د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۱

ټرمپ د ايران له اټمي موافقې نه په وتلو دغه موافقه شنډولای شي


امریکايي چارواکو پرون ويلي چې منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ايران له اټمي موافقې څخه په وتلو سره دغه موافقه شنډولای شي.

د دوی ارزونه د ايران د ولسمشرحسن روحاني د نوومبرد نهمې له خبرو توپير لري چې وايي، هېڅ امکان نشته ټرمپ به دغه موافقه له‎منځه يوړای شي ځکه دا د ملګرو ملتونو د امنيت په شورا کې د ګڼو هېوادونو له‎خوا لاسليک شوې موافقه ده.

خو د امریکا بهرنیو چارو وزارت وياند مارک ټونر او نور امریکايي متحصصينو ويلي چې دا موافقه يو قانون نه‎ده او ټرمپ کولای شي له دې موافقې مخ واړوي.

دی کولای شي چې د بارک اوباما دغه امرچې پر ايران د اټمي فعاليتونو د محدودولو په بدل کې اقتصادي بنديزونه لېرې کړي، مخالفت وکړي.

ټونر وويل چې دا داسې موافقه ده چې هر لوری کولای شي ځيني ووځي او دا به د موافقې پر استحکام ژور اغېز وکړي.

ټونر وويل، په هغه صورت کې که امریکا له دې موافقې ووځي، ښايي ايران بيا د اټمي وسلو جوړولو پروګرام پيل کړي. ده وويل چې هيله لري ټرمپ به د دې خبرې په خاطر دغې موافقې ته ژمن پاته شي.

د امریکا د ماليې وزارت يو چارواکی زخاري ګولډمن مني چې ټرمپ دغه موافقه له‎منځه وړلای شي.

ده رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې د ولسمشر امر هرکله د ولسمشر په امر لغوه کېدای شي.

اسوشيټېډ پریس خبري اژانس راپور ورکوي چې که څه هم منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ به په لومړۍ ورځ له ايران سره د نړۍ د سترو هېوادونو له اټمي موافقې نه وځي خو ده ژمنه کړې وه چې د دې موافقې په اړه به له سره مذاکرات کوي.

د امریکا د ولسمشريزو ټاکنو د کمپاين پرمهال ټرمپ د ايران د اټمي موافقې په اړه بېلابېلې خبرې کړې وې.

خو ده ويلي چې د خبرو مانا يې د موافقې لغوه کول نه وه بلکه دا وه چې دغه موافقه به يې له سره پرانېستې وای او د ده ډیپلوماټانو به له موافقې د وتلو انتخاب درلودای.

اسوشېټېډ پريس خبري اژانس راپور ورکوي چې د دې موافقې په اړه د ټرمپ اصلي پلان مبهم دی او بېرته مذاکرات به دومره اسانه کار نه وي.

د ايران ستر مذهبي مشرايت الله علي خامنه اي ويلي و چې که امریکا دغه موافقه څېري کړي، ايران به دې موافقې ته اور واچوي.

د ايران ولسمشر حسن روحاني بيا ويلي چې هېڅ هېواد نه‎شي کولای له موافقې مخ واړوي ځکه دا موافقه د ملګروملتونو د امنيت شورا په تائيد سره لاسليک شوې ده.

د ايران ولسمشر حسن روحاني بيا ويلي چې هېڅ هېواد نه‎شي کولای له موافقې مخ واړوي
د ايران ولسمشر حسن روحاني بيا ويلي چې هېڅ هېواد نه‎شي کولای له موافقې مخ واړوي

د دې موافقې له مخې ایران خپل اټمي پروګرام محدود کړ او په بدل کې يې پر ایران د لويديځو هېوادونو بنديزونه لېرې شول.

اسوشيټېډ پريس راپور ورکوي چې ايران د دې موافقې درناوی له امریکا سره د منځني ختيځ، یمن او سوریې په خاطر پر ترینګلو اړيکو سربېره کړی دی.

XS
SM
MD
LG