې ناستې ته وویل:

"پوښتنه دا ده کله چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون په ولایتونو کې کمېشنران ونه لري هغوی څنګه کولای شي چې په ولایتونو کې شکایتونو ته رسېدنه وکړي او هغه لېست چې اعلانیږي هغه به څنګه وي دا هغه پوښتنې دي چې موږ یې اندېښمن کړي یو."

د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمېسیون د څو پړاونو له ترسره کولو وروسته په ټول افغانستان کې د ولایتونو لپاره د کاندېدو کمېشرانو ۱۰۲ کسیزه لېست شا او خوا دوه میاشتې مخکې جمهوري ریاست ته واستوئ، خو ولسمشر له دغه لېسته یوازې ۲۷ تنه د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون د کمېشنرانو په توګه تائید کړل.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون هم د کمېشنرانو د کمښت ستونزه مني، خو پړه یې پر جمهوري ریاست اچوي.

د دغه کمېسیون مرستیاله حمیرا حقمل وايي چې دوی خپل کار کړی، خو د جمهوري ریاست له لورې د لېست ردېدو د دوی کارونه ټکني کړي دي.

نوموړې زیاته کړه:

"دا چې موږ په ولایتونو کې کمېشنران نه لرو موږ ملامت نه یو، موږ خو دوه میاشتې وړاندې لېست استولی و دوی باید پر وخت موږ ته ځواب راکړی وای چې دا کار یې نه دی کړی."

دا په داسې حال کې ده چې د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر بیا وايي چې د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون په لېست کې ډېری کسان په شرایطو برابر نه وو نو ځکه رد شوي دي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته ویلي چې دوی نوی لېست غوښتی، خو یاد کمېسیون د تازه کسانو د معرفۍ په برخه کې همکاري نه کوي.

ښاغلي مرتضوي دغه شان ویلي چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون نه علاقمندي د دې لامل شوې چې دوی پورې اړوندې چارې پڅې مخ ته ولاړې شي او مسؤلیت یې هم پخپله د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون پورې اړه لري.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG