د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۵

د ۱۹ زره افغان سرحدي ځواکونو قومانده او مسؤلیت دفاع وزارت ته انتقال شو


د ۱۹ زره افغان سرحدي ځواکونو قومانده او مسؤلیت د شنبې په ورځ رسماً له کورنیو چارو وزارته دفاع وزارت ته انتقال شو.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، سرحدي ځواکونه به تر دې وروسته میلیاردونه ډالر د دولت ملي خزانې ته راوړي.

ښاغلي غني چې د شنبې په ورځ د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ په ۱۱ مه یې له کورنیو چارو وزارته دفاع وزارت ته د سرحدي ځواکونو د انتقال په مراسمو کې خبرې کولې، ویې ویل چې که د افغان ځواکونو مېړانه نه وای، حکومت به سیاسي لاسته راوړنې هم نه لرلای.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ښاغلي غني زیاته کړه:

"اړتیا ده چې په سرحدي ځواکونو هم د کومانډو او اردو په څېر پانګونه وشي او د سرحدي قواوو تنظیم حد اقل کولای شي چې په راتلونکو کلونو کې میلیاردونه ډالر د دولت خزانې ته راوړي."

ښاغلي غني وویل، له دفاع وزارت سره د سرحدي ځواکونو په یوځای کېدو به له وسله والو مخالفینو د نیول شویو سیمو د ساتنې ستونزه هم هواره شي.

دی وايي، پخوا افغان ځواکونه په دې برخه کې له ننګونو سره مخ وو.

د افغانستان دفاع وزارت د سرحدي ځواکونو د انتقال پروسه شااوخوا ۱۱ میاشتې وړاندې پیل شوې وه.

د معلوماتو له مخې، د سرحدي ځواکونو ټول شمېر چې دفاع وزارت ته انتقال شوی، شااوخوا ۱۹زره تنو ته رسېږي.

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست طارق بهرامي بیا د سرحدي ځواکونو ستونزو ته په اشارې سره د دوی د سمبالښت یادونه کوي او وايي چې دغه ځواکونه به په پرمختللو وسلو سمبال شي.

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست طارق بهرامي
د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست طارق بهرامي

ښاغلي بهرامي وویل:

"له کورنیو چاوزارت څخه دفاع وزارت ته د سرحدي ځواکونو انتقال د دوو هدفونو لپاره وشو، یو دا چې له دغه ځواکونو د ملي اردو ملاتړ وشي او بله مسئله دا چې په دغو ځواکونو کې لازم اصلاحات رامنځته شي، د سرحدي ځواکونو معاشونه به هم له درېیو زرو تر پنځو زرو افغانیو زیات شي."

د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویس احمد برمک بیا وايي چې لاهم څلور زره سرحدي ځواکونه د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې پاتې دي.

د ښاغلي برمک په خبره، دغه ځواکونه به په بندرونو کې د قانون د تنفیذ په برخه کې خپلې چارې مخته یوسي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG