د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

همایون محتاط: د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ راتلونکې میاشت پیلېږي


د برېښنايي تذکرو د وېش اداره وايي، په راتلونکې میاشت کې به د برقي تذکرو د وېشلو پروګرام پیل شي.

د دغې ادارې رئیس همایون محتاط د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دغه پروګرام پر وړاندې هېڅ ډول ستونزه نه‌شته.

ښاغلی محتاط وايي، دوی د عملیاتي پروګرام د بشپړېدو په وروستي پړاو کې دي.

همایون محتاط
همایون محتاط

نوموړي زیاته کړه:

"د هغه پلان له مخې چې موږ پرې کار کړی د ۶۰۰ کارمندانو د استخدام پروسه مو بشپړه کړې، ځیني تدارکاتي پروسې مو هم لرلې اوس‌مهال څلور مرکزونه اماده دي او د پنځم هغه چارې یې هم روانې دي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت چې د ټکنالوژۍ په برخه کې زموږ همکار دی خپل چمتووالی نیولی او ان‌شاءالله د عقرب په میاشت کې به دغه پروسه رسماً پیل کړو."

د الکترونیکي تذکرو د وېش اداره وايي چې په تذکرو کې به د افغان او قوم کلمه هم لیکل کېږي.

د تذکرو د وېش لمړی پړاو به په کابل کې پیل شي او هغو پنځه سوه زرو تنو ته به چې وړاندې یې هویت تثبت شوی برقي تذکرې ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د برقي تذکرو د وېش ادارې د روان هجري شمسي کال په حمل میاشتې کې ویلي چې تر درېیو میاشتو به د تذکرو د وېش لړۍ پیل شي، خو تر اوسه نه‌ده پیل شوې.

په وروستیو څو کلونو کې د بېلابېلو د لایلو له کبله د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ ځنډېدلې ده.

له بلې‌خوا د ولسي جرګې یو شمېر غړي بیا وايي د برقي تذکرو د وېش لپاره جدي سیاسي ارادې ته اړتیا ده.

د دغې جرګې د مخابراتو او مواصلاتو د کمېسیون غړي نجلا دهقان نژاد ازادي راډیو ته وویل چې د برقي تذکرو وېش د فساد په مخنیوي او همداراز په بېلابېلو برخو کې د شفافیت له رامنځته کېدو سره مرسته کولای شي.

مېرمن نژاد وايي:

"برقي تذکرې زموږ ملي هویت دی باید توزیع شي او هیله لرم چې د وېش لپاره‌یې قوي اراده موجوده وي پر ټاکلي وخت دغه کار ترسره کړي، د تذکرو وېش کولای شي چې د موجوده فساد مخه ونیسي."

الکترونیکي تذکرې.
الکترونیکي تذکرې.

په ورته وخت کې یو شمېر کارپوهان بیا وايي، تر هغې چې برقي تذکرې ونه‌وېشل شي په ملي پروسو کې شفافیت نه‌شي راتلی او دغه مسئله پر انتخاباتو او ولسواکۍ د خلکو باور ته هم زیان رسولی شي.

له ډلې یې ناصر شفیق ازادي راډیو ته وویل چې د برقي تذکرو د وېشلو لړۍ باید ژر تر ژره پیل شي او نور باید دغه پروسه ونه‌ځنډېږي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG