د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۱

سرچینه: د کندهار د غونډې په جوړولو کې د پردې تر شا جنرال رازق لاس لري


د افغان حکومت یوه باوري سرچینه وايي، د کندهار د غونډې په جوړولو کې د دغه ولایت امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق، د پردې ترشا لوی نقش لري.

دغه سرچینې چې د موضوع د حساسیت له امله یې و نه غوښتل نوم یې په دغه راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، د کندهار امنیه قوماندان د دغه ولایت له ځینو ولسوالیو نه، پنځه سوه کسان، د کندهار غونډې ته بللي دي.

له جنرال عبدالرازق سره مو ټلیفونې اړیکه ټینګه نه شوه خو یاور یې ازادي راډیو ته وویل چې امنیه قوماندان د دغې غونډې په جوړولو کې څه رول نه لري.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړی او د افغانستان د ملي اسلامي غورځنګ د ګوند ویاند بشیراحمد ته ینج چې د کندهار د غونډې یو ګډوال دی، د شنبې په ورځ«۱۳۹۶کال لېندۍ ۱۱» ازادي راډیو ته وویل، د دغې غونډې ډېری ګډونوال چې له نورو ولایتونو کندهار ولایت ته راغلي، هستوګنځی یې د دغه ولایت د امنیه قوماندان قرارګاه ده.

دا چې جنرال عبدالرازق د دغې غونډې په جوړېدو کې څه نقش لري، ښاغلي ته ینج یې په اړه وايي:

بشیر احمد ته ینج
بشیر احمد ته ینج

"د امنیه قوماندان مسؤلیت، د غونډې امنیت، ترتیب او نتظیم دی او زموږ په چارو کې مداخله نه کوي او غونډې ته وینا هم نه کوي، د غونډې کوربانه د کندهار مشران دي او قوماندان صاحب هم د دغه ولایت له مشرانو دی او نقش لري، زموږ په اجنډا او پلان کې مداخله نه کوي، په ملي موضوعاتو کې چې تفاهم او ملي یووالي ته رسېږي، هغه «قوماندان» همکاري وکړه."

د ولسي جرګې لومړي مرستیال او د کندهار د غونډې بل ګډونوال همایون همایون له ازادي راډیو سره په خبرو کې، د حکومت لخوا قانون ماتونه او د قومونو ترمنځ نقاق اچونه، د دغې غونډې اجنډا او پلان وګاڼه.

د پنجشنبې په ورځ ارګ ماڼۍ وویل، هره ناسته چې د قانون په رڼا کې او د ملي ګټو په پام کې نیولو سره د ستونزو د هواري لپاره جوړېږي، ملاتړ يې کوو.

خو د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه حکم له مخې، پوځې منسوبین په سیاسي غونډو کې د ګډون حق نه لري.

د افغانستان جمهوري ریاست پخوا تردې ویلي چې د ولسمشر د حکم له مخې، د وسله وال پوځ هیڅ څارنوال، قاضي او صاحب منصب، په سیاسي ګوندونو کې د غړیتوب او په مظاهرو، اعتصابونو او ورته غونډو کې د ګډون حق هم نه لري.

د دغو څرګندونو په اړه چې د کندهار د غونډې په جوړولو کې د دغه ولایت امنیه قوماندان د پردې ترشا رول لري، د کورنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وايي:

"هلته «کندهارکې» زموږ یو شمېر سیاستوال راغونډېږي او هغه «د کندهار امنیه قوماندان» دنده لري چې امنیت یې ونیسي، که په غونډه کې موجود هم وي، ستونزه نه شته، خو که مسئله د ملي ګټو خلاف وي او دی په تصمیم نیولو کې شامل وي، د ولسمشر د وروستۍ مصوبې له مخې ورسره، جدي چلند کوو."

د کندهار غونډه
د کندهار غونډه

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال د کندهار د غونډې په اړه وايي، دوی وضعیت څاري اوکه پوځي منسوبین، د قانون خلاف، په سیاسي غونډو کې ګډون وکړي، له قانوني چلند سره به مخ شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG