د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

ټرمپ: که ایران خپل اټمي پروګرام له سره پیل کړ، له سترو ستونزو سره به مخ شي


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ خبرداری ورکړی دی چې که ایران خپل اټمي پروګرام له سره پیل کړ، نو دا هېواد به له سترو بې‌سابقه ستونزو سره مخ شي.

ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې پرون سې شنبه په سپینه‎ماڼۍ کې د فرانسې له جمهور رئیس امانوئل مکرون سره د کتنې پر مهال وکړې.

نوموړي وویل:

"زه به هغوی په اسانه پرېنه‎ږدم چې خپل اټمي پروګرام له سره پیل کړي. هغوی به هېڅ شی له سره پیل نه‎کړي. که هغوی له سره پیل کړ، نو هغوی به لويې ستونزې ولري، داسې لويې ستونزې چې مخکې یې نه‎وي لیدلي."

ولسمشر ټرمپ
ولسمشر ټرمپ

د امریکا ولسمشر وویل، د ایران اټمي موافقې چې د پخواني جمهور رئیس بارک اوباما په وخت کې شوې ده، د ایران د بالیستیک توغندیو او د منځني ختیځ په شخړو کې د تهران د رول د مخنیوي لپاره هېڅ نه‎دي کړي.

ډونالد ټرمپ وویل، په هر ځای کې په ځانګړي ډول په منځني ختیځ کې د هرې شخړې تر شا د ایران لاس دی.

د نوموړي په خبره له بده‎مرغه اوس روسیه هم په‎دې شخړو کې ورګډېږي، خو چې چېرته ستونزه ده ایران‌يې تر شا دی.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون وویل، له ایران سره د نړیوالو قوتونو اټمي موافقه د سیمې د امنیت یو لوی تصویر دی.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون
د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون

دی وايي:

"موږ په سیمه کې د خپل یووالي ساتلو ته ژمن یو. هغه څه چې موږ يې غواړو وکړو، هغه دا دي چې په سیمه کې ایران له ځانه سره وساتو. موافقه او یا د عمل ګډ پراخ بنسټه پلان د یوه لوی تصویر برخه ده."

واشنګټن ته د ولسمشر مکرون د سفر یو اصلي هدف ولسمشر ټرمپ ته قناعت ورکول دي چې له ایران سره له شوې اټمي موافقې ونه‎وځي.

فرانسوي مشر امریکا ته تر سفر دمخه د جرمني له صدراعظمې انګلا مېرکل سره چې له ایران سره د اټمي موافقې ملاتړ کوي، ولیدل.

د متحده ایالاتو ولسمشر له خپل فرانسوي سیال سره په غیر رسمي خبرو کې وویل، دوی کولای شي ډېر ژر د ایران د اټمي موافقې په اړه یوه توافق ته ورسېږي.

ډونالد ټرمپ هغو اروپايي هېوادونو ته چې له ایران سره‌يې پر اټمي موافقه لاسلیک کړی، د راتلونکې مې میاشتې تر ۱۲مې نېټې وخت ورکړی چې په‎دې موافقه کې هغه څه اصلاح کړي چې دی بدې خطاګانې بولي، که نه واشنګټن به له‎دې موافقې ووځي.

بل لورته د ایران ولسمشر حسن روحاني په خپله تازه وینا کې چې پرون دولتي ټلوېزیون خپره کړه، خبرداری ورکړ چې که امریکا له تهران سره له شوې موافقې سرغړونه وکړه، نو له سختو پایلو سره به مخ شي.

XS
SM
MD
LG