د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۱

د افغانستان د سولې د عالي شورا د نوې ستراتېژۍ مهم ټکي!


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د نوې ستراتېژۍ له مخې به‌یې کارونه چټک او د سولې د ټینګښت په برخه کې به اغېزمن ګامونه پورته کړي.

د دغې شورا ویاند امین‎الدین مظفري، د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، هیله‌مند دي چې د نوې ستراتېژۍ په عملي کېدو سره به د سولې بهیر چټک او مثبته نتیجه ورکړي.

نوموړی وايي:

"د سولې د عالي شورا نوې ستراتېژي تصویب شوې ده، د سولې عالي شورا به د هغې په رڼا کې خپل کارونه مخ ته یوسي، ان‌شاءالله هیله‌مند یو چې په دې ترتیب به د سولې بهیر چټکه او مثبته نتیجه ورکړي."

د سولې شورا: د نوې ستراتېژۍ په عملي کېدو سره به د سولې بهیر چټک شي.
د سولې شورا: د نوې ستراتېژۍ په عملي کېدو سره به د سولې بهیر چټک شي.

د نوموړي په خبره، د ځانګړو کمېټو رامنځته کول، له وسله‎والو مخالفینو سره د اړیکو پراختیا او د ټولنې د بېلابېلو برخو له اوسېدونکو نه د سولې د ټینګښت په برخه کې استفاده، د سولې د عالي شورا د نوې ستراتېژۍ مهم ټکي دي.

د سولې د عالي شورا د نوې ستراتېژۍ بحث د یادې شورا په مشرتابه کې له بدلون سره جوخت رامنځته شوی دی او دغه شورا وايي چې له خپلو ټولو امکاناتو په استفادې به هڅې وکړي چې د حکومت او وسله‎والو مخالفینو ترمنځ د خبرو اترو زمینه برابره کړي.

دغې شورا د لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې هم له وسله‎والو طالبانو غوښتي و چې د سولې "بین‎الاافغاني" خبرې ومني.

خو له دې ټولو سره-سره د یادې شورا فعالیت د دغې شورا د پیل راهیسې له انتقادونو سره مل وو.

څه موده وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شول چې ولسمشر محمد اشرف غني په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د سولې عالي شورا ته د اغېزمنو مېکانیزمونو د رامنځته کېدو سپارښتنې کړې دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي بیا د سولې د عالي شورا نوې ستراتېژي ته خوشبینه نه‎دي.

د ولسي جرګې غړی عبیدالله بارکزی وايي، د سولې عالي شورا جوړښت ته په کتو تمه نه‌کېږي چې دغه شورا دې د سولې د ټینګښت په برخه کې اغېزمن اقدامات وکړي.

د ولسي جرګې غړی عبیدالله بارکزی
د ولسي جرګې غړی عبیدالله بارکزی

دی وايي:

"تر اوسه پورې د سولې عالي شورا کومه نتیجه نه‎ده ورکړې، نو فکر نه‌کوم چې په راتلونکي کې دې هم ورکړي ځکه چې د دوی په جوړښت کې داسې کسان موجود دي، کوم چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په جګړه کې ښکېل پاتې شوي دي."

اخوا د سیاسي چارو کارپوه بشیر هاتف که څه هم د سولې د عالي شورا د نوې ستراتېژۍ له جوړېدو هرکلی کوي خو وايي، په افغانستان کې سوله او ثبات هغه مهال ټینګېدای شي چې د کورنیو لاملونو سربېره، سیمه‎ییز او نړیوال لاملونه هم په پام کې ونیول شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG