د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

ولسمشر غني ته د کابل وړاندې شوی امنیتي پلان!


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ښار او ولسوالیو د امنیت لپاره یو هر اړخیز امنیتي پلان جوړ شوی دی.

په کابل کې د وسله والو مخالفینو تر پرلپسې خونړیو حملو وروسته افغان امنیتي او دفاعي چارواکي د یو نوي هر اړخیز امنیتي پلان د بشپړېدو خبره کوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، پر دغه هر اړخیزه پلان امنیتي بنسټونو په ګډه کار کړی چې د نورو اړخونو تر څنګ کابل ته د ټولو غځېدلو لارو د امنیت مسئلې ته هم په کې پام شوی دی.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمې ازادي راډيو ته وویل دا پلان نن جمهوري ریاست ته سپارل شوی او د ولسمشر له تائید وروسته به د تطبیق وړ وي.

نصرت رحیمي
نصرت رحیمي

نوموړي زیاته کړه:

"د کابل ښار او ولسوالیو لپاره په ځانګړي ډول پر هغو لارو چې کابل ته غځېدلي دي په دې اړه پر یوه جامع پلان کار شوی چې ټول اړخونه يې د اوپراتیفي، د استخباراتو، د کشف او امنیت له پلوه په نظر کې نیول شوي او د جمهوري ریاست مقام ته وړاندې شو."

ښاغلی رحیمي وايي، په پلي کېدو سره به یې په امنیتي برخه کې ګڼې اندېښنې لېري شي.

دی وايي، په پلان کې نه یوازې د تروریستي پېښو د مخنیوي لارې چارې شاملې شوي بلکې تر څنګ یې د جنايي جرمونو د راکمولو په برخه هم کار شوی دی.

ولسمشر غني د تېرې جمعې په ورځ په کابل کې د وروستیو حملو د غندلو تر څنګ وویل چې د یکشنبې په ورځ به امنیتي او دفاعي چارواکي د کابل سراسري امنتي پلان ماته وسپاري.

د کابل لپاره نوی امنیتي پلان داسې مهال بشپړېږي او جمهوري ریاست ته سپارل کېږي چې وسله والو د تېرې یوې میاشتې راهیسې د کابل په مهمو او ګڼ مېشتو سیمو کې بمي چاودنې، انتحاري او ډله ییزې حملې وکړې.

د کورنیو چارو وزارت: پر کانټیننټال هوټل برید کې د ۱۴ بهرنیانو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي

مجروح: د کابل په نننۍ چاودنه کې ۹۵ تنه وژل شوي او ۱۵۸ ټپیان دي

دفاع وزارت: د ۱۱۱مې فرقې د یو کنډک پر جز و تام حمله کې ۱۱ سرتېري وژل شوي

په دغو بریدونو کې پر انټر کانټیننټال هوټل، شش درک، د جمهوریت روغتون مخې ته او د ۱۱۱ فرقې د یو کڼدک په جزوتام بریدونو شامل دي چې مسؤلیت یې طالبانو او داعش ډلې منلی او له پنځه سوو نه زیاتو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی او د دغې جرګې د کورني امنیت د کمېسیون غړی انور خان اوریاخېل د دغه پلان جوړېدل مهم ګڼي خو وايي، باید د تطبیق لپاره یې هم جدي کار وشي.

ښاغلی اوریاخېل وايي، د وسله والو نویو تکتیکونو ته په پام سره پکار ده چې تازه پلانونه هم د نوي ټکنالوژۍ پر بنسټ جوړ شي.

اوریاخېل: نوي پلانونه باید د نوي ټکنالوژۍ پر اساس جوړ شي.
اوریاخېل: نوي پلانونه باید د نوي ټکنالوژۍ پر اساس جوړ شي.

نوموړي زیاته کړه:

"اوسنۍ جګړې او ستراتژي له پخوانیو سره توپیر لري، موږ باید د امنیت لپاره له اوسنیو ټکنالوژیو نه استفاده وکړو، هر کار باید ګټور واقع شي، د پلان تر څنګ سیسټم جوړ شي، کار اهل کار ته وسپارل شي او په امنیتي برخه کې مسلکي کدرونه وګمارل شي."

له دې سره د کابل د ولایتي شورا غړی سید عبدالرحمان هاشمي بیا د یاد پلان د ښه تطبیق لپاره د همغږۍ پر رامنځته کولو ټینګار کوي.

ښاغلي هاشمي ازادي راډيو ته وویل، د کابل د امنیت او ثبات لپاره د خلکو همکاري هم ډېره مهمه ده.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG