د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۹

حزب اسلامي د شفافو ټاکنو لپاره یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته سپارلې


د افغانستان د حرب اسلامي ګوند د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو د څرنګوالي په اړه، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته یوه طرح وسپارله.

د دغه ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د شنبې په ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له کمیشنرانو سره یوځای یوې خبري غونډې ته وویل، دا طرحه له قوانینو سره په ټکر کې نه ده او له مخې به یې د رأیې ورکونې په شرایطو برابر هیڅوک له خپله حقه محروم نه شي.

ښاغلی حکمتیار وايي، دوی له اوسني جوړښت سره د انتخاباتو تر سره کېدل غواړي.

د حزب اسلامي د ګوند مشر ګلبدین حکمتیار
د حزب اسلامي د ګوند مشر ګلبدین حکمتیار

ښاغلي حکمتیار زیاته کړه:

"انتخابات باید په خپل ټاکلي وخت تر سره شي، د انتخاباتو د ځنډ لپاره باید بهانې ونه لټول شي، د هر هغه اقدام څخه باید مخنیوی وشي چې د انتخاباتو د ځنډ لامل ګرځي، دا انتخابات باید د اوسني حکومت او اوسنیو کمیشنرانو له خوا تر سره شي."

دا په داسې حال کې ده چې د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیوي رئیس او د بلخ والي عطا محمد نور تېره اوونۍ له حکومته وغوښتل چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون منحل کړي.

د افغانستان د سیاسي ګوندونو د تفاهم شورا په نوم خوځښت هم له دې وړاندې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د اوسنیو کمیشنرانو د بدلېدو غوښتنه کړې ده.

خو ښاغلی حکمتیار وايي، د کمیشنرانو له بدلولو سره مخالف دی.

د هغه په وینا، ځيني ځکه د انتخاباتي کمیشنرانو بدلول او په ځنډ سره د انتخاباتو تر سره کول غواړي چې د خلکو ملاتړ یې بایللی دی.

په شرایطو د برابرو کسانو د لېست په برابرولو د سیاسي ګوندونو موافقه، ټولو سیاسي ګوندونو ته د نظارتي زمینې برابرول، د سیاسي ګوندونو د استازو په وړاندې د رأیو شمېرل، د شمېر د لېست په پای کې د سیاسي ګوندونو د څارونکو لاسلیکونه، د ولسوالیو شوراګانو او د ولسي جرګې د غړو په شمېر د حوزو د مساوي شمیر ویش، د انتخاباتو د نتیجو ژر اعلان او کډوالو ته د انتخاباتو حق ورکول د راتلونکو انتخاباتو لپاره د حزب اسلامي د طرحې مهم ټکي دي.

دغه شان ښاغلي حکمتیار په بهرنیانو غږ وکړ چې د افغانستان په انتخاباتو کې لاسوهنه ونه کړي، بلکې یوازې د څارونکو په ډول رول ولوبوي.

د حزب اسلامي مشر له حکومته هم وغوښتل چې د انتخاباتو بودجه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په واک کې ورکړي او په چارو کې یې لاسوهنه ونه کړي.

ښاغلی حکمتیار وايي، که سیاسي ګوندونه د انتخاباتو د ترسره کېدو د څرنګوالي په سر موافقه وکړي، په دې برخه کې به هېڅ ستونزه رامنځته نه شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس نجیب الله احمدزي ګډې خبري غونډې ته د حزب اسلامي د طرحې د هر کلي تر څنګ، له نورو سیاسي ګوندونو هم وغوښتل چې د انتخاباتو د شفافیت او ښه تر سره کېدو لپاره خپلې طرحې له کمېسیون سره شریکې کړي.

دی وايي چې په دې برخه کې اندېښنې له وخته مخکې دي او ټينګار کوي چې راتلونکي انتخابات باید په شفاف ډول ترسره شي.

نجیب الله احمدزی
نجیب الله احمدزی

نوموړي وویل:

"سیاسي ګوندونه باید د شفافو انتخاباتو د تر سره کېدو لپاره د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون سره مرسته وکړي او موږ خلکو ته ژمنه ورکوو چې راتلونکي انتخابات به سرتاسري، شفاف، عادلانه او له تېر څخه ښه تر سره شي."

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د څار بنسټ یا فیفا بیا وايي، د انتخاباتو د څرنګه تر سره کېدو په اړه انفرادي طرحې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له ستونزو سره مخ کوي.

د دغه بنسټ اجرائيوي مشر یوسف رشید ازادي راډيو ته وویل چې غوره به دا وي چې ټول ګوندونه په خپلو کې پر یوې طرحې سره سلا او د انتخاباتو د ښه تر سره کېدو لپاره په ګډه رول ادا کړي

یوسف رشید وویل:

"سیاسي ګوندونو ته ښايي چې د انتخاباتو د شفافه او ښه تر سره کېدو لپاره په خپلو کې یوې پرېکړې ته ورسېږي او هغه بیا د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون سره شریکه کړي، دا کار به د انفرادي طرحو په پرتله، ښه نتیجه ورکړي."

دی وايي، متعددې طرحې د دې لامل کېږي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ورنه په سمه توګه استفاده ونه کړي.

د نوموړي په خبره، دا د ګوندونو تر منځ هم مخالفتونو ته زمینه برابروي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG