د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۵

اروپايي ټولنه، جرمني، بریتانيا او روسیه: ايران سره دې اټمي موافقه خوندي شي


اروپايي ټولنه، جرمني، بریتانيا او روسيه وايي، له ايران سره اټمي موافقه بايد خوندي شي.

وروسته له هغه چې د امریکا او فرانسې مشرانو له ايران سره د یوې نوې موافقې غوښتنه وکړه، د اروپايي اتحاديې د بهرني سیاست او امنیتي چارو لوړپوړې استازې فدریکا موګرېني وويل، له ايران سره اوسنۍ اټمي موافقه اټمي وسلو ته د دې هېواد د لاسرسي په مخنیوي کې اغېزمنه ثابته شوې، نو باید لغوه نه‎شي.

ايران هېڅ‎کله باید هېڅ ډول اټمي وسله ونه‎لري.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د اپرېل په ۲۴مه نېټه په سپينه ماڼۍ کې له لیدو وروسته وويل، دوی غواړي چې باید له ايران سره د يوې نوې موافقې په اړه مذاکرات وشي چې د ۲۰۱۵ میلادي کال تر موافقې پراخه وي او سيمه‎یيزې اندېښنې په‎کې په نظر کې ونيول شي.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون
د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د اپرېل په ۲۵مه نېټه د امریکا کانګرس دواړو جرګو ته په وينا کې وويل:

"د ايران په اړه مو هدف واضح دی. ايران هېڅ‎کله باید هېڅ ډول اټمي وسله ونه‎لري، نه اوس، نه په راتلونکو پنځو کلونو کې او نه په راتلونکو ۱۰ کلونو کې هېڅ‌کله نه."

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ رئيسې فدریکا موګرېني په بروکسل کې د اپرېل په ۲۵مه نېټه د سوريې لپاره د مرستندويانو په کنفرانس کې د وينا پر مهال وويل، هغه څه چې په راتلونکي کې کېږي، هغه به بيا ووينو.

اوس‎مهال يو موافقه‎لیک شته بايد خوندي وساتل شي.

امریکا، بریتانيې، فرانسې، روسیې او چین په ۲۰۱۵ میلادي کال کې له ايران سره اټمي موافقه لاسلیک کړه.

د ايران پر وړاندې د اقتصادي بنديزونو د لیرې کولو په بدل کې دا هېواد مکلف دی چې خپل اټمي پروګرام محدود کړي.

ايران وايي، نه‌غواړي اټمي وسلې جوړې کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د دې موافقې لاسليک کوونکو اروپايي متحدانو ته د مې مياشتې تر ۱۲مې نېټې وخت ورکړی چې په ياده موافقه کې اصلاحات راولي، که نه ده ویلي چې امریکا به له له‎دې موافقې ووځي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له ولسمشر امانوئل مکرون سره
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له ولسمشر امانوئل مکرون سره

ده تهديد کړی چې که دا کار ونه‎شي، د ايران پر وړاندې به د امریکا ټول بنديزونه عملي شي.

د جرمني د بهرنيو چارو وزير هایکو ماس ويلي، موږ غواړو دا موافقه پاتې شي او غواړو له امریکا سره مرسته وکړو چې د مې مياشتې تر ۱۲مې نېټې وروسته هم دا موافقه پاتې شي.

د ایران اټمي پروګرام د اټمي وسلو د جوړولو په هدف نه‎دی.

د بریتانيا د حکومت يوه وياند ويلي، له ايران سره اټمي موافقه د ۱۳ کلونو د ډیپلوماتيکو هڅو نتيجه ده.

د کرملېن ویاند ویلي چې د ایران او نړۍ د سترو قدرتونو ترمنځ د اټمي تړون بل بدیل نه‌شته او دغه تړون باید د ټولو هغو اړخونو له‎خوا مراعات شي چې لاسلیک کړی یې دی.

دمیتري پسکوف د دوشنبې په ورځ ویلي و:

"روسیه په کلکه د ایران د تړون د دوام غوښتنه کوي. موږ باور لرو چې د هغې بدیل نه‌شته او باید د ټولو اړخونو له‎خوا یې درناوی وشي."

بل‌خوا د ايران ولسمشر حسن روحاني پر امریکا انتقاد کړی او ويلي يې دي چې د امریکا ولسمشر په نړيوالو سياسي او حقوقي موافقه‎لیکونو کې هېڅ ډول تجربه نه‎لري.

ايران ټينګار کوي چې د دې هېواد اټمي پروګرام د اټمي وسلو د جوړولو په هدف نه‎دی او که اټمي موافقه ناکامه شي، خپل اټمي پروګرام به بېرته پيل او پراخ کړي.

XS
SM
MD
LG