د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۵

د نیول شویو استادانو په اړه د افغان ترک لیسو د زده کوونکو د والدینو غبرګون!


د افغان ترک ښوونځيو د زده کوونکو د والدینو کمېټې د ملي امنیت له خوا د دغه ښوونځيو د څلورو استادانو نیول کېدل او د نجونو لیلي ته یې ورتګ په کلکو ټکو وغندل.

دغې کمېټې او مسؤلینو یې د کابل په تایمني کې د افغان ترک د نجونو لېسې ته پرته له اجازې د ملي امنیت د ځواکونو ننوتل او د دغې لیسې د څلورو استادانو نېول کېدل، د ټولو اسلامي او افغاني اصولو خلاف عمل وباله.

د افغان ترک ښوونځيو د استادانو د کمېټې مسؤلینو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې په دې اړه يوه جوړه شوې غونډه کې له امنیتي ارګانونو د دغې پېښې په اړه وضاحت وغوښت او په دې اړه يې د جدي پلټنو غوښتنه وکړه.

د دغې کمېټې مرستیال عبدالشکور دادرس او غړې هوا عالم نورستانۍ د ملي امنیت د ځواکونو دغه عمل يوه بشري سرغړونه او د افغانستان د اساسي قانون خلاف عمل وباله.

دوی وویل:

"زه په تاکید سره وایم چې دا له بشري حقونو څخه سرغړونه ده، دا شان کړنو ته باید د پای ټکی کېښودل شي او هغه استادان چې نیول شوي، باید ژر تر ژره خوشې شي. "

"دلته د معصومو نجونو پر حریم باندې تېری کېږي، دا چېرې روایت لري، د دوی لاسته راړونه همدا ده چې امنیتي ارګانونه يې د افغانستان پر عزت، د افغان پر عزت او د قانو پر خېټه وخېژي. "

دا په داسې حال کې ده چې د يو شمېر راپورونو له مخې، د ملي امنیت ځواکونو وړمه شپه په تایمني کې د افغان ترک لیسې د نجونو لیلې ته ننوتي او د دغې لیسې درې ترکي او يو افغان استاد یې نیولي دي.

د افغان ترک لیسې ادارې هم له پېښې څو ساعته وروسته د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې يو افغان او درې ترکي استادان يې لا درکه دي.

په اعلامیه کې راغلي چې دغه استادان د کابل په زړه شاه دو شمشېره سیمه کې لیسې ته پر لاره وو چې لا درکه شوي دي.

د افغانستان ملي امنیت ریاست تراوسه د دغو څلورو کسانو د نیولو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو د دې ادارې یوې سرچینې تېره ورځ ازادي راډيو ته ویلي وو چې د دوی ځواکونه په کابل کې د افغان ترک ښوونځيو یوې لیلي ته د یوه مشکوک کس د نېولو په هدف ورغلي وو.

افغان ترک ښوونځي چې د نړۍ په شااوخوا ۵۰ هېوادونو کې څانګې لري، د فتح الله ګولن په نوم د يوه ترکي امریکايي کس له خوا اداره کېږي او د افغانستان په ۷ لویو ولایتونو کې ۱۴ښوونځي لري چې څه باندې ۸۰۰۰ زره زده کوونکي لري.

په ورته وخت کې د افغانستان د پوهنې وزارت سرپرست محمد ابراهیم شینواري چې په ياده غونډه کې يې ګډون کړی و، د افغان ترک ښوونځیو د تایمني څانګې د نجونو پر لیلې له چاپې څخه بې خبري وښوده او د دغو ښوونځيو د نیول شویو استادانو د خلاصون ډاډ یې ورکړ.

د افغانستان د پوهنې وزارت سرپرست محمد ابراهیم شینواری
د افغانستان د پوهنې وزارت سرپرست محمد ابراهیم شینواری

ښاغلي شینواري وویل:

"ما د ملي امنیت له رئیس او نورو مسؤلینو سره هم خبرې کړي چې که يو يا دوه استادان د ملي امنیت له خوا تر څېړنو لاندې وي، نو برخیلک يې ژر معلوم او بېرته ته ښوونځيو ته راشي او د حيثیت اعاده يې هم وشي. "

دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې حکومت له تېر کال راهیسې له افغان حکومت څخه غوښتي چې د افغان ترک ښوونځیو واک دې دوی ته وسپارل شي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG