د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۶

نیول شوی الماني تبعه د څه لپاره هلمند ته تللی و؟


د هلمند چارواکو د یوه الماني تبعه د نیولو خبر ورکړی دی.

په هغه خبرپاڼه کې چې د ۲۱۵ میوند قول اردو نه رسنیو ته استول شوې، ویل شوي چې یاد بهرنی د ګډو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې نیول شوی دی.

د هلمند د والي ویاند وايي، که څه هم نیول شوی بهرنی تبعه په الماني ژبه خبرې کوي، خو دا به وروسته څرګنده شي چې نوموړی د کوم هېواد تبعه دی.

په تور پاج، زرغون کوټ او سپینو جامو کې ناست د سپین مخ خاوند په هغه ژبه نه‌پوهېږي چې د افغان ځواکونو مسؤلین ورسره غږېږي.

په هغه خبرپاڼه کې چې په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو څخه رسنیو ته استول شوې ده راغلي چې نوموړی خپل نوم عبدالودود ښيي او یوازې په الماني ژبه خبرې کوي.

په وېډیو کې خپله عبدالودود په هلمند کې د خپل فعالیت موده یو کال ښيي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، نوموړی د نورو تحقیقاتو لپاره کندهار ته انتقال شوی دی.

ځواک وايي، که څه هم نیول شوی کس په الماني ژبه خبرې کوي، خو دا نه‌شي تأییدولی چې نوموړی د المان تبعه دی.

د هلمند د ګرشک ولسوالۍ چارواکو ویلي دي چې دغه بهرنی تبعه وسله‌والو ته د سړک غاړې ماینونو په اړه د روزنې لپاره راغلی دی.

پخوا تر دې افغان حکومت په هېواد کې دننه د وسله‌والو طالبانو تر څنګ د نږدې ۲۴ ترورېستي ډلو د فعالیت خبر ورکړی و چې ویل کېږي اکثره‌يې یا بهرنۍ ترورېستي ډلې دي او یا د هېواد نه بهر د یو شمېر هېوادونو په خاص ډول پاکستان له‌خوا یې ملاتړ کېږي.

که څه هم په دې عملیاتو کې چي د نهر سراج ولسوالۍ د حیدراباد سیمې د محمود زو په کلي کې ترسره شوي دي د ګډو افغان ځواکونو نوم یادېږي، خو په هغه وېډیو کې چې د نیول شوي بهرني څخه د موبایل ټیلیفون په واسطه شوې ده په انګلیسي هم خبرې کېږي.

د افغانستان د حکومت د امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر څو ورځې وړاندې له یوه خصوصي ټلوېزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، د ملي وحدت حکومت د جوړېدو راهيسې یې شااوخوا ۸۰ نفره بهرني تبعه چې د وسله‌والو په لیکو کې يې فعالیت کاوه نیول شوي دي او خپلو هېوادونو ته سپارل شوي دي چې له دې جملې وروستی هغه‌یې د قزاقستان یو تبعه و چې خپل هېواد ته سپارل شوی دی.

د هلمند د والي ویاند وايي، دقیقه نه‌ده چې څومره، خو د وسله‌والو طالبانو په شمول شاید ځیني ډلې فعالیت ولري، اما د هلمند والي حیات‌الله حیات څه موده مخکې د وسله‌والو طالبانو پرته د نورو ټولو ډلو حضور رد کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۱۵ میلادي کال د فبرورۍ د میاشتې پر ۱۱مه نېټه د طالبانو څخه بېل شوی قوماندان ملا رؤف خادم چې د داعش استازيتوب‌یې کاوه، د بهرنیو ځواکونو په یوه هوايي برید کې د هلمند د کجکي ولسوالۍ د اذان په کلي کې ووژل شو.

د هلمند اوسېدونکي وايي، د وسله‌والو طالبانو تر څنګ د بهرنیو وسله‌والو موجودیت دوی ته نور هم خطرناکه تمامېږي.

راپور: الیاس داعي

XS
SM
MD
LG