د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

د کندهار غونډه: حکومت ته ۱۲ساعته وخت ورکوو څو نور او باتور دوستم راپرېږدي


د کندهار د غونډې برخه‌والو او د ولسي جرګې غړو د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، که حکومت عطا محمد نور او نورو ساستوالو ته په ۱۲ ساعته کې د پرواز اجازه ورنه کړي او هغه کندهار ته پرې نښودل شي عاقبت به يې ډېر بد وي.

د کنفرانس برخه‌والو دغه راز په کندهار کې په سبا د جوړېدونکي غونډې د هدف په اړه وویل چې د افغانستان اساسي قانون نقض شوی، ملي منافع په خطر کې دي او د دوی په خبره له هېواده د روان بحراني حالت د وتلو لپاره غونډه کوي.

دوی دغه راز وویل چې د سبا په جوړېدونکي غونډه کې د مؤقت حکومت او د لويې جرګې د جوړېدو غوښتنه نه مطرح کوي.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون چې د دې جرګې او دغه راز د مشرانو جرګې د شاوخوا ۶۰ غړو سره يې په دغه خبري غونډه ګډون کړی و، وویل چې حکومت ته ۱۲ساعته وخت ورکوي تر څو عطا محمد نور، باتور دوستم او نور سیاستوال کندهار ته ورپرېږدي.

د نوموړي په خبره که حکومت یو ځل بیا د دغه کسانو الوتکې ته د پرواز اجازه ور نه کړي نو بیا به دوی ولس ته مراجعه وکړي چې په وینا يې عاقبت به يې ډېر بد وي.

دی وايي:

"که استاد عطا په ۱۲ ساعته کې را پرې نه ږدئ بیا به موږ ولس ته مراجعه وکړو او ولس به راووځي او د اساسي قانون د نقض پوښتنه به کوي."

همایون همایون دغه راز په کندهار کې په سبا د جوړېدونکي غونډې د هدف په اړه وویل چې د افغانستان اساسي قانون نقض شوی، ملي منافع په خطر کې دي او د دوی په خبره له هېواده د روان بحراني حالت د وتلو لپاره غونډه کوي.

په دغه خبري غونډه کې د ولسي جرګې یو بل غړي ظاهر قدیر د ولسي جرګې د مرستیال همایون همایون خبرې تکرار کړې او ويې ویل چې حکومت ته ۱۲ ساعته وخت ورکوي چې مېلمانه دې، د کندهار په راتلونکي غونډه کې د ګډون لپاره ورپرېږدي.

ظاهر قدیر دغه راز وویل چې د سبا په جوړېدونکي غونډه کې دوی د مؤقت حکومت او د لويې جرګې د جوړېدو غوښتنه نه مطرح کوي او د دوی هر ډول غوښتنې به د اساسي قانون په چوکاټ کې مطرح کېږي.

د کندهار غونډه
د کندهار غونډه

دی وايي:

"ډاکټر صاحب غني ستا خوښه که مشوره ګڼې او که اخطار، موږ خپل میلمانه په راتلونکي ۱۲ ساعتونو کې په لوی کندهار کې غواړو کنه بیا دې ګیله د خپله ځانه د قانون په چوکاټ کې."

تېره شپه د بلخ د والي عطا محمد نور او د ولسمشر د مرستیال عبدالرشید دوستم د زوی باتور دوستم الوتکې ته اجازه ورنه کړل شوه چې د مزارشریف له هوایي ډګره پرواز وکړي او کندهار ته راشي.

نوموړي په دې اړه پر ټولنیزو رسنیو په یوه خپاره کړي ویډیو يې پیغام کې د حکومت د مشرانو له خوا د هغه د سفر مخنیوی غیر انساني عمل بللی.

خو د افغانستان د ملکي هوايي چلند خپلواکې ادارې په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې تېره شپه یې له مزار شریفه کندهار ته یوې الوتنې ته ځکه اجازه ور نه کړه چې کندهار کې د شپې له خوا په هوایي ډګر کې د الوتنې او ناستې لپاره اسانتیاوې نشته.

په عین وخت افغان حکومت د کندهار غونډې ته په اشار ویلي، هغه غونډې چې له اساسي قانون سره په ټکر کې نه وي، د هېواد او حکومت په ګټه وي او له ستونزو څخه د وتلو په حل لارو په کې خبرې وشي حکومت ورسره مخالفت نه لري.

ټاکل شوې چې سبا د شنبې په ورځ په کندهار کې د ولسي جرګې د شاوخوا ۶۰ غړو او نورو پخوانیو حکومتي چارواکو او عامو خلکو یوه لویه غونډه جوړه شي.

راپور : محمدصادق رښتینی

XS
SM
MD
LG