د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان موټر بمب چاودنه شوې


د کندهار د ډنډ ولسوالۍ په روح‎اباد سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان نن دوشنبه وروسته له غرمې د ۰۳:۳۰ په شااوخوا کې موټر بمب چاودنه شوې.

د کندهار د والي ویاند قدرت‎الله خوشبخت پېښه تائیدوي، خو په دې اړه‎یې معلومات ورنه‎کړل چې دغه پېښه انتحاري حمله وه او که له چاودېدونکو موادو ډک په سیمه کې درول شوی موټر و.

ښاغلي خوشبخت د تلفاتو په اړه هم جزئیات ورنه‎کړل.

په ورته وخت کې یوې سرچینې چې نه‎یې غوښتل نوم‎یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې برید انتحاري حمله وه چې د یوه ټونس موټر په وسیله ترسره شوی دی.

تر اوسه د پېښې مسؤلیت چا نه‎دی اخیستی.

دا په تېرو دوو میاشتو کې په کندهار پر بهرنیو پوځیانو درېیمه حمله ده.

XS
SM
MD
LG