د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۴ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۶

د ښوونې او روزنې مرکزونو کې د نشه‎يي توکو د زیانونو په اړه عامه پوهاوی


د افغانستان له نشه‎يي موادو سره د مبارزې وزارت د نشه‎يي موادو د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام لومړی پړاو د پنجشنبې په ورځ د یوې نندارې په وړاندې کولو سره په حبیبیه لېسه کې پیل کړ.

د دې وزارت د پالیسۍ او سټراټېژۍ مرستیال جاوید احمد قایم د دې پروګرام د پرانېستلو پر مهال رسنیو ته وویل، د نشه‎يي موادو د زیانونو په اړه د پوهاوي پروګرام به په ښوونځیو کې یوه نیمه میاشت دوام وکړي او د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې به د تياتر ډرامو په وړاندې کولو سره عملي شي.

نوموړی وايي:

"موږ د عامه پوهاوي د پروګرامونو په وړاندې کولو سره وکولای شول چې ځوانانو ته پوهاوی ورکړو، تر څو په نشو روږدي نه شي. زموږ لویه ستونزه د هغو دوستانو په اړه ده چې مهاجر دي او له ګاونډیو هېوادونو څخه يې په زور را راشړلي دي. له بده مرغه په دوی کې زیات شمېر یې په نشو روږدي دي چې په دې ډول په هېواد کې د اعتیاد شمېر زیاتېږي."

له نشه‎يي موادو سره د مبارزې وزارت تردې وړاندې هم د عامه پوهاوي په برخه کې پروګرامونه عملي کړي وو چې یوه اوونۍ يې عامه پوهاوي ته ځانګړې کړې وه. د دې وزارت چارواکي وايي چې د دوی د عامه پوهاوي پروګرامونو مثبته نتیجه ورکړې ده.

یو شمېر خلک باور لري چې عامه پوهاوی د نشه‎يي موادو کښت، توليد او قاچاقو د مخنيوي لپاره ګټور کار دی.

د کابل د حبیبیې لېسې مدیر سید شاه که څه هم دا پروګرام د ځوانانو، په تېره بيا په ښوونځیو کې ګټور کار بولي، خو دی ټینګار کوي چې د تياتر دا ډول ډرامې باید په عامه ځایونو کې نندارې ته وړاندې شي.

نوموړی زیاتوي:

"د دې لپاره چې ځوانان په نشو روږدي نه‎شي د عامه پوهاوی داسې پروګرامونه ښه دي، خو په ښوونځیو کې زیات ګټور نه‎دي. داسې پروګرامونه باید په عامه ځایونو کې اجراء شي، ځکه د اعتیاد ستونزه هم هلته وي لکه د کابل پل سوخته سیمه او داسې نور ځايونه."

په ورته وخت کې د حبیبیې لېسې یو شمېر زده‎کوونکي چې د نشه‎يي موادو د زیانونو په اړه چمتو شوي ډرامې نندارې ته راغلي وو وايي: که څه هم د نشه‎يي موادو د زیانونو په اړه يې پوهاوی درلود، خو د تياتر ډرامې په لیدلو سره یې نور معلومات هم تر لاسه کړل.

څو تنو زده کوونکو ازادي راډیو ته وویل:

"زیات پند مو واخېست، هیڅوک باید په خپل کور کې سګرېټ و نه څکوي، که په یوه کورنۍ کې پلار او یا لوی ورور سګرېټ وڅکوي، واړه وروڼه یې هم زده کوي.

-زیات پند مو واخېست، د بېلګې په توګه نشه‎يي مواد زیات زیانونه لري، په همدې خاطر باید نشه‎يي مواد استعمال نه‎شي."

افغانستان د درې نیم میلیونو معتادینو په لرلو سره له دې اړخه یو زیانمن شوی هېواد دی چې د کوکنارو کښت او معتادین ورځ په ورځ په‎کې زياتېږي.

د افغانستان د ولسي جرګې غړی محمد هاشم الکوزی په دې باور دی چې د نشه‎يي موادو د استعمال او قاچاق څخه د افغانستان د نجات لپاره ضروري ده چې خلکو ته د عامه پوهاوي تر څنګ د کوکنارو د بدیل معیشت او د بزګرانو ستونزو ته هم پاملرنه وشي.

راپور: عبادالله حنانزی

XS
SM
MD
LG