د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

امریکا: دمشق د نویو کیمیاوي وسلو د جوړولو له لارې پر خلکو حملې کوي


متحد ایالاتو یو ځل بیا په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د کارولو له کبله اندېښنه ښودلې او پر دمشق یې تور لګولی دی چې د نویو کیمیاوي وسلو د جوړولو له لارې پر خلکو حملې کوي.

د امریکا حکومت د سوریې د دولتي ځواکونو له‎خوا د دې هېواد په ختیځه سیمه غوتا کې په وروستیو حملو کې د وسلې په توګه د کلورین ګاز د کارولو د راپورونو په اړه سخته اندېښنه څرګنده کړې.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هډر ناوئرټ پرون خبریالانو ته وویل، امریکا له دې کبله ډېره اندېښنه لري.

هډر ناوئرټ
هډر ناوئرټ

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره وايي چې د بشارالاسد په مشرۍ د سوریې رژیم سره له دې چې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د خپلو کیمیاوي وسلو د پروګرام د له‎منځه وړلو ژمنه کړې وه، خو لا هم د دې وسلو نوي ډولونه جوړوي او پر خلکو د حملې په مقصد کار ترې اخلي. امریکايي چارواکو پرون وویل چې نړۍ باید د دې کار مخه ونیسي.

اسوشیټېډ پرېس خبري آژانس د امریکايي چارواکو له قوله لیکي چې وايي، ټرمپ پر اسد د برید او د هغه په وړاندې د اضافي پوځي اقداماتو احتمال نه‎دی رد کړی، خو دوی نه‎دي ویلي چې دا کار سمدستي په پام کې دی.

دا چارواکي ټینګار کوي چې امریکا د کیمیاوي وسلو له کاروونکو سره د حساب کتاب لپاره د نویو لارو چارو په لټه کې ده او په دې برخه کې د اسد له پلوي هېواد روسیې څخه هم د مرستې غوښتنه کوي.

دې چارواکو چې نه غواړي نومونه یې ښکاره شي، خبریالانو ته وویل، ډېر امکان لري چې ولسمشر اسد به وروسته له دې چې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د خپلو ټولو کیمیاوي وسلو د زېرمو له ښودلو ډډه وکړه، د دې وسلو کومه پټه زېرمه ساتلې وي.

د دوی په وینا، د کیمیاوي وسلو د وروستیو حملو د ادعاوو په دوام ترلاسه شوي معلومات ښيي چې سوریې د دې وسلو د تولید ظرفیت ساتلی.

د یادونې وړ ده چې د کیمیاوي وسلو تولید او کارول د ۲۰۱۳ میلادي کال د تړون له مخې ممنوع دي.

تر اوسه داسې اسناد او شواهد نه‎دي ترلاسه شوي چې د سوریې حکومت به د اووه کلنې جګړې له پیلېدو وروسته نوې او تر پخوا وژونکې کیمیاوي وسلې جوړې کړې وي، خو دا امریکايي چارواکي وايي، د دوی په اند په وروستیو حملو کې له کارول شویو وسلو څخه داسې پرمختللي کیمیاوي مواد ترلاسه شوي چې په نتیجه کې یې د دې حملو د څرنګوالي په اړه د معلوماتو ترلاسه کول له ستونزو سره مخامخ کوي.

د دوی په وینا په دې حملو کې هم له کلورینه چې تشخیص یې اسانه دی او هم له سارین څخه چې ډېر پېچلی ترکیب لري کار اخېستل شوی دی.

د ولسمشراسد حکومت له کیمیاوي وسلو د کار اخېستو ادعاوې رد کړي دي او روسیه هم ادعا کوي چې دا تورونه بې بنسټه دي او هدف یې د سوریې د حکومت پر ضد د خلکو پارول دي.

روسیې او سوریې په دې برخه کې د ملګرو ملتونو او د کیمیاوي وسلو د مخنیوي د ادارې له‎خوا د مؤظف شوي ګډ تحقیقاتي ماموریت د څېړنو نتیجې چې ویې ویل، د اسد حکومت په ۲۰۱۴، ۲۰۱۵ او د ۲۰۱۷ میلادي کال په اپرېل میاشت کې له کلورین او سارین ګاز څخه کار اخېستی، رد کړې دي.

XS
SM
MD
LG