د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ وږی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۲۴

واشنګتن لاهم القاعده ته د یوه ګواښ په سترګه ګوري


۲۰۰۱ کال- د سپتمبر ۱۱، نیویارک- ارشیف
۲۰۰۱ کال- د سپتمبر ۱۱، نیویارک- ارشیف

د دوه زره لومړي کال د سپټمبر له یولسمې ۲۴ کال راوروسته، چې د القاعده ترهګرې ډلې موسس او دوهم مشر وژل شوې دي او امریکایي ځواکونه له افغانستانه وتلي دي، بیا هم د امریکا په باور دا ډله یو تهدید دی.

د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار ډلې ویلي چې طالبانو په افغانستان کې د القاعده تنظیم لپاره مناسب چاپيریال برابر کړی دی او دا هڅې روانې دي.

دې ډلې په خپل اووه ویشت مخه راپور کې چې د جولای په دیرشمه یې د ملګرو ملتو پر ویبپاڼه خپور کړ ، دغه شان له القاعده څخه د راټوکیدلې څانګې داعش یا اسلامي دولت نومې وسله واله ډلې او د دې ترهګر تنظیم د خراسان څانګې فعالیتونو ته اندیښنه ښودلې ده.

د القاعده شبکې د دوه زره لومړي کال د سپتمبر د یولسمې نیټې برید، چې په نیویارک، پنسلوانیا او واشنګتن کې یې شاوخوا درې زره کسان ووژل، د دې سبب شو چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت نسکوره شي. طالبانو هغه مهال د واشنګتن داغوښتنه ردوله چې د القاعده مشر اسامه بن لادن وروسپاري یا یې له افغانستان وباسي همهغه و چې امریکایي ځواکونو د دوی پر حکومت برید وکړ.

د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف په افغانستان کې له نژدې لس کاله جګړې وروسته د دوه زره یولسم کال د مې په دوهمه د القاعده شبکې موسس اسامه بن لادن د پاکستان په ایبټ اباد کې د ځانګړیو ځواکونو د عملیاتو پرمهال وواژه، دا خبر لومړی د امریکا د هغه وخت ولسمشر بارک اوباما ورکړ:

« زه د امریکا خلکو او نړۍ ته خبر ورکوم چې متحده ایالاتو داسې عملیات ترسره کړي چې د القاعدې مشر او یو ترهګر اسامه بن لادن یې وواژه چې د زرګونو بې ګناه نارینه وو، ښځو او ماشومانو د وژنې مسوول و»

د سعودي عربستان د تبعه اسامه بن لادن تر وژلو وروسته د القاعده مشري مصري ایمن الظواهري ته وسپارل شوه. امریکایي ځواکونه په افغانستان کې د خپل حضور په کلونو کې ونه توانیدل چې د الظواهري ځای پيدا کړي. کله چې طالبانو د دوه زره یو ویشتم کال د اګست په پنځلسمه کابل ونیو د الظواهري په اړه رسنیو معلومات نه لرل. ما د طالبانو له ویاند ذبیح الله مجاهد څخه د همهغه کال د سپتمبر په میاشت کې پوښتنه وکړه چې الظواهري چیرته دی، دوی وویل:

« موږ ته نه معلومیږي چې هغه به چیرته وي»

بیا مې وپوښت:

ستاسو د حکومت تر بیا ځلي واکمنۍ لس کاله مخکې لا د القاعده مشر په سیمه کې و، تاسو کله ورسره لیدلي دي؟

مجاهد وویل:

« نه بعد له دوه زره لومړي کال موږ له هغوی سره نه دي لیدلي او په دې هم خبر نه یوو چې هغه چیرته اوسیدلی»

له ښاغلي مجاهد څخه مې بیا پوښتنه وکړه:

تاسو په یوه مرکه کې له داخلي رسنیو سره ویلي و چې دوی عربو ته تللي دي؟

مجاهد:

« هو دا خو زموږ اټکل دا دی چې وروسته له دوه زره لومړي کاله چې دلته جګړې شوې، نړیوال استخبارات دلته راغلل، بیا د دوی د ژوند فرصت طبعا کم شو. له نژادي پلوه، له ژبني پلوه او څیرې له اړخه د دوی پیژندل کیدل اسانه و او په عرپي هیوادو کې تحولاتو هم له دې سره مرسته وکړه چې عربان خپلو هیوادونو ته ولاړ شي»

تر دې څرګندونو څو میاشتې وروسته د القاعده دوهم مشر الظواهري په کابل کې د امریکایي ځواکونو د یوې حملې په ترڅ کې ووژل شو او د امریکا د هغه مهال ولسمشر جو بایډن وویل:

« زما په لارښوونه، متحده ایالاتو په بریالیتوب سره د افغانستان په کابل کې یو هوایی برید پای ته ورساوه، چې د القاعدې امیر، ایمن الظواهري یې وواژه. دا مهمه نه ده چې څومره وخت یې ونیو، دا هم مهمه نه ده چې ته چیرته پټیږې، که ته زموږ خلکو ته ګواښ یې، متحد ایالتونه به تاسو پيدا کړي او له منځه به مو یوسي»

د القاعده د مشرانو تر وژلو وروسته هم په افغانستان کې د دې ډلې د فعالیتونو د ادامې راپورونه خپاره شوې دي.

ملګرو ملتو بیا پروسږکال په یوه راپور کې ویلي و چې القاعده په کندهار او تخار ولایتونو کې نوي رونیز کمپونه جوړ کړې دي او په لغمان، کونړ، ننګرهار، پروان، رزګان، غزني، زابل، هلمند، نورستان، بادغیس او پنجشیر کې فعاله ده. طالبانو دا تورونه رد کړې دي او وایي چې هیڅ وسله واله ډله یې نه ده پرې ایښې چې په افغانستان کې فعالیت وکړي.

د سیاسي چارو کتونکی قریب الرحمان شهاب وایي چې په افغانستان کې نژدې پنځو لسیزو جګړو د بیلابیلو وسله والو ډلو فعالیت ته زمینه برابره کړې چې ژر یې ریښې نه شي وچیدلی:

« د دغو ډولو په دومره سرعت له منځه تلل، لکه اوس چې یې افغانان تمه لري دا ممکنه نه ده. په همدغه اساس هره هغه ترهګره یا وسله واله ډله چې په افغانستان کې یې د موجودیت خبره کیږي د هغوی همفکره او خواخوږي شته لیکن په داسې کچه چې هغوی دې عملا فعالیت ولري، یا دې پر کومه ساحه کنټرول ولري دا شی نه ترسترګو کیږي. نو بناء د دغو ډولو فکر او فکري خط السیرد افغانستان د راتلونکې لپاره د یوه ګواښ په توګه مطرح کیدای شي او افغانان یې باید جدي وګڼي»

لانګ وال ژورنال خپرونې سږکال د فبروري په دیارلسمه په یوه راپور کې ولیکل چې القاعده شبکه په افغانستان کې د ودې په حال کې ده او طالبانو له دې ډلې سره خپل اړیکي نه دې پرې ایښي.

د سیاسي چارو کتونکې شینکۍ کړوخیل په دې باور ده چې القاعده ډله په افغانستان کې د پخوا په څير غښتلې نه ده خو فکر یې پياوړی شوی دی:

« القاعده د پخوا په څير له جنګي لحاظه فعاله نه ده. دا ډله په یو فکري مکتب بدله شوې چې نورې افراطي ډلې ترې اغیزمنې دي لکه داعش او همداراز د دوی نظریات په خپله طالبانو او نورو افراطي ډلو باندې کاملا معلومیږي. فکر کوم اوس په افغانستان کې د دوی پلویان، د دوی غړي یا د دوی ځیني مشران موجود وي چې دا خپل فکري مکتب له دې جغرافیې نورې نړۍ ته وغځوي او فکر کوم چې تر ډيره به نورې افراطي ډلې د دوی له افکارو څخه متاثره کیږي. هیڅ امکان نه لرې چې په اوسني وضعیت کې په افغانستان کې القاعده نه وي او له مختلفو ډلو سره په ارتباط کې نه وي، ځکه چې اوسنی وضعیت د دوی لپاره کافي مساعد دی چې دوی پکې شتون ولري او خپله نظریه د نړۍ په سطحه خپره کړي»

د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار ډلې د جولای د دیرشمې نیټې په راپور کې تر القاعده ډلې ، داعش نړۍ ته جدي ګواښ بلل شوی دی.

داعش چې له القاعده څخه راټوکیدلې څانګه ده په دوه زره څلورم کال کې په عراق کې ابومصعب الزرقاوي جوړه کړه، بیا الزرقاوي د دوه زره شپږم کال د جون په اوومه د امریکا د هوایي ځواکونو د برید په ترڅ کې ووژل شو او دا ډله د عراق د اسلامي دولت په نوم وپیژندل شوه وروسته په دوه زره دیارلسم کې د سوریې د جګړې پرمهال په داعش مشهوره شوه. داعش خراسان څانګه بیا په دوه زره پنځلسم کال کې د پاکستاني طالبانو، لشکر جنګوي او افغان طالبانو له یوشمیر ناراضه غړیو څخه جوړه شوه. هغه وخت دې ډلې په عراق کې د داعش د همهغه مهال د مشر ابوبکر البغدادي بیعت وکړ. البغدادي د دوه زره نولسم کال د اکتوبر په اخره کې د شپې په مخه د امریکایي ځواکونو د برید پرمهال په ورسره بم ځان وواژه.

اسوشیتد پریس اژانس په یوه راپور کې چې پروسږکال یې د فبروري په میاشت کې خپور کړی و داعش له القاعده بیله شوې ډله وبلله. په افغانستان کې بیا

القاعده او طالبان داعش خراسان څانګې ته د دښمن په سترګه ګوري. طالبان دا ډله د خپل واک لپاره جدي ګواښ ګڼي او د ځینو کتونکو په باور د دې دوو ډلو توپیر په ایډیالوژي کې دی، داعش خراسان څانګه مدعي ده چې د اسلامي خلافت د ټینګیدو لپاره هڅې کوي او دوی طالبان تورنوي چې د اسلامي اصولو په خلاف د خلافت پرځای امارت ته لومړیتوب ورکوي.

د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار ډلې په وینا د طالبانو حکومت د داعش خراسان څانګې فعالیتونه څه ناڅه کمزورې کړې دي، خو په خپاره کړي راپور کې یې راغلې دي چې له ۲۰۲۴ کال راوروسته ، داعش خراسان څانګه د شاوخوا ۲زرو جنګیالیو په لرلو، په افغانستان کې دننه او بهر، د روسیې د قفقاز په ګډون په منځنۍ اسیا کې د نورو ترهګرو له ناراضي ډلو د جنګیالیو جذبولو ته دوام ورکړی دی.

په دې راپور کې دا هم ویل شوې دي چې د پاکستان پولې ته نژدې سیمو کې، داعش خراسان څانګه ماشومان په دیني مدرسو کې روزي او له ۱۴ کلنو کم عمره ماشومانو ته د انتحار د روزنې پروګرامونه جوړوي.

په افغانستان، عراق او ملګرو ملتو کې د امریکا د متحد ایالتونو پخواني سفیر او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد سږکال د اپریل په میاشت کې په ایکسپاڼه کې لیکلي و چې باخبره کسانو ده ته ویلي دي چې دا اندیښنه لري چې ممکن اسلام اباد د افغان کډوالو د ستنولو د بهیر په ترڅ کې د داعش خراسان څانګې غړي افغانستان ته واستوي. د ښاغلي خلیلزاد د دې تور تایید په مسکو کې د افغانستان پخواني دیپلومات غوث جانبازله ازادي راډيو سره په خبرو کې داسې وکړ چې روسیه چې دې ډلې ته اندیښمنه ده، پاکستان ته ګوته نه نیسي:

« د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف څخه نیولې تر د فاع وزیر، د امنیت شورا منشي او همداسې د ټولګټو نظامي تړون د مشرانو او قوماندانانو په شمول تل پر دې ټینګار کړی دی چې داعش په افغانستان کې شته او ځیني هیوادونه چې اکثر غربي هیوادونو ته اشاره کوي د هغوی له خوا له سوریې څخه له عراق څخه، له نورو ځایونو څخه رامنتقل کیږي. خو جالبه دا ده چې د روسیې حکومت په دې تړاو پاکستان ته اشاره نه کوي. په داسې حال کې چې افغانستان د ترهګرو سازمانونو قرباني دی»

داعش خراسان څانګې د دوه زره څلرویشتم کال د مارچ په دوه ویشتمې نیټې د مسکو په لویدیځ کې د کارکاس د کنسرت پر هال برید وکړ چې په لسګونو کسان یې ووژل او په سلګونو یې ټپيان کړل. ښاغلی جانباز چې د روسیې تحولات له نژدې څاري په دې باور دی چې له دې برید سره د روسانو اندیښنې د داعش په برخه کې زیاتې شوې دي. د دې حملې په ترڅ کې تر یوسل او پنځه څلویښت دیر کسان ووژل شول او څه د پاسه پنځه سوه نور ټپيان شول. روسیه وایي چې دا حمله هغو کسانو وکړه چې د ډیورنډ کرښې شاوخوا سیمو کې یې پوځي روزنه ترلاسه کړې وه.

د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې په کلني راپور کې چې سږکال د مارچ په وروستیو کې خپور شو د داعش خراسان څانګې د ګواښونو د پراخیدو ذکر شوی دی چې فعالیتونه یې له افغانستانه مرکزي اسیا، ایران او حتی تر روسیې پورې غځیدلې دي او د راپور له مخې د داعش خراسان څانګې انلاین هڅې داسې دي چې خلک تشویقوي چې پر لویدیځ بریدونه وکړي.

د امریکا د ملي استخباراتو ادارې په دې راپور کې القاعده ډله هم جدي ګواښ بلل شوې ده چې لا یې هم د امریکا دننه او بهر د امریکا د ګټو پرضد د عملیاتو د ترسره کولو له هڅو لاس نه دی اخیستی.

د امریکا د استخباراتي راپورونو په استناد، په افغانستان کې القاعده نن سبا یو جدي ګواښ نه ګڼل کیږي.

د امریکا اندیښنه تر ډيره په افریقا کې القاعده وسله والو ته ده. په امریکا کې میشته د بحرانونو د څارنې د ډلې د معلوماتو له مخې د مې په میاشت کې د جماعت نصرت الاسلام و المسلمین ډلې د بریدونو په ترڅ کې په مالي، نیجر او بورکینا فاسو کې تر اته سوه پنځوس ډیر کسان وژل شوې دي، تر دې مخکې د راپورونو له مخې په اوسط ډول دا تلفات د میاشتې شاوخوا شپږ سوو ته رسیدل.

نیویارک پوسټ د مې په دیرشمه په یوه مقاله کې د امریکایي جګپوړیو جنرالانو په وینا ولیکل چې د افریقا په ساحل سیمه کې ترهګرې ډلې ښایي بالاخره امریکا ته ګواښونه پيدا کړي.

د سمندري ځواکونو جنرال مایکل لانګلي د ساحل سیمه، چې مالي، بورکینا فاسو او نیجر پکې شامل دي، د "ترهګرۍ مرکز" بللی دی.

د جنرال لانګلي په باور له داعش او القاعدې سره تړلې ترورستي ډلې له دوه زره دوه ویشتم کال راهیسې په افریقا کې څو برابره پياوړې شوې دي چې د واشنګتن لپاره د ځانګړې اندیښنې وړ دي.

XS
SM
MD
LG