د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

د ایران په امل، سمنان او شادګان ښارونو کې د حکومت په پلوي مظاهرې شوي


د ايران دولتي ټلوېزېون پرون شنبه«۱۳۹۶کال مرغومې۱۶» د هغو مظاهرو تصويرونه خپاره کړل چې د امل، سمنان او شادګان په ګډون په څو ښارونو کې د حکومت په پلوي رابلل شوي وې.

د حکومت ملاتړو د ايران بيرغونه له ځانونو سره لېږدول، مرګ پر امريکا، مرګ پر اسرائيل، مرګ پر بريتانيا او مرګ پر منافق شعارونه يې ورکول.

د بيو د لوړېدو په اعتراض د دغو پيل شويو مظاهرو نن یکشنبه «۱۳۹۶کال مرغومې ۱۷» لس ورځې پوره شوې.

تر اوسه د راپورونو پر اساس د دغو مظاهرو پر مهال ٢٢ کسان وژل شوي او تر ١٧٠٠ ډېر نور کسان نيول شوي دي.

دا تقريباً په تېره يوه لسيزه کې په ايران کې تر ټولو ستر حکومت-ضد اعتراضونه ګڼل شوي دي.

د دغو مظاهرو پر مهال ٢٢ کسان وژل شوي او تر ١٧٠٠ ډېر نور کسان نيول شوي.

د دغو اعتراضونو پر موضوع د بحث او د هغو د علت د څېړلو لپاره د ايران پارلمان نن يکشنبه «۱۳۹۶کال مرغومې۱۷» ځانګړې غونډه کوي.

دغه غونډه چې نن یکشنبه «۱۳۹۶کال مرغومې۱۷» پر ځايي وخت د سهار پر نهو بجو پيلېږي، د اصلاح‌پالو وکيلانو د ډلې له‌خوا رابلل شوې ده.

بل‌خوا اېسنا خبري اژانس راپور ورکړى چې د کورنيو چارو وزير، د استخباراتو رئيس او د امنيت شورا مسؤلان به په پارلمان کې د تړلو دروازو تر شا هم يوه غونډه ولري.

په پلازمېنه تهران کې تېره شپه ناکراريو دوام درلود، په ټولنيزو رسنيو کې خپاره شوي تصاوير د پوليسو له پراخ حضور سره- سره پراخې غونډې ښيي.

پرون شنبه «۱۳۹۶کال مرغومې۱۶» د جرمني په پلازمېنه برلين او هامبورګ ښار کې په سلګونو مظاهره‌چيان په ايران کې د اعتراضونو په ملاتړ راغونډ شول.

په برلين کې د ايران د مقاومت ملي شورا يوه غړي جواد دبيران رويټرز اژانس ته وويل:

"په ايران کې حکومت-ضد اعتراضونه د مذهبي ديکتاتورۍ د ختمېدو غوښتنه کوي. دا د دوى حق دى او موږ دلته د دې لپاره راغونډ شوي يو چې دا حق بايد په رسميت وپېژندل وشي. د جرمني له حکومته غواړو چې د ايران د خلکو دا مشروع حق په رسميت وپېژني، د جرمني له حکومته غواړو د هغو کسانو د بې قيد او شرط ازادۍ لپاره اقدام وکړي چې نيول شوي دي. د ايران په کوڅو کې د ډله‌ييزو وژنو لړۍ بايد وغندل شي."

د ايران حکومت ادعا کوي چې په دغه هېواد کې وروستۍ پراخې مظاهرې د بهرنيانو له‌خوا تنظيم او تحريک شوي، خو په ايران کې دننه د ١٦ وتلو اصلاح غوښتونکو شخصيتونو ډلې په يوه اعلاميه کې دغه ادعا رد کړې ده.

XS
SM
MD
LG