د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۵

بلخ کې انتحاري حملې یو قومي مشر وژلی او د هغه ۳ ساتونکی یې ټپیان کړي


د پامیر د ۳۰۳ زون قوماندان جنرال بابه جان د دغې پېښې په سیمه کې خبریالانو ته وویل چې په دغې انتحاري حمله کې د بلخ ولایت یو قومي مشر حاجي غني وژل شوی او د هغه درې ساتونکي ټپيان شوي دي.

ښاغلي بابه جان زیاته کړه چې د دغې حملې هدف ښاغلی حاجي غني و.

  • پخواني معلومات

نن پنجشنبه سهار د مزار شریف په ښار کې یوه انتحاري حمله شوې.

د بلخ د پولیسو ویاند شیر جان دُراني ازادي راډيو ته وویل چې نن سهار شااوخوا ۰۷:۰۰ بجې د مزار شریف ښار د لومړۍ حوزې په مربوطاتو کې د روضې شریفې جنوبي لور ته یوه انتحاري حمله شوې ده.

دی وايي چې سیمه د پولیسو له‎خوا کلابنده شوې ده او په دې اړه څېړنې روانې دي.

د لومړۍ حوزې یوه چارواکي چې نه‎یې غوښتل نوم‎یې واخېستل شي ازادي راډيو ته وویل چې په دغې انتحاري حمله کې ۳ تنه وژل شوي او ۲ تنه ټپیان دي.

دغه سرچینه زیاتوي چې د دغې حملې هدف په دغې سیمه کې د منصور په نوم یو هوټل و او د یوه ځان وژونکي له‎خوا ترسره شوې ده.

تر اوسه د دغې پېښې مسؤلیت چا نه‎دی منلی.

جزئیات وروسته ...

XS
SM
MD
LG