د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۴

د چارو اداره: د "مخکښ" له لوري افشا شوي اسناد دده شخصي نظر دی


د افغانستان د ولسمشرۍ د چارو اداره وايي، هغه څه چې د دې ادارې د یوه مامور په نامه ځینو رسنیو خپاره کړي، د دغه مامور شخصي کار دی او له دې کبله یې استعفا کړې ده.

ویل شوي چې ثواب الدین مخکښ په دې سند کې قوم پالونکي مسایل مطرح کړي دي.

د ولسمشرۍ د چارو اداره وايي، ثواب الدین مخکښ د دې ادارې مرستیال نه بلکې یو عادي اداري مامور و.

ثواب الدین مخکښ د یوه سند د خپرېدو په خاطر چې ځینو رسنیو او یو شمېر کسانو په ټولنیزو رسنیو کې د قومپالنې ښکارندوې بللې، له دندې استعفا کړې ده.

د چارو د ادارې د ارتباطاتو مسؤل سعید تره کی وايي، څه چې د ثواب الدین مخکښ له لوري خپاره شوي یا افشا شوي، د نوموړي شخصي نظر دی، نه د دې ادارې رسمي دریځ.

دی وايي:

"ښاغلی مخکښ د دې ادارې یو مامور و. څه چې د ده له لوري خپاره شوي، د ده شخصي مفکوره وه. یوه ساده پاڼه وه چې د ده له شخصي کمپیوټره افشا شوې ده."

د چارو د ادارې دغه چارواکي همدا راز وویل، د دې سند د افشا کېدو په اړه تحقیق کېږي، خو د دې لپاره چې دا سند د ادارې د رسمي مؤقف ښکارندويي نه‌کوي، د لویې څارنوالۍ څېړنې ته اړتیا نشته.

د چارو د ادارې د ارتباطاتو مسؤل سعید الله تره کی وايي چې ثواب الدین مخکښ پر خپلې تېروتنې پوې شوی او پر هغې یې اعتراف کړی دی.

نوموړی زیاتوي:

"په کومه پاڼه کې چې افشا شوې، قومي مسایل شته. ده خپله غلطي منلې او له همدې کبله یې استعفا هم کړې ده."

د افغانستان د اساسي قانون څلورمې مادې د ټولو افغانانو حقونه مساوي ګڼلي او هېڅ تبعه تر بل بروالی نه‌لري.

XS
SM
MD
LG