د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۹

په ملګرو ملتونو کې د امریکا او روسیې سفیرانو د سوریې پر سر شخړه وکړه


په ملګرو ملتونو کې د امریکا او روسیې سفیرانو پرون دوشنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۱۶» په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم تر ولکې لاندې سیمو کې د کیمیاوي وسلو د استعمال د ادعاوو پر سر شخړه وکړه.

په "م.م" کې د امریکا او روسیې سفیرانو د سوریې په اړه شخړه وکړه

د ادعاوو پر اساس، د بشار الاسد پوځيانو د دمشق ختیځ لور ته په پرته سیمه غوطه "غوطه الشرقیه" کې پر خلکو کیمیاوي وسلې استعمال کړې دي.

په غوطه کې د حملې یو شمېر قربانیان پر خپلو سیمو د بشارالاسد د پوځيانو له لوري د کیمیاوي وسلو د استعمال د ثبوت وړاندې کولو لپاره رامخکې شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هيلي پرون دوشنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۱۶» د امنیت شورا په غونډه کې پر روسیې تور ولګاوه چې په دې اړه د خپلواکو څېړنو مخنیوی کوي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هيلي
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هيلي

نيکي هيلي وویل، روسیې تر اوسه دومره ساده بیان هم نه‎دی ورکړی چې په سوریه کې پر ماشومانو د کلورین ګاز استعمال په‌کې وغندل شي.

هغې زیاته کړه:

"امنیت شورا تل د کیمیاوي وسلو د استعمال پر ضد غږ پورته کړی، خو «د سوریې رژیم» هغوی بیا هم داسې کار کوي."

مسکو د ولسمشر بشارالاسد کلک ملاتړ کوي او په ۲۰۱۵ میلادي کال کې یې د هغه د رژیم په ملاتړ پوځي عملیات پیل کړل.

دمشق ته نږدې حکومتي ځواکونو ۲۳ ملکي وګړي وژلي

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نبنزیا پرون دوشنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۱۶» د امریکا د سفیرې خبرې رد کړي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نبنزیا
په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نبنزیا

د روسیې سفیر وویل:

"موږ پوهېږو، په داسې حال کې چې عامل قطعاً نه‎دی موندل شوی، هدف د سوريې پر رژیم د کیمیاوي وسلو د استعمال تور لګول دي."

د امنیت شورا کې تر بحث وروسته، پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل چې په سوریه کې د کلورین ګاز د استعمال راپورونه د جدي اندېښنې وړ دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویل شوي چې په وروستۍ یوه میاشت کې د کیمیاوي وسلو د شپږو حملو په اړه چې راپورونه ورباندې خپاره شوي، شواهد لري.

د یادونې وړ ده چې د بشارالاسد رژیم مکرراً د کیمیاوي وسلو د استعمال ادعاوې رد کړې دي.

امریکا او روسیه د امنیت شورا دایمي غړي دي او د ویتو حق لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویل شوي چې د روسیې حکومت د خپل نړیوال تعهد خلاف، تل د سوریې رژیم له حساب ورکولو څنډې ته کوي.

په بیان کې زیاته شوې چې د سوریې په بحران کې ټول ښکېل اړخونه باید د کیمیاوي وسلو له استعماله لاس واخلي.

د سوریې بې‌ګناه خلک کړېږي او نړیوال‌یې ویني.

XS
SM
MD
LG