د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۹

ویسا افغانستان کې د انتخاباتو راتلونکی مبهم او مشکوک بللی


د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو د څرنګوالي په اړه اندېښنې او له پاکستان سره موجودې ستونزې هغه مسایل دي چې نن د کابل ورځپاڼو پرې جلا جلا بحثونه کړي دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې په یو تفصیلي مطلب کې په افغانستان کې د انتخاباتو راتلونکی مبهم او مشکوک بللی.

ورځپاڼې وړاندې د حکومت پر ځینو اقداماتو انتقاد کړی او لیکلي یې دي چې انتخابات یوه ملي پروسه ده او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون یو ملي بنسټ چې دواړه باید ولس ته د باور او درناوي وړ وي.

خو ورځپاڼې وړاندې په ناقانونه توګه د ولسي جرګې د عمر د زیاتولو لپاره د ملي وحدت حکومت پر اقداماتو انتقاد کړی او لیکلي یې دي چې ممکن سبا حکومت خپل عمر هم زیات کړي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې بیا په یو ټلوېزیوني بحث کې د ملي امنیت د پخواني رئیس رحمت‌الله نبیل او د کورنیو چارو د پخواني وزیر عمر داوودزي له‌خوا د ۲۰۱۴ میلادي کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو پر مهال د درغلیو د ځینو مواردو افشا ته په اشارې لیکلي دي چې دا یوه بې‌موقع افشا کول وو.

ورځپاڼې لیکلي دي چې دغو دواړو چارواکو ته په کار وه چې دا درغلۍ دوی په هماغه وخت کې افشا کړې وی، ځکه په دې برخه کې د دوی رازداري ممکن په یوه ستره تاریخي ګناه بدله شي.

  • افغانستان ما

د افغانستان ما ورځپاڼې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په حواله په یو مطلب کې لیکلي دي چې د ترورېزم په وړاندې د پاکستان په سیاست کې بدلون نه‌دی راغلی.

ورځپاڼې لیکلي دي چې ښاغلي عبدالله د ملګرو ملتونو له لوی منشي سره په لیدنه کې ویلي دي چې پاکستان لا هم په خپله خاوره کې د ترورېستانو د پټن‌ځایونو د له‌منځه وړلو لپاره اقدام نه‌دی کړی.

خو ورځپاڼې دا نه‌دي لیکلي چې اجرائیه رئیس په دې اړه د ملګرو ملتونو څخه د کومې همکارۍ غوښتنه کړې او که څنګه؟

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي دي، که څه هم د امریکا په نوې ستراتېژۍ کې له پاکستان نه په کلکه غوښتل شوي چې د ترهګرو ډلو پر وړاندې اقدام وکړي، خو د ورځپاڼې په وینا اسلام‌اباد لا هم په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو نه‌دی.

ورځپاڼه لیکي:

د امریکا او نړیوالې ټولنې د غوښتنو برخلاف پاکستان لا هم په افغانستان کې د جګړې اور بل ساتلی دی او په بېلابېلو ولایتونو کې طالبان او نورې ډلې د «ای اېس ای» په مستقیمه لارښوونه د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې سخته جګړه کوي.

ورځپاڼې دا هم لیکلي دي چې امریکایي چارواکو ته اوس دا جوته شوې ده چې پاکستان د افغانستان په اړه له خپله دریځه نه‌تېرېږي، نو اوس امریکا ته په کار ده چې د سیاسي فشار په وسیله پاکستان اړ باسي چې د ترهګرو ډلو له ملاتړه لاس پر سر شي.

XS
SM
MD
LG