د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۰

تمه ده اروپایي ټولنه نن د ایران له اټمي تړون څخه ملاتړ وښیي


تمه ده اروپایي ټولنه او ایران نن د ایران د اټمي تړون څخه چې په ۲۰۱۵ مېلادي کال کې د تهران او د نړۍ قدرتونو ترمنځ لاسلیک شوی، ملاتړ وښیي.

په هغه غونډه کې چې نن پنجشنبې په بروکسل کې د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ جوړېږي، تمه کېږي چې د ایران له اټمي تړون څخه ملاتړ وښودل شي او تمه ده د دغې ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره فدریکا موګرېني ایران ته ډاډ ورکړي چې دوی به د ایران د اټمي تړون د ملاتړ په برخه کې پر خپله ژمنه پاتې شي.

رویټرز خبري اژانس د یوې اروپایي ډیپلوماټیکې سرچینې په حواله لیکلي چې وایي، په دې کار سره هدف دا دی چې اروپایي ټولنه واشنګټن ته پیغام ورکړي چې ایران د تړون اصول مراعاتوي او دا به ښه وي چې د تهران د منزوي کېدو پر ځای یوه اټمي موافقه ولري.

دا غونډه یوه ورځ مخکې تر هغه کېږي چې نن به په دغه تړون کې د پاتې کېدو یا وتلو په اړه د امریکا ولسمشر وروستۍ پرېکړه وکړي او دا پرېکړه به د جنورۍ پر دولسمه رسماً اعلان شي.

د امریکا ولسمشر د ایران د اټمي تړون د تائید یا رد لپاره نوي ورځې وخت ټاکلی و.

ولسمشر ډونالد ټرمپ
ولسمشر ډونالد ټرمپ

راپورونه وایي، د ډونالد ټرمپ ډېری لوړ پوړي سلاکاران پر دې خبري کوي چې ولسمشر ته قناعت ورکړي چې د تړون له مخې پر ایران بندیزونه محدود کړي.

خو د تېرې ورځې په دې خبرو کې ظاهراً داسې ښکاري چې ولسمشر دې کار ته لېوالتیا نه لري.

راپورونه وایي چې ولسمشر ټرمپ او لوړپوړي سلاکاران به یې نن سره وګوري او د ایران د اټمي تړون په اړه به خپله وروستۍ پرېکړه وکړي.

د اروپایي ټولنې په ګډون د دې تړون نور غړي، بریتانیا، چین، جرمني، فرانسه او روسیه پر دې ټینګار کوي چې تړون دې پر خپل حال وي، خو ولسمشر ټرمپ پر دې تړون سخت انتقاد لري.

ایران پرون خبرداری ورکړ، که امریکا له دې تړونه ووځي، تهران به هم له دې تړونه بهر شي.

تر دې خبرو یوه ورځ مخکې یعني د چهارشنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په مسکو کې وکتل.

ښاغلي ظریف بیا ګډې خبرې غونډې ته د خبرو پرمهال له اټمي تړونه د امریکا احتمالي وتلو ته اشاره وکړ او ویې ویل:

جواد ظریف
جواد ظریف

"له بده مرغه د اټمي تړون یو بل غړی چې خپلې ژمنې یې بشپړې هم نه دې عملي کړي، په دې برخه کې یې تخریبي سیاست ته مخه کړې."

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د ایران له اټمي تړون څخه د مسکو د ملاتړ اعلان وکړ.

له ایران سره دا تړون د پخواني ولسمشر بارک اوباما په وخت کې په ۲۰۱۵ مېلادي کال کې لاسلیک شوی و.

XS
SM
MD
LG