د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۴

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون: د ولایتي کمېشنرانو کمښت مو چارې ټکنۍ کړي


د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د نوماندانو د لومړني لېست له اعلان وروسته د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي چې د نوماندانو په اړه یې د خلکو له دوو سو زیات شکایتونه ترلاسه کړي دي.

د دغه کمېسیون کمېشنر غلام دستګیر هدایت وايي، د خلکو شکایتونو ته به رسیدنه وشي، خو د جمهوري ریاست له لوري د ولایتونو لپاره د کاندیدو کمېشنرانو د لېست ردېدو دوی له ستونزو مخ کړي دي.

ښاغلي دستګیر د چهارشنبې په ورځ«۱۳۹۷کال چنګاښ ۱۳» ازادي راډیو ته په یوې ځانګړې مرکه کې وویل چې په ولایتونو کې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون درې کمېشنران باید د خلکو شکایتونه ته رسیدنه وکړي، خو اوس دوی په ډېری ولایتونو کې کمېشنران نه لري.

نوموړي زیاته کړه:

"د قانون له مخې د کمېشنرانو هغه لېست چې ۱۰۲ کسه پکې شامل دي موږ جمهوري ریاست ته واستوه، خو متاسفانه له دغه لېست څخه یوازې۲۷ کسه تائید شول دا په داسې حال کې ده چې موږ باید په هر ولایت درې کمېشنران ولرو تر هغوی د شکایتونو په اړه پرېکړې وکړي."

د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمېسیون د څو پړاونو له ترسره کولو وروسته په ټول افغانستان کې د ولایتونو لپاره د کاندېدو کمېشرانو ۱۰۲ کسیزه لېست جمهوري ریاست ته واستوه، خو ولسمشر له دغه لېسته یوازې ۲۷ تنه د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون د کمېشنرانو په توګه تائید کړل.

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د نوماندانو د ابتدايي لېست له اعلانېدو وروسته د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د یوې میاشتې په موده کې باید د نوماندانو په اړه د خلکو شکایتونو وڅېړي.

خو اوس د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي چې په اکثرو ولایتونو کې د کمېشنرانو نه موجودیت د دوی چارې ټکنۍ کړي دي.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي چې جمهوري ریاست تراوسه په دې اړه ورته څه نه دي ویلي چې د لېست ډېری کسان یې د کومو دلایلو له مخې رد کړي دي.

خو د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر بیا وايي چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون په لېست کې ډېری کسان پر شرایطو برابر نه وو نو ځکه یې ډېری کسان رد شوي هم دي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د قانون مطابق د نوي لېست د معرفي کېدو په برخه کې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون همکاري نه کوي.

شاه حسین مرتضوي
شاه حسین مرتضوي

نوموړي زیاته کړه:

"هغه لېست چې دوی یې استوي باید ټول قانوني پړاونه پکې په پام کې نیول شوي وي په تېرو ورځو کې زموږ همکارانو هڅه وکړه چې د انتخاباتي شکایتونو له کمېسیون سره دغه موضوع شریکه کړي خو هغوی د همکارۍ لپاره علاقمندي ونښوده."

د افغانستان د ازادو او عادلانو انتخاباتو بنسټ بیا وايي چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون او جمهوري ریاست ترمنځ اختلافات به د انتخاباتو پر پروسې بد اغېز وکړي.

راپور: محمد حديث پردېس

XS
SM
MD
LG