د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

ولسمشر کرزي ولې دامنیتي تړون د لاسلیک پر وړاندې خنډ جوړ کړی؟


د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي همکاریو د تړون برخلیک لا نه دی څرګند.

د دې تړون د لاسلیک په اړه پراخ بحثونه وشول او حتی لویه جرګه راوبلل شوه.

خو ولسمشر کرزي ولې د زیاتو امتیازاتو په غوښتلو د دې تړون د لاسلیک په وړاندې خنډ جوړ کړی دی؟

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګه لیکي؛ یو دلیل یې کیدای شي دا وي چې، ښايي ولسمشر کرزی فکر کوي چې؛ کافي امکانات لري.

ولسمشر کرزی اول وویل چې، دا تړون به په ۲۰۱۴ (میلادي) کال کې د جمهوري ریاست تر انتخاباتو وروسته لاسلیک کړي.

وروسته یې د افغانانو پر کورونو د پوځي عملیاتو د بندیدو؛ په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو او په ګوانتنامو کې د بندي افغانانو د خوشې کېدو غوښتنې مطرح کړې.

ښاغلي کرزي ازادي راډیو ته په ځانګړې مرکه کې وویل؛ قرارداد د امریکاییانو سره که افغانان غواړي، که جرګې تایید کړ، چې ښه یې ورکړل، د افغانانو په ګټه بولو؛ خو شرط په کې د افغانستان د کورنونو امنیت دی چې امریکاييان حملې پرې ونه کړي او د افغانستان سوله ده."

په واشنګټن کې د امریکا د امنیتي پروګرام غړی "ډېوېډ یانګ" وايي؛ د جمهور رییس کرزي تاکتیکونه دې ته ورته دي لکه څوک چې له پياوړي موقفه خبرې کوي او فکر کوي چې واشنګټن به یې هره خبره مني.

"اوس د امنیتي تړون په وړاندې یوازینی خڼډ ولسمشر کرزی دی. ټول امکانات یې په لاس کې دي. هغه ښايي له ځانه د ښه میراث پریښودلو په خاطر غواړي چې له خپلو هغو ملاتړکونکو څخه لرې شي چې دی یې قدرت ته رسولی وو. یا ښايي فکر کوي چې، د مذاکرو په وروستۍ شیبه کې به یې هغه غوښتنې ومنل شي.

د ازادي راډيو خبري برخه وايي چې، دلته څو مسالې ممکنې دي.

اول دا چې واشنګټن د جمهور رییس کرزي دا غوښتنې ومني او یا که دا موافقه د روان میلادي کال تر پایه لاسلیک نه شي؛ له افغانستانه د ټولو عسکرو د ایستلو پریکړه وکړي.
د افغانستان له لوري هم دا امکان شته چې ولسمشر کرزی خپل تکتیک بدل کړي او د تړون د لاسلیک لپاره لاره خلاصه کړي.

د بحرانونو د نړیوالې ادارې یو څیړونکی "ګرییم سمیت" وايي، ولسمشر کرزي خطرناکه لوبه پيل کړې ده.

دا څیړونکی وايي، نورو بحرانو د امریکا پام ور اړولی او افغانان نه پوهیږي چې امریکا په افغانستان کې څومره مالي زیان زغملی او تر کومه حده له دې هیواده ستړې شوې ده.

جمهور رییس حامد کرزي له ازادي راډيو سره په یوه تازه مرکه کې پر امریکا انتقاد وکړ چې؛ د افغانستان د سولې په ټینګولو کې ناکامه شوې او افغانان د نورو د ګټو لپاره قرباني شوي دي:

"په ډیرو دلایلو، زما په نظر په افغانستان کې دا جنګ یو جوړ شوی جنګ دی چې په هغه کې افغانان د نورو د منفعتو لپاره قرباني کیږي."

د امریکا په جورج میسن پوهنتون کې د بحرانونو څیړونکی مایکل شانک وايي، ښايي جمهور رییس حامد کرزي لویه جرګه د دې لپاره راغوښتې وه چې د تړون امکان له منځه یوسي خو جرګې موافقه وکړه نو اوس ده خپله مخالفت پيل کړی دی:

"فکر کوم دا ډير امکان لري چې جمهور ریس کرزی غواړي چې امریکا له افغانستانه ووزي. هغه فکر کاوه چې پر کلیو او کورونو د امریکايي پوځيانو د حملو او د امریکايي عسکرو د قضايي امنیت مسله به په لویه جرګه کې د موافقې سره مخالفت پيدا کړي. خو داسې ونه شول. اوس هغه خپلې غوښتنې په خپله رامخکې کړې دي."

خو افغان څيړونکی عمر صمد دا نظر ردوي.

ښاغلی صمد وايي، که چیرې جمهور ریس کرزي غوښتلای چې په لویه جرګه کې دانظر رد شي نو داسې کسان به یې را بللي وو چې د ده د نظر ملاتړ کوي ځکه د جرګې زیات غړي د جمهور ریس حامد کرزي د حکومت په بلنه راغلي وو.

عمر صمد ازادي راډیوته وویل: ولسمشر کرزی د جرګې تر پریکړې وروسته له تړون سره په خپل مخالفت، خطرناک قمار پيل کړی دی.

یو شمیر څيړونکی وايي، ښايي جمهور رییس کرزی په دې باور وي چې امریکا د وخت په تیریدو له افغانستانه وزي نو له تړون سره د مخالفت له لارې به خپل اعتبار زیات کړي او له ځانه د ښه میراث پریښودلو په خاطر به ځان د افغانانو د ګټو مدافع معرفي کړي.
XS
SM
MD
LG