د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۱

غني: د ټرمپ ستراتیژي به ځکه نتیجه ورکړي چې کابل سره له نژدې کار کېږي


د افغانستان ولسمشر وايي، په افغانستان کې د جګړې د ګټلو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ستراتیژي به د پخواني ولسمشر بارک اوباما د ستراتیژۍ خلاف چې ناکامه وه، نتیجه ورکړي ځکه په دغه ستراتیژۍ کې له کابل سره له نژدې کار کېږي او د پاکستان په وړاندې هم سخت دریځ غوره کېږي.

اشرف غني دا څرګندونې پرون په نیویارک کې د اسیا ټولنې یوې غونډې ته په وینا کې وکړې او زیاته یې کړه د دې ستراتیژۍ د بریالیتوب بل چانس دا دی چې د افغانستان پوځ اوس پیاوړی شوی او په مشرتابه کې یې هم بدلونونه او اصلاحات رامنځ ته شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې ولسمشر غني وویل، د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما ستراتیژي چې هڅه یې کوله په افغانستان کې دغه ۱۶ کلنه جګړه پای ته ورسوي او امریکایي سرتېري وباسي، ځکه ناکامه وه چې په دې هېواد کې یې یو شریک نه درلود.

غني که څه هم په دې برخه کې د چا نوم وانه‎خېست خو د هغه ضمني اشاره پخواني ولسمشر حامد کرزي ته وه چې د امریکا پر پالیسۍ او د دې هېواد په مشرۍ نړیوالو ځواکونو به یې پرله پسې انتقادونه کول.

ولسمشر غني وویل، د اوباما خلاف ولسمشر ټرمپ اوس یوازې نه‎دی بلکه له افغانستان سره شریک ټیم لري.

غني زیاته کړه چې د ټرمپ د ادارې د ستراتیژۍ ځانګړتیا په دې کې ده چې هغه له موږ سره د هر اړخېزو سلاو مشورو پر اساس برابره شوې ده.

خو افغان ولسمشر له دې سره-سره اوباما د خپلې دې پریکړې په خاطر چې په یوه حساس وخت کې چې له افغانستانه ځواکونه ونه ایستل چې هغه یې مخکې ژمنه کړې وه بلکه پر ځای یې د وسله‎والو طالبانو په وړاندې جګړه کې د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره د یو شمېر سرتېرو د پاتې کېدو پریکړه کړې وه وستایه.

د غني په وینا دغې پریکړې په داسې وخت کې زموږ بقا یقیني کړه چې وسله وال طالبان پیاوړي شوي وو او غوښتل یې چې موږ مات او حکومت نسکور کړي.

د رویټرز په لیکنه، افغان ولسمشر په یوې جلا مرکه کې چې له نېشنل پبلیک راډیو سره یې کړې او نن به خپره شي، د افغانستان او سیمې لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ ځینې جزئیات چې له دې مخکې سپینۍ ماڼۍ نه و افشا کړي، په ډاګه کړي دي.

غني ویلي چې د ټرمپ د ادارې هدف دا دی چې د افغانستان د خاورې په سلو کې اتیا یې په راتلونکو څلورو کلونو کې د حکومت تر کنټرول لاندې راوستل شي.

متحده ایالات اټکل کوي چې حکومت به په اوس وخت کې یوازې د افغانستان د خاورې پر نیمه برخه مستقیم کنټرول لري.

غني دغه راز ویلي چې د دغې نوې ستراتیژۍ له مخې د افغان کوماندو ځواکونه دوه برابره کېږي او د افغانستان هوایي ځواک پیاوړی کېږي.

هغه د افغانستان په ملي اردو کې اصلاحاتو ته په اشاره وویل چې د پوځ په مشرتابه کې بدلونونه راوستل شوي، دفاع وزیر مو ځوان دی او زاړه جنرالان تقاعد ته سوق کوو.

افغان ولسمشر وویل، د پلان له مخې امریکایي پوځیان به افغان ځواکونو ته روزنه، سلا او مشوره ورکوي او د هغوی ملاتړ به کوي خو بېرته به د جګړې په ډګرکې برخه نه اخلي.

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس تېره اوونۍ وویل چې د نوې سټراتیژۍ له مخې څه باندې درې زره نور امریکایي سرتیري افغانستان ته استول شوي یا په لاره دي.

د رویټرز د راپور له مخې د ټرمپ له‎خوا د اعلان شوې ستراتیژۍ یوه برخه د پاکستان په وړاندې پرسخت دریځ څرخي د هغه هېواد چې ټرمپ طالبانو او نورو سخت دریځو ډلو ته په خپله خاوره کې په پناه ورکولو تورن کړ.

افغان ولسمشر اشرف غني ‎په نیویارک کې د اسیا سوسایټي په نوم د ټولنې غونډې ته وویل، دا چې د ټرمپ په ستراتیژۍ کې پاکستان په نښه شوی او په‎کې زیاته سیمه ییزه تګ لاره غوره شوې، دا به د سولې د خبرو لپاره یو نوی فرصت برابر کړي.

افغان ولسمشر اشرف غني
افغان ولسمشر اشرف غني

هغه زیاته کړه، پاکستان ته دغه پیغام چې په سیمه کې د یوه مسؤل لوبغاړي په توګه چلند وکړي او د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې جدیت ښکاره کړي، له دې مخکې دغسې واضح پیغام دې هېواد ته و، ورکړل شوی.

اشرف غني وویل، دی یو وار بیا د پاکستان حکومت او د پاکستان امنیتي ادارو ته وړاندیز کوي چې ورسره هر اړخېزې خبرې وکړې او که پاکستان له دغه چانس نه ګټه نه پورته کوي، د ده په باور ډېر تاوان به پرې کړي.

افغان ولسمشر وویل، افغان ځواکونه ورځ تر بلې پیاوړي کېږي، تجربې او وړتیاوې یې زیاتې شوي او دی ګومان کوي چې نوربه یوه لسیزه وخت ونه نیسي چې دغه جګړه وګټل شي بلکه هغه ښايي یوازې په محدودو کلونو کې پای ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG