د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

مسیر: کابلوف د سولې لاره ښيي، که امریکا ته ګواښ کوي؟


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې بیا هم د افغانستان د سولې په ځانګړي ډول په دې اړه د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي د وروستیو څرګندونو په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

  • مسیر

مسیر خپلواکې ورځپاڼې په‎دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، کابلوف د سولې لاره ښيي، که امریکا ته ګواښ کوي؟

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې امریکا دې یا له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرو ته حاضر شي او یا دې هم په افغانستان کې روانې ناپایه جګړې ته تیار شي.

ورځپاڼې لیکلي:

کابلوف دا هم ویلي چې طالبان د افغانستان پر ۴۰ سلنه خاوره واکمن دي، له افغان حکومت سره د سولې خبرې نه‎کوي او غواړي چې له امریکا سره مخامخ د سولې خبرې وکړي.

سرمقاله لیکونکي پوښتنه مطرح کړې چې د روسیې دا دریځ څه معنی ورکوي؟ ضمیر کابلوف د سولې لار ښيي او که ګواښ کوي؟

  • سرخط

سرخط خپلواکې ورځپاڼې هم په همدې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي دي.

سرخط لیکي، روسیه غواړي په‎دې توګه اوبه خړې او ځان ته کبان ونیسي.

روسیه غواړي په‎دې توګه له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ماتې ټس واخلي.

په سرمقاله کې راغلي، کابلوف په دا ډول څرګندونو سره غواړي چې طالبان پیاوړي وښيي او د افغان ځواکونو روحیه کمزورې کړي.

ورځپاڼې دا هم لیکلي چې روسیه غواړي په‎دې توګه له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ماتې ټس واخلي، دوی نوې نیابتي جګړه پیلوي او یوازنی هدف‌یې افغان دولت ته د ستونزو پیدا کول او د امریکا لاس له دغه هېواده لنډول دي.

د سرمقاله لیکونکي په باور په داسې یو حالت کې د افغانستان د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونه باید له روسي ډیپلوماتانو او د هغه هېواد له سیاسي او پوځي چارواکو سره د دوی د بې‌بنسټه څرګندونو په اړه خبرې وکړي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې هم په‎دې اړه په خپله نننۍ ګڼه کې لیکلي دي.

هېواد د کابلوف د څرګندونو په اړه د ولسي جرګې د یو شمېر غړو او افغان سیاسي کارپوهانو غبرګونونه راخیستي چې په‎کې راغلي روسیه هڅه کوي امریکایان په افغانستان کې له ماتې سره مخ شي، نو ځکه له وسله‎والو طالبانو سره مرسته کوي.

هېواد د دغو کسانو په حواله دا هم لیکلي چې افغان حکومت باید زیار وباسي چې خپل نړیوال متحدین د سولې په پروسه کې لازمو او جدي هڅو ته تشویق کړي.

  • افغانستان ما

خو افغانستان ما خپلواکې ورځپاڼې بیا د خپلې نننۍ ګنې په یو مطلب کې د سولې د یو کنفرانس د جوړېدو په اړه د افغانستان او پاکستان د هوکړې خبره کړې ده.

په مطلب کې د پاکستاني رسنیو په حواله راغلي چې دا کنفرانس به د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو ترمنځ وي چې هدف‎یې له طالبانو سره د کابل د سولې د خبرو د پیل لپاره د زمینو برابرول دي.

خو په مطلب کې د دغه کنفرانس د جوړېدو دقیقه نېټه نه‎ده ښودل شوې.

XS
SM
MD
LG