د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

د سوریې ډموکراتیک ځواکونه وايي پر رقه ښار یې بشپړ کنټرول ټینګ کړی


د سوریې ډموکراتیک ځواکونه چې کُردان‌یې مشري کوي او د امریکا ملاتړ ورسره دی، وايي په رقه کې د داعش د لسګونو پاتې وسله‎والو سره تر سختو جګړو وروسته‌یې پر دې ښار بشپړ کنټرول ترلاسه کړی دی.

رقه د اسلامي دولت په نوم د وسله‎والې ډلې یا داعش مهم مرکز ګڼل کېده.

د سوریې د ډموکراتیکو ځواکونو ویاند طلال سیلو د سې شنبې په ورځ وویل، په رقه کې پوځي عملیات پای ته رسېدلي، اوس په دې ښار کې د داعش د وسله‎والو د تښتېدلو ډلګیو د موندلو لپاره تصفیوي عملیات او له ماینونو څخه د سیمې پاکول پیلېږي.

د سوریې د ډموکراتیکو ځواکونو یو ویاند جهان احمد پرون د رقې ښار په سټډیوم کې د روېټرز خبري اژانس ته وویل:

"د فرات د قهر په نوم عملیات د رقې ښار د ازادۍ لپاره پیل شوي وو، د سوریې د ډموکراتیکو ځواکونو له‎خوا چې کُردي ملېشو او زموږ تر مشرۍ لاندې نورو ځواکونو په‌کې برخه لرله، په بریالیتوب پای ته ورسېدل. دا هم زموږ او هم د ټولې نړۍ لپاره تاریخي شېبې دي."

د سوریې د بشري حقونو د څار بریتانیا مېشتې ډلې هم ویلي چې د سوریې د ډموکراتیکو ځواکونو د هغو عملیاتو په ترڅ کې چې څلور میاشتې مخکې پیل شوي وو، د رقې ښار په بشپړه توګه له داعش وسله‎والو نیول شوی دی.

خو د امریکا پوځ وايي، احتمال لري چې د رقې ښار په سلو کې نوي برخه د داعش له وسله‎والو نیول شوي وي.

د امریکا په مشرۍ د ائتلاف ویاند ریان ډیلون وايي، لا هم د داعش وړې ډلې په رقه کې پاتې دي.

ریان ډیلون د ټولنیزو رسنیو له لارې په یو خپاره کړي بیان کې ویلي:

"زموږ شریکانو په سلو کې ۸۷ هغه سیمې چې مخکې د داعش د وسله‎والو په کنټرول کې وې، نیولې دي او شپږ نیم میلیونه وګړي یې ازاد کړي دي."

وروسته له هغې چې د داعش وسله‎والو او کورنیو ته‌یې د رقې له ښاره د وتلو اجازه ورکړل شوه، د سوریې ډموکراتیکو ځواکونو د اکټوبر په ۱۵مه نېټه ویلي وو، پر دې ښار د بشپړ کنټرول لپاره د عملیاتو وروستی پړاو یې پیل کړی دی.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي، د رقې ښار د نیولو په څلور میاشتنیو عملیاتو کې ۳۲۵۰ کسان وژل شوي چې درېیمه برخه‌یې ملکي وګړي دي.

د رقې ښار چې د داعش د وسله‎والې ډلې پایتخت بلل کېده، له لاسه ورکول‌یې د دې ډلې لپاره دروند ګوزار ګڼل کېږي.

د داعش وسله‎والې ډلې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د سوریې او عراق شمالي برخې ونیولې، خو په همدې موده کې یې په دواړو هېوادونو کې ګڼې سیمې بېرته له لاسه ووتلې.

XS
SM
MD
LG