د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۱

د سولې عالي شورا په افغان جګړه کې له ښکېلو خواوو د اوربند غوښتنه وکړه


د افغانستان د سولې عالي شورا په افغان جګړه کې له ښکېلو خواوو د اوربند غوښتنه کوي.

که څه هم څه باندې یوه میاشت مخکې افغان حکومت د کابل کنفراس د دوهمې ناستې پرمهال طالبانو ته د سولې په طرح کې د اوربند غوښتنه وکړه، خو د سولې عالي شورا وايي، دواړه خواوې باید اوربند ته غاړه کېږدي.

د دغې شورا مرستیالې حبیبې سرابي د یکشنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د وري په ۱۲ مه» په کابل کې د یوې خبرې ناستې په څنډه کې ازادي راډیو ته وویل چې د اوربند غوښتنه دواړو خواوو افغان حکومت او طالبانو ته راجع کېږي.

حبیبه سرابي
حبیبه سرابي

نوموړې وایي:

"دا باید په پام کې ولرو چې د اوربند غوښتنه د دواړو خواوو له لورې وشي، موږ له دواړو خواوو غواړو چې اوربند وکړي او سولې ته مخه کړي او هر څومره چې د اوربند موده ډېره وي، ګټه یې خلکو ته زیاته ده."

په ورته وخت کې اغلې سرابي د سولې د ټینګښت لپاره د هلمند له ولسي حرکته د ملاتړ ترڅنګ وویل چې طالبان باید د ځورېدولو افغان مېرمنو غوښتنې ومني.

د سولې لپاره د هلمند ولسي حرکت چې له پیلېدو یې یوه اوونۍ تېرېږي، د جګړې د درېدو او د اوربند غوښتنې مطرح کړې دي.

د دغه حرکت ځینو غړو د نه خوړو اعتصاب هم وکړ، خو طالبانو په خپرې شوې اعلامیې کې ویلي چې اعتراض کوونکي دې خپل اعتراض په دغه ولایت کې د مېشتو امریکايي ځواکونو د اډې مخې ته وکړي.

د هلمند سیمه ییزو چارواکو بیا په احتیاط د هلمند د پرلت کوونکو له غوښتنو هرکلی او ملاتړ کړی دی.

تر دې وړاندې په کابل کې هم پرلت کوونکو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د درې میاشتني اوربند غوښتنه کړې او دا یې ویلي چې تر کومه دغه غوښتنه نه وي منل شوي، د کابل په حضوري چمن کې به د پرلت خېمه ولاړه وي.

د جمهوري ریاست د ویندوی د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي بیا ازادي راډیو ته وویل چې افغان حکومت د اوربند په ګډون طالبانو ته د سولې په طرحه کې ټول مسایل واضح کړي دي.

شاه حسین مرتضوي
شاه حسین مرتضوي

دی وایي:

"حکومت د کابل کنفراس په دوهمه ناسته کې د سولې لپاره مشخص وړاندیزونه چې ټول مسایل په کې موجود دي، وړاندې کړي او موږ په تمه یوو چې طالبان هم خپل دریځ اعلان کړي."

طالبانو تر اوسه د سولې د عالي شورا د دې غوښتنې په تړاو څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولي عالي شورا چارواکي وايي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت په هدف به ډېر ژر د اندونیزیا او یوه میاشت وروسته په سعودي عربستان کې د علماوو کنفراسونه هم جوړ شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG