د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۹

انتخاباتو کمېسیون: د رأیې ورکونې د لېست طرحه په کاغذي ډول ترتیب شوې


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د رأیې ورکونې د لېست طرحه په کاغذي ډول ترتیب او بشپړه شوې ده.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دارلانشاه رئیس وايي، د دې لپاره چې په برېښنايي ډول د رأیې د ورکونې د مرکزونو د لېست چمتو کول زیات وخت نیوه، نو له همدې امله دغه طرحه په کاغذي ډول چمتو شوې ده.

امام محمد وریماچ د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د دې لپاره چې انتخابات په ټاکلي وخت وشي دغه طرحه یې چمتو کړې.

ښاغلی وریماچ زیاتوي، دغه طرحه بشپړه شوې او راتلونکې اوونۍ به د کمېسیون له تصویب وروسته حکومت او له نړیوالې ټولنې سره شریکه شي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دارلانشاه رئیس امام محمد وریماچ
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دارلانشاه رئیس امام محمد وریماچ

نوموړی وايي:

"د دې لپاره چې کمېسیون وخت له لاسه ورنه کړي د رأیې ورکونې د لېست په چمتوالي کې یې له زوړ کاغذي سیسټم کار اخېستی، د دارلانشاه له لوري کاري پروګرام ترتیب شوی، په را روانه اوونۍ کې به د کمېسیون له تصویب وروسته له حکومت او نړیوالې ټولنې سره شریک شي."

ښاغلی وریماچ وايي چې په تېرو ۱۶کلونو کې لومړی وار دی چې د رأیې د ورکونې د مرکزونو لېست ترتیب شوی.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د رأیې د ورکونې د دغو لېستونو له فهرست نه مشخصه کېږي چې رأیه ورکوونکی یو له همدې مرکزونه سره وتړل شي چې دا کار د پروسې شفافیت تضمینوي.

د رأیې ورکوونکو د بریښنايي کولو د لېست بحث نېږدې څلور میاشتې وړاندې حکومت ته لېږل شوی و.

د کمېسیون د چارواکو په وینا د رأیي ورکوونکو لېستونو د بریښنايي کولو بهیر تدراکاتي سیسټم یو ځل بیا داوطلبي ته تللی او ممکن د پروسس چارې یې څو میاشتې وخت ونیسي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو راتلونکو انتخاباتو نېټه د روان کال د سرطان میاشتې په ۱۶مه اعلان کړې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو موسسې یا فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید که څه هم د کمېسیون دغه کار ستايي، خو وايي چې په کاغذي ډول د رأیې ورکوونې د مرکزونو لېست ترتیبول د انتخاباتو شفافیت نه تضمینوي.

د ازادو او عادلانه انتخاباتو موسسې یا فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید
د ازادو او عادلانه انتخاباتو موسسې یا فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید

ښاغلی رشید وايي:

"دا یو نیک اقدام دی، خو دیته به کتو چې څومره عملی کېدای شي، موږ اندېښمن یو او تشویش لرو چې خدای مه کړه په انتخاباتو او په نوم لیکنه کې پخواني تقلبي کارتونو او تقلبي تذکرو بحث رامنځ ته نه شي."

د افغانستان پخواني انتخابات د درغلیو او تقلب له ادعاوو سره مله و، نو له همدې امله کمېسیون هڅه وکړه چې انتخاباتي نظام الکترونیکي کړي.

خو ښاغلی رشید په دې باور دی چې په غیر مستقیمه توګه د حکومت مداخله د دې سبب کېږي چې د بريښنايي کولو بهیر له خنډ سره مخ شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG